پښتانه/افغانان پخپل ویاړلي کلتور او تاریخ(پیښلیک) کې د ناموس او یا ملي نوامیسو په نوم یو دروند نوم لري چې د هر چا شخصي پت ،عزت ، د کورنۍ غړو په ځانګړې ډول د ښځمنو له هر ډول تحقیرولو ، ځورولو او لاس پورته کولو پر وړاندې دفاع کول دي ؛همدارنګه د کور کهول، پولې پټي ، قامي مسایلو ، وطن او هیواد ... او د اسلام دین  څخه دفاع آن که د سر په بیعه هم و او وي .

زمونږ غور نیکونو او پلرونو دا ویاړ تر ډیره ساتلی او عملي کړی و چې له همدې څخه پورتنی متل یا زرینه کرښه (مال له سره او سر له ناموسه جار!) منځ ته راغلې ده.

څو کاله مخکې، زه دتورخم له لیارې د ماشومانو سره مې پیښور ته تللم ، د کرغیړنې کرښې نه اخوا اسټبلشمڼټ له خوا دروازه تړلې وو او ډیر کم خلک ېې پریښودل ؛دېخوا ته ګڼه ګوڼه یا بیربار ډیر زیات شوی و چې ځینو وسله والو به خلک بیرته راټیل وهل چې په نوبت راشئ؛خو افغانان چرته نوبت مراعاتوي!؟ .په دې کې یو لیونی ډوله په لاس کې د وسپنې یو سیخ سره د یو جګ ځای نه راشیوه شو او پر خلکو ېې د سیخ وارونه پیل کړل او چغې ې وهلې"بیرته شه بیرته شئ..." ؛یوه سپینسرې ښځه چې یو قره قلۍ والا نارینه سپینږیری

هم ورسره و لږ دروازې خواته بینوبته مخته شوه ، همدې لیوني ورته پښه بنده کړه او پر مځکې ېې وغورزوله! ټولو خلکو پرې لعنت وویلې ؛ ما ورته ویلې شرمیږې نه هغه دې دمور پر ځای ده!؟ .. یو بل پولیس ډوله وسله وال مینځ کې راغی ؛ما ورته ویل دا لیونی څوک دی؟ ، ویلې دا شفتالو ګل نومیږي او د سیاف کس دی. دا پولیس د حاجي قدیر له واکمنې ډلې و!!؟. افسوس.

څو ورځې مخکې مو په ټولیزه میډیا کې د سپین بولدک د غمیزو ڼنداره وکړه ؛ خدای شته د بلجیم پي ټي ایم ملګرو سره مو وژړل!!!

پنجابی اسټبلشمڼټ ، چې د نړیوال پان اسلام آبادیزم ډڼډورې غږوي او پر پښتونخوا او بلوڅخوا نیم افغان وطن ېې خیټه اچولې پر کرغیړنه کرښه ېې اغزن تارونه او دروازې لګولي ؛ بد ترین ېې دا چې ځينې جیره خوارهء، سپینسترګي او مړ سترګي غلامان او ملیشه ، اجڼټان ، فوجیان او میجران خاصتن د انټر سرویس جاسوسان ېې د بیسواده ، کم اصلو قبیلو څخه په مردارو کلدارو اخیستی ؛ ا د ځینو ملګرو خبره ګل خاینان!! له یوې خوا پر افغانی/پښتنو پتمنو لاس پوته کوي، سپورې خبرې ورته کوي ، وهل ټکول ؛ او کوټو کې تالاشئ! کول ؛ له بلې خوا د افغاني محصولاتو پر مخ دروازې تړل ؛مګر خپل مردار ګل شالي، پاپړ؛ کهلونې او بې ارزښته جعلي دواګانې او داسې نور ګند او ... آزاد افغان وطن ته راڼنباسی آن تر منځنۍ ایشیا ېې مفت کالذی تیرول غواړي او نور فاروړد پالیسی.

دلته زما فکر هغو نارینه وو ته چې سپین بولدک کې(او یا بله دروازه کې ...) د خپلو زنانه وو سره چټلستان ته روان وي او همدارنګه د نوي امارت غیرتیان! څنګه ورته ګوري او یا خپل پڼډکيو په سوچ کې وي یا ګڼډو!!! ؛ مګر  د ناموس مساءله ېې هیره شوې وي .

که رښتیا چا د پښتنې شودې رودلې وي او اصل حلالي وي؛ لکه تش په نامه پوکسټیڼیانو هرامجادې نه وي؛

د ښځې، خاورې، پت او عزت (نوامیسو) باندې سرونه جار کړئ ؛ که نه بې له هغې هم پنجابی اسټبلشمڼټ ، انګریز او هرمونی یی امریکونیان، عیاشیون اعراب او لوطي دو ست...یان او نور شیطانی مثلثونه د پښتنو په ورکه پسې دي ؛ آسمانی او طبیعي آفتونه یی لا پری اضافګي!؛د تش په نامه پیرانو له شرکي نکبته وروستنۍ زلزلې...

دعآء::خدای سبحانه او تعالا دې زمونږ ولس ته د انسانیت، افغانیت او اسلامیت زرینو کرښو او ملي نوامیسو د عمل توفیق راکړي.آمین