وروسته له لس كلو زيار د جرمني ژبې د اسانې زده كړې كتاب له چاپه راووت. د كتاب نوم دى: (د جرمني ژبې اسانه زده كړه، له اساساتو نه تر ادبياتو پورې).  دا كتاب په ډېر ښايسته ډيزاين او په ډېر ښه صحافت په رنګه ډول د ډاكټر اكرم ملكزي له خوا ليكل شوېدى. ډېر مهم ټكي په سور رنګ ليكل شويدي، په سور رنګ د ليكلو ګټه دا ده چې دا مهم ټكي د لوستونكي سترګو ته ځاى په ځاى وربريښي او دى ورته ډېر ژر متوجه كيږي.  د ليكوال په نظر د دې كتاب په مرسته هر افغان كوى شي چې بې له كوم ښوونكي په اسانه ډول جرمني ژبه زده كړي.

 د زده كړې اسانتيا په دې كتاب كې په څه كې ده؟

اسانتيا يې په دې كې ده چې ليكوال لومړى د جرمني ګرامر په دوه سوه  (200)مخو كې وليكو او لوستونكو ته يې وړاندې كړو. لوستونكو ورته ځواب وركړو چې زده كړه ورنه په دومره خلاصه ډول نشي كېدى ځكه چې د جرمني ګرامر ډېر مغلق دى او پوهېدل پرې ډېر ګران دى. ليكوال د ګرامر برخه لږ څه اسانه كړه چې كتاب څلور سوه  (400)مخو ته ورسېد. لوستونكو بيا ځواب وركړو چې اوس هم لا زده كړه ورڅخه ستونځمنه ده. ليكوال ګرامر لاپسې اسانه كړو چې كتاب شپږسوه  (600) مخو ته ورسېد. د لوستونكو ځواب دا وو چې اوس ګرامر تر ډېره حده اسان شوېدى، خو لږ څه نور اسانولو ته يې اړتيا شته. ليكوال په كتاب كې څه باندې دوه سوه (200) مخه نور ورزيات كړل چې كتاب اته سوه او شل (820) مخو ته ورسېد. د لوستونكو غبرګون دا وو چې اوس نو د جرمني ژبې ګرامر دومره په ساده ژبه تشريح شوېدى چې كه څوك په دې اسانه ژبه نپوهيږي، نو هغوى ته دې خداى جرمني ژبه وروښايي. نو په دې ډول له دې كتاب نه د جرمني ژبې د زده كړې اسانتيا لوستونكو پخپله تصديق كړه.

د دې كتاب او د نورو كتابو توپير په څه كې دى؟

په دې كتاب كې له يو بې ساري نوښت نه كار اخيستل شوېدى او هغه دا دى چې مخكې له دې نه چې د جرمني ګرامر تشريح شي، په ځينو مبحثونو كې د ګرامر د مبحث په پېل كې د پښتو يو مشهور شعر يا يو متل ليكل شوېدى. د شعر يا د متل له لارې ليكوال لومړى د پښتو ګرامر راسپړي او لوستونكو ته د پښتو ګرامر واضح كوي. كله چې لوستونكي د پښتو ګرامر په مطلب ورسېدل، نو بيا په كراره كراره د جرمني ګرامر ته لار لټول كيږي. كله چې د جرمني ګرامر له ډېرو مثالونو سره ښه تشريح شو، نو بيا په لاندې برخه كې يې تمرينونه راځي. د تمرينونو لاندې بيا د تمرينونو ځواب ليكل شوېدى. په دې ډول لوستونكى ځان پخپله كنټرولولى شي چې ګرامر يې ښه زده شوېدى او كه نه. 

كله چې د يو چا د جرمني ژبې اساسات زده شول، نو بيا له هغې نه وروسته د زده كړې سويه مخ په لوړېدو ځي، چې په پاى كې ادبياتو ته مخ اړول كيږي.

د كتاب په پاى كې افغانانو ته د جرمني ژبې ستونځي او تېروتنې په يو جدول كې ليكل شوېدي چې ليكوال په جرمني كې د خپل د ژوندانه په اته څولېښت (48) كلونو په خپلو غوږو اورېدلي او پخپلو سترګو يې ليدلي دي. د جدول په كيڼ اړخ كې د جملې صحيح ډول او په ښي اړخ كې تېروتنې ليكل شوېدي. 

په دې چې جرمنيان هم پخپله ژبه كې تېروتنې كوي، نو د افغانانو له تېروتنو نه وروسته د جرمنيانو تېروتنې هم په يو جدول كې ليكل شويدي. د جدول لاندې بيا ليكل شويدي چې د جرمنيانو تېروتنې له كومه ځايه منشا اخلي او صحيح ډول يې څه شان دى.

كه چېرته يو څوك دا كتاب قدم په قدم تر پايه پورې ولولي او تمرينونه يې تر پايه پورې په صحيح ډول حل كړي، نو د ده د جرمني ژبې سويه به له عادي جرمنيانو له سويې نه ډېره لوړه وي.

د دې كتاب خپروندى په جرمني كې د جرمني ژبې ټولنه ده چې نوم يې دى.

(Verein Deutsche Sprache)

د دې كتاب د كره كتنې لپاره د دې ټولنې له خوا د جرمني او پښتو ژبپوهان ګمارل شوي وو. له كره كتنې نه وروسته بيا دا كتاب يو ژبنې علمي مطبعې ته ورسپارل شو چې مطبعې د ژبې، د ډېزاين او صحافت كره كتنه وكړه. د مطبعې له كره كتنې نه وروسته بيا كتاب د چاپ لپاره چاپخانې ته ورولېږل شو. په دې چې د كتاب چاپ په جرمني كې شوېدى، نو د كتاب نرخ څلور اويا يورو(74,00 €)  دى. دا د كتاب تش د چاپ نرخ دى چې له دې نه نه د جرمني  ژبې ټولنې او نه ليكوال ته كومه ګټه رسيږي. د ګټې نه اخيستل د دې لپاره دى دواړو اړخو (د جرمني ژبې ټولنې او ليكوال) د دې لپاره وكړو، چې دواړه اړخه د پيسو ګتلو پسي نه ګرځي، بلكې د خپلو ژبو لپاره خدمت كوي. 

كتاب له دې ځايه په مستقيم ډول لاس ته راوړل كېدى شي:

IFB-Verlag

Schulze-Delitzsch-Straße 40

33100 Paderborn

Telefon: 05251 310602

E-Mail: info@ifb-verlag.de

ISBN: ISBN 978-3-949233-03-6

www.vds-ev.de/ifb-verlag


دا سې هم كېدى شي چې په ټولې اروپا كې د كتاب علاقمندان يو د كتاب پلورونكي ځاى ته د كتاب نوم او (ISBN 978-3-949233-03-6) شمېره وركړي، نو په يوه اونۍ كې ورته كتاب رسېدى شي. بل معلومات به دا وي: په دې چې د كتاب نرخ ډېر لوړ دى، نو علاقمندان كوى شي چې د يو دولتي يا د پوهنتون كتابتون (Staatsbibliothek, Universitätsbibliothek) له لارې په وړيا ډول دا كتاب راوغواړي او د مطالعې لپاره يې يو څو موده يې له ځانه سره وساتي.

په نظر كې نيول شوېدي چې دا كتاب به د دې كال تر پايه پورې په افغانستان كې چاپ شي چې بيه به يې ډېره ارزانه وي.