د ټول افغان لخوا خپرې شوې لیکنې
ولې اوکرايني کډوال په اروپا کې په ناورين بدلېږي؟!
له دويم جهاني جنګ را وروسته نړۍ تر بل هر وخت نن سبا د جګړې د پاڼ پر ژۍ ولاړه ده او د مهاجرت ،خوړو، قيمتي ، انسانانو ته د ورپېښو د ژوند مشکلاتو ساري یې په دې څو لسيزو کې نه ليدل کېږي، دنيا کله هم د تېرو اويا کلونو په جريان کې داسې بد حالت ته نه وه رسېدلې ، د تېرې فبروري راهیسې چې د روسيې او اوکراین شخړه پيل شوې ده دا ستونزې تر بل هر وخت لا پسې ډېرې شوې دي او د مهاجرت په برخه کې تر اوسه (د جون تر پای پورې) ۵ نيم ميليونه اوکراينيان له خپل هېواد (اوکراین) څخه وتلي دي، چې زياته برخه يې پولېنډ ته
د سکې بل اړخ: د روسیې او اوکراين ترمنځ د جنګ ګټه چاته ځي؟
سره له دې چې د روسيې او اوکراین تر منځ روانه جګړه چې په فبروري کې پيل شوې ده تر اوسه يې لا د پای نقطه نه معلومېږي او نه هم داسې څرکونه شته چې دومره ژر دې پای ته ورسېږي. البته ددې جګړې بل اړخ ته که وګورو د اوکراين په شاوخوا د ناټو او امريکا په شان هېوادونه راڅرخي چې غواړي روسيه په اوکراين کې کمزورې او له نظامي ،سیاسي او اقتصادي پلوه یې وځپي او په خپل ټول توان کوشش کوي او له هر ډول تاکتيکونو کار اخلي چې دا جګړه پسې اوږده او پراخه شي او خپل دا تاريخي سيال د تاريخ په دې حساسه شېبه کې را ايسار کړي
له لوږې سره مخامخ نړۍ!
د اوکراين او روسيې د جګړې له پيل راهیسې چې په فبروري کې شروع شوې نړۍ ته د يو پر درېيمه برخه د ضرورت وړ غنمو صادرېدل بند شوي دي او د ملګرو ملتونو ادارې د راپور له مخې ددې هېوادونو د بندرونو بندېدل او له روسیې، بلاروس او اوکراين څخه نورو هېوادونو ته د صادراتو بندښت د غنمو، غوړيو، سون توکو او کيمياوي سرې کمښت په نړۍ کې په بې ساري ډول رامنځته کړی دی چې له امله یې په ميليونونو کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي چې کلونه کلونه به ددې لوږې اغېزو په نړۍ سيوری غوړولی وي . د نړۍ په زياتره هې
د هند،چين او روسيې اوسنيو نږدې اړيکو ته لنډه کتنه
د ريک RIC په نامه مثلث چې د (روسيه،هند او چين) د انګرېزي نومونو له لومړيو توريو اخيستل شوی دی ؛ د يادو دريو هېوادونو د اقتصادي، نظامي او سياسي اړيکو مثلث دی چې له کلونو کلونو راهیسې ګډې سياسي او اقتصادي غونډې او ناستې کوي او د ګډو همکاريو تړونونه لاسليک کوي، خو په دې وروستيو کې يې اړيکې تر بل هر وخت ډېرې نږدې شوې دي، په ځانګړي ډول د روسيې - اوکراين د روان کړکېچ په جريان کې کله چې امريکا او ناټو له پرلپسې او سختو فشارونو او ګوتڅنډنو سره، سره چين او هند دې ته قانع نه کړل چې د اوکراين په کړکېچ
کيسه، لنډه کيسه، ناول اورومان
-ادب پوهان او ادب څېړونکي دادبیاتو داوسني تعبیر له مخې دیوې ژبې ټول لیکلي او شفاهي منثور آثار چې هُنري ارزښت ولري ادبیات ګڼي چې دکیسوټول ډولونه په کې ځانګړي اړين ځای لري.زموږلیکوال هغه څه اوپېښې چې ليدلي،اورېدلي،احساس کړي اویايې په فکرا وخيال کې تېرېږي بیانوي د دغوداستاني لیکنو ارزښت اوکره والی دلیکوال اوپنځوونکي په الهامي یا فطري استعداد،فني اوکسبي پوهې اومهارت پورې تړاو لري چې انساني رواني حالات،دوګړوهيلې او غوښتنې،جذبات،احساسات اوعواطف په الفاظو کې څنګه اڼخور او راونغاړي،لوستونکي ته يې ؤل
د پنجاب او پښتنو وروستۍ جګړه چې د دواړو برخلیک ورپورې تړلی دی
وايي ډاګټر نجیب ته وویل چې خوست او کونړ یې ونیول اوس به څه کېږي؟نجیب ورته وویل: ټول وطن دې ونیسي، بېرته به یې ترې ونیسو خو چې یو متر ځای رانه ونه نیسي.ورته ویې ویل دا یو متر ځای چېرته دی چې ته یې نیولو ته دومره اندېښمن یې؟نجیب ورته وویل دا د جومات ممبر دی، که دغه ممبر د پنجابي لاس ته ورغی، بیا د وطن خیر نشته چې همداسې هم وشول. زه پوره مطمین نه یم چې د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله ته دا منسبوبه کیسه او ډیالوګ به څومره کره او رښتینی وي، خو د افغانستان د خپلواکۍ له
نگاهی به تاریخ آریانا
کشور عزیز ما افغانستان در ادوار مختلف تاریخی ، مهد پرورش فرهنگها و تمدنها بوده است .ولی طبعا" مانند سایر ملل جهان ، تاریخ مردم ماهم آکنده از نشیب و فراز ها میباشد. حفریاتی که طی قرن گذشته در گوشه و کنار کشور ما صورت گرفت ، نه تنها شرایط مادی زندگی مردم مارا در مقاطع مختلف تاریخ بیان میکند ، بلکه تحولات فکری و عقیدتی آنهارا نیزمعرفی میدارد. امروز از برکت همین تحقیقات باستان شناسی میدانیم که مردم ما و یا بخشهای از آن در کدام دورۀ تاریخ ، چه آئین و یا مذهبی را پیروی نموده اند؟ کدام امپراتوری ها
غواړﺉ چې د زېږېدونکی ماشوم جنس مو دامیندوارۍ په وخت وټاکل شي!
۔ دمخکینیوخبرو پیشګفتار په ځای: هرڅه بیشکه دالله ج په وس کې دی خو دادې طب دعلم څېړنې هم دالله ج په مرسته اوکرم شوي،یوې ډاکټرې جهان آرا سعیدیان چې پلار او میړه یې هم دهمدې رشتې متخصیص ؤپه ګډه دغه څېړنه کړې ،داوایی نه یې غوښتل چې اولاد یې وشي خوشوی ؤهیله یې وه چې معلوم کړي ولې ځینې کسان تل جلکۍ یا همیشه هلکان زېږوي نولاملونه اودمخنیوی چارې یې باید پیداکړي دتحقیق پاییلې یې اول په خپل ځان بیا په نوروعملي کړې چې دټولو نتیجه مثبت وه،بیا
د څېړنیزې سروې څو مهم اصول
په افغانستان کې د څېړنیز کار تاریخ ته په کتو سره ویلی شو چې زموږ د هیواد په نسبت په نوره نړۍ کې څېړنیز کار ته ډير اهمیت ورکول کیږي او د څېړنو پر مټ هر پرمختګ ممکن شوی دی. په نوره نړۍ کې د حکومت د پالیسي، اکاډیمیکو نهادونو او غیر حکومتي ادارو کې د څېړنیز کار لپاره ډيره بودیجه په نظر کې نیول کیږي او په مصرف رسیږي، خو په افغانستان کې تر اوسه دې برخې ته توجه نده شوې.په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو څخه وروسته ان دا هیله هم له منځه تللې چې د ریسرچ او تحقیق لپاره دې په ملي بودیجه کې بودیجه په
د جرمني ژبې د اسانې زده كړې كتاب له چاپه راووت
وروسته له لس كلو زيار د جرمني ژبې د اسانې زده كړې كتاب له چاپه راووت. د كتاب نوم دى: (د جرمني ژبې اسانه زده كړه، له اساساتو نه تر ادبياتو پورې). دا كتاب په ډېر ښايسته ډيزاين او په ډېر ښه صحافت په رنګه ډول د ډاكټر اكرم ملكزي له خوا ليكل شوېدى. ډېر مهم ټكي په سور رنګ ليكل شويدي، په سور رنګ د ليكلو ګټه دا ده چې دا مهم ټكي د لوستونكي سترګو ته ځاى په ځاى وربريښي او دى ورته ډېر ژر متوجه كيږي. د ليكوال په نظر د دې كتاب په مرسته هر افغان كوى شي چې بې له كوم ښوونكي په اسانه ډول جرمني ژبه زده كړي.
د روسيې او ناټو لپاره د اوکراين سياسي اهميت
اوکراين د خپل ستراتيژيک موقعيت له امله په سيمه کې ځانګړی ځای لري د انرژي بې شمېره منابعو په درلودلو سره د اروپا او روسيې لپاره د کليدي اهميت درلودونکی دی او د اروپا او روسيې د خارجي سياست په اوليتونو کې راځي. په همدې اساس دا چې د اوکراین پخوانيو دولتونو تر پرون پورې د دواړو قطبونو (روسيې ، ناټو او امريکا) تر منځ تعادل تر يو څه حده ساتلی و او د روسيې او غرب تر منځ د مشکل او کشمکش ميدان نه و، ژوند او ګوزاره یې ښه روانه وه خو په دې وروستيو کې د امریکا لخوا د اوکراین یوقطبي کول او د غرب د
ناچاره بې وسه
لنډه کیسه کړنګ ژمی و. کرۍ شپه، د زول باران په خپل سور و تال ورېده، او د بوډا له سترګو یې، چې د زړې او ورستې خېمې په منځ کې د اینګور او دوو کوشنیو لمسیانو سره پروت و، خوب لوټه. کرار ته یې نه پرېښودو. ټوله شپه یې د خېمې د څڅوبي، څک څوک ته کاسې کونډۍ ایښودلې، او ورسره جوخت یې خپل پړسېدلی لړمون خواړه....... خېمه د ژمي سړو ړچوله، او ورسره یې د بوډا، اینګور، د هغه دوه لمسي، یوولس کلنه زرلښته، او اووه کلن ببری شټکول. د سون توکي یې نه درلودل، ان کاغذونو، او خځلو هم د زول له کبله سر خو
د کړنګ پرغاړه قزاقستان څنګه وژغورل شو؟
قزاقستان چې په منځنۍ اسيا کې پروت ستر هېواد دی د غنمو د کندو په نامه هم شهرت لري، د نړۍ له دوو زبرځواکونو چين او روسیې سره ګډه پوله لري او د خاورې زياته برخه یې دښتې او غرونه تشکيلوي چې يوازې ۱۹ ميليونه کسان پکې ژوند کوي . د شوروي اتحاد له ړنګېدا وروسته یې په ۱۹۹۱ زېږدي کال کې خپلواکي ترلاسه کړې ده. قزاقستان په دنيا کې د تېلو سترې زېرمې لري چې په ورځ کې شاوخوا يو نيم ميليونه بېرله تېل توليدوي او په په سلګونو زره ميليونه ډالر باندنۍ پانګه یې هېواد ته راجلب کړې ده.د همدې مياشتې د جنور
دافغانستان دکولتور مخکښان
لیکونکي :ميرعنايت الله سادات ژباړونکی : محمدصفرخواریکښ کله چې دافغانستان دژبې اوکولتور خبره رامنځ ته کیږي،نوورسره سم د«افغانی نويس» عبدالله نوم اوارزښتناکه کارونه مطرح کیږي. داستر میړه څوک و؟اوزموږکولتور اوادب ته يې کوم نوښتګر چوپړکړی دی؟که ددري اوپښتو ادب ددې استاد تلپاتې اثار نه وی،موږبه اړوی چې دکلموماناګانې،يوازې دنورودلغتنامو اوقاموسونو له لارېپدا کړو.ددغه رازشخصيتونو يادونه په واقعيت کې زموږ دملي کولتور ساتنه ده. افغانی نويس اودهغه بې مخينې نوښت: مخکې تر
د طالبي افغانستان ډیجیټلي دښمنان، لاسته راوړنې او واقعیتونه!
تاریخ دا په زرینو کرښو ولیکل، د دوست او دښمن دواړو ذهنیت اوس دا حقیقت منلي، سیمه او نړۍ د امریکایانو په شمول په دې بیا ـ بیا اعترافات وکړل چې طالب د دوی د سیاسي معادلاتو، استخباراتي مالومات او ستراتژیک تحلیل په خلاف د جګړې او سیاست دواړه ډګرونه ګټلي، دوی په دې هم اعتراف کړې چې د دوی د وړاندوینو په خلاف طالب په کور دننه د یوې مډرنې، تعریف شوی او مدونې حکومتواله او ملت ـ دولت په فورم کې د خدماتو، اسانتیاوو، ملي اعتماد او سیاسي ثبات په برخه کې هم ملموس، مالوم او لازم کارونه او کارخانګې ترسره کړې
په امریکا کې د افغان ماشومانو وژونکي مجرم ته ولې برائت ورکړل شو؟!
امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموريت ته د پای ټکی کېښود. دوی دلته په کراتو کراتو د ملکي وګړو وژنې کوچنۍ تېروتنې او وړوکې اشتباګانې بللې، خو خپل دا کار یې جرم، نسل وژنه نه ګڼله او نه یې هم ډېرځلې خپل پوځي چارواکي له دې امله محکمه کړي دي ، بلکې د يوې نمايشي څېړنو په پای کې به یې بمباري او چاپې یوازې یوه کوچنۍ تېروتنه او ناسم پوهاوی ګاڼه.د اګست په وروستیو کې یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په هوايي بريد کې په کابل کې لس تنه په يوه کور کې ووژل. په رسمي توګه دغه عمليات دترهګرو په ضد ت
د امریکا ملت او کانګریس ته د متقی صاحب د لیک څو مهم ټکي!
۱. په داسې وخت کې چې نړۍ د افغان حکومت هر قرار او کردار ته بوڅ غوږونه نیولي، د افغانستان او خپل اختیاره نظام کورنی او بهرنی مخالفین د خپلی باطلی اداعا د اثبات له پاره هسي پلمی او بهانی غواړی، په داسې یو وخت کې ددې لیک لیکل او د امریکا د مشروعیت مهم رکن کانګریس له لارې د امریکایی ملت او دولت مخاطب ګرزول ډیر ژور، مهم او عمیق سوچ وو.۲. دې لیک ته د افغان ـ امریکا جګړې د پای او د افغان ـ امریکا اړیکو د ۱۰۰مې کلیزی د مناسبت انتخاب، ددې ښوودنه کوی، چې نوی افغان حکومت د سیاسي نزاکتونو، ډیپلوماټیک
امريکا په سيمه کې د کومو هېوادونو د سياسي نفوذ مخه نيسي؟
د امريکا متحده ايالات چې د نړۍ په هره ستره او کوچنۍ سياسي پرېکړه کې په يو ډول نه يو ډول دخيل پېژندل کېږي، د دنيا په بېلابېلو سيمو کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو او خصوصا په اسيا کې د خپلو هدفونو لپاره له چين او روسيې سره ښکر په ښکر ده. او د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره د دوی لپاره ښه حربه په دې منطقه کې روانه مذهبي توندلاري ده چې امريکا یې پرمټ کولای شي خپلو هدفونو ته په رسېدلو او سيالو هېوادونو ته سرخوږي په پيدا کولو کې ترې مستقيم او غېرمستقيم کار واخلي. امريکا ته په سيمه کې لومړی نمبر ا
بدلون: د حرکت او حکومت توپير بايد وشي
د افغانستان په خاوره کې د پخواني شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته د افغان د ازادۍ غږ نه يوازې په سيمه بلکې په ټوله نړۍ کې خپور شو، او نړۍ د پراخو بدلونونو شاهده وه، خو ژورې اغېزې يې پر سيمه او ګاونډيو وکړې، په سيمه کې ځينې ازادي خواه خوځښتونه له هماغې چېنې څخه خړوبيږي، چې شا او خوا دوه څلويښت کاله مخکې د افغانستان په سپېڅلې خاوره کې راخوټکېدلې وه. خو په دې توپاني کلونو کې که له يوې خوا يې تودو بادونو د افغانانو مخونه سپېره او هېواد يې په شاړو بدل کړ، له بلې خوا زموږ له بې وسۍ، کم فهمۍ، طب
بحران افغانستان و فروپاشی قدرت، کنفرانس مسکو و کنفرانس تهران
صحنه سیاسی و اجتماعی افغانستان نزدیک به سه ماه پس از بازگرداندن طالبان توسط آمریکا و شرکای ناتو به قدرت سیاسی شاهد دگرگونیها و تلاطم حادی است. اتکا امارت اسلامی طالبان به رابطه با چین و روسیه وعدههای سیاسی و اقتصادی آنان پاسخگوی فوری گره کور فاجعه انسانی بر بستر رکود و متلاشی شدن وضعیت کنونی نیست. واضح است اوضاع بحرانی کنونی به سمت فروپاشی افغانستان پیش خواهد رفت. طالبان قادر به اداره بحران کشور نیست. بجز تحمیل مشقت کنونی، برنامه و راهحلی هم برای مدیریت وضع موجود ندارد.