د ټول افغان لخوا خپرې شوې لیکنې


اوبه

اوبه د الله ج له سترو نعمتونو څخه دي، د هر ژوندي موجود ژوند په اوبو ولاړ دی، که ووایو اوبه ژوند دی بهتره به وي، ځکه د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو، حشراتو… لپاره خوراکي توکي هم اوبه برابروي، نو ځکه وایو، چې اوبه د ژوند سرچېنه ده، که چېرې اوبه نه وي ژوند نشته. زموږ هېواد د ډېرو نورو هېوادو په پرتله ډېرې خوږي او د څښلو اوبه لري، چې دا پر موږ د خدای ج لویه لوروینه ده، نو موږ هم باید شکر ادا کړو او په مصرف کې بې پروايي و نه کړو. دا چې زموږ زیاتره خوږې اوبه د غرو له چېنو، د

29.01.2024 نیاز محمد فیضي

(د افغانستان ستره ملي اجماع) یعنې څه؟

لنډه یادونه: د روان کال د جنوري د میاشتې په ۱۹- سمه نېټه مې د هیواد د ملي ستونځو د حل له پاره د ټولو افغاني ملي ځواکونو د اتحاد او ګډ عمل ته د رابللو په منظور یوه لیکنه د سوسیال ميډیا او انټرنيټي پاڼو له لوري نشر ته وسپارله چې د ډیرو سیاسي فعالینو لخوا د ښه استقبال تر څنګ ځینې نورو په دې اړه پوښتنې طرحه کړې دي. هیله من یم چې د دوستانو د ارزښتمنو پوښتنو په اړه به په فرصت سره د خبرو موقع ومومو. یوه فیسبوکي ملګري مې د فیسبوک په تبصرو او د سوالونو په سر کې نیغ په نیغه راته لیکلی چې د افغا

29.01.2024 نور محمد غفوري

رډې سترګې (لنډه کیسه)

 په دره کې توره لړه خوره وه، لېرې څه نه مالومېدل، اسمان وریځ و، ځمکه لنده وه، یو یو څاڅکي د سیند په غاړه وړې وړې څپې جوړولې، د اوبو تاوونه په دره کې ورکېدل، سپینو وړو مرغیو په لویو تېږو لکۍ ښورولې، د الوتونکو او سیند شور د درې چوپتیا ماتوله، د کورونو له بامونو لوږي پورته کېدل.یو سپی، چې ژبه یې راباسلې وه، د کلي له ماشومانو یې منډې وهلې، د لویې برجورې کلا دروازه وټکېده،  هلک دروازه خلاصه کړه او سړي ته یې لاس ورکړه، له خبرو وروسته، د یوې لویې کوټې په لور روان شول، د کوټې له دروازې ګڼ سپین ږ

25.01.2024 نیاز محمد فیضي

ولې امريکا او برتانيا پر يمن حمله پیل کړې؟

له هرڅه لومړی به يو څو کرښې د يمن په اړه وغږېږو : يمن په اوس مهال کې د دوو دولتونو درلونکی دی  چې د يمن شمالي او جنوبي برخې تر کنترول لاندې لري ، د دواړو دولتونو نومونه د يمن جمهوري دولت دی او د دواړو بيرغ هم يو ډول دی، د صنعا دولت حوثيانو په لاس کې دی چې ددې هېواد شمالي برخې په واک کې لري، او عدن چې د هېواد جنوب کې دی د حوثيانو د مخالفينو  په لاس کې دی چې د ملګرو ملتونو لخوا هم په رسميت پېژندل شوی دی. د دواړو دولتونو  جګړه د يمن په سراسري کنترول باندې روانه ده خو اوس په يوه اوربند باندې سره

25.01.2024 محمدسليم سليمان

معلوماتي خونديتوب (اېنفارمېشن سيکورټي) 

معلوماتي خونديتوب يا اطلاعاتي خوندیتوب (Information security) چې دInfoS   په لنډ نوم هم يادېږي  په انټرنېټي پلېټ فارم او يا فزيکي چوکاټ کې د اطلاعاتو د تخريب،غلا کېدلو، مختل کېدلو او نورو... ګواښونو حد اقل ته د راکمولو لپاره د اطلاعاتو د ساتنې لارو چارو ته ویل کېږي.  يانې د اطلاعاتو په مقابل کې د ګواښونو د مقابلې هغه څانګه  ده چې د معلوماتو د غیرمجاز، نامناسبې لاسوهنې، غیرقانوني استفادې، افشاکولو، مختل کولو، له منځه وړلو، فساد، اصلاح، څېړنې، ثبت یا د هغو د ارزښت له راکمولو څخه مخنیوی

20.01.2024 حميدالله بسيا

بي پښتو پښتانه هېڅ، ورک او سپک دي

ژبه نه یوازې د پوهولو او پوهیدلو وسیله ده، بلکه ژبه د قومونو، ملتونو، امتونو، تمدنونو، اقتصادي قطبونو، سیاسي بلاکونو او امنیتي نظمونو د تعریف، وجود او رامنځته کېدلو بنسټیز ماهیت ده. د ژبې دومره پراخ، هراړخیزه او څو اړخیزه ارزښت ته په پام سره او داچې افغانستان د تیر تاریخ تر دا نږدي پرون پورې د بهرنیو یرغلونو، تاړاکونو او نږدي درې پیړۍ مخامخ استخباراتي ټکرونو پر ویرجن او تراژیدیک انارشیزم کې د ماتېدو پر دریځ درولي وو، د ټولو ناخوالو او نادودو سره سره د افغانستان د فرهنګي بنسټونو د تحری

20.01.2024 قاضي نجیب الله جامع

راځئ چې ټول په واحد چتر کې راټول شو!

دا ډیره موده کیږي چې وطنپال افغانان په انټرنیټي ګروپونو کې سره راټولیږی او غواړي چې له کړکیچن حالت څخه د د ګران هیواد په خلاصون او د ولس د ژوند په سمون کې برخه واخلي، خو په تأسف سره چې ډیر لا په دې چاره کې بریالی نه دي. د مختلفو ګروپونو جوړول افغانان تر واحد چتر لاندې راوړو پر ځای په وړو وړو ګروپونو ویشي. ددې اړتیا ده چې عملاً د سراسری واحد آدرس او د هیواد په کچه د ملی سترې اجماع د جوړولو کار له یوه ځایه پیل شي.    زموږ جنګ ځپلی او وروسته ساتل شوی هېواد- ګران افغانستان، د تاریخ په اوږ

20.01.2024 نور محمد غفوری

منظور پښتین او محکومو افغانانو ته څه ډول مبارزه پکار ده؟

منظور پښتین د خپل فقیرانه شخصیت او سوله ایزې مبارزې له امله د ځوان نسل په منځ کې بې ساری محبوبیت ګټلی دی. اوس چې له ټولو حقوقي او قانوني موازینو پرته د پاکستان د واکمنو له لوري نیول شوی دی، په وړاندې یې د همدردۍ څپه لا چټکه شوې او ځینې ځوانان دې نتیجې ته رسیدلي دي، چې د منظور سوله ایزه مبارزه د حل یوازنۍ لار نه ده، باید نظامي او چریکي بدیل ورسره مل شي.  آیا دا وړاندیز عملي دی که احساساتي؟ پدې لیکنه به د نورو محکومو قومونو او اقلیتونو د حالت په پام کې نیولو سره د منظور پښتین او محکومو

31.12.2023 محمد ابراهیم شینواری

په متن کې د هاروارډ سیستم د حوالې یا ریفرنس لیکلو لارې چارې

په فیسبوک کې مې د حوالې یا ریفرنس په اړه یوه لیکنه ولوسته، بیا مې یې د کمنټونو په برخه کې د مختلفو لیکوالانو نظریات ولوستل؛ خو هلته ځینې ملګرو مختلفې طریقې سره مکس کړې وې. له دې امله غواړم چې په دې اړه لنډ مالومات ولیکم؛ ځکه د حوالې یا ریفرنس په برخه کې د هاروارډ، اکسفورډ، ایم اېل اې، اې پي اې او  شیکاګو په شمول نور سیستمونه هم کارول کیږي، چې مشهور یې همدا دي.  له پورته لېست څخه په متن کې د هاروارډ د سیستم او طریقو په اړه دا مقاله لیکم؛ ځکه دا سیستم زیات کارول کیږي او په افغانستان کې

31.12.2023 عزت‌الله ادیب

مولانا جلال الدین بلخي رومي

کله چې زه د کابل د حبيبيې لېسې متعلم وم، نو په دوولسم صنف کې مو د دري معلم ښاغلی يار محمد خان وو. ښاغلي يار محمد خان به په پښتو کله کله ملنډې هم وهلې، چې يوه ورځ يې داسې اپلتې وويشتلې: در پشتو روزمره لغات نو مېسازند. رادیو را ژغډبلی مېګويند، قلم را علمسوټی و رُباب را شرنګسوټی و موټر سايکل را هم ټپ ټپی! با وضعه کردن سوفيکس «تون» چندين لغت ساخته اند، مانند روغتون، پوهنتون، روزنتون، پالنتون و برای کناراب هم لغت غولتون را استفاده میکنند، اما برای تخته پاک لغت ندارند! د ښاغلي يار محمد خان

27.03.2023 ډاکټر لمر

د فوټبال نړيوالې اتلولۍ او له هغو څخه د سياسي استفادې هڅې!

د فوټبال نړيوالې اتلولۍ دوه ويشتمه دوره لوبې چې د همدې نومبر له ۲۱ مې څخه د دسمبر تر ۱۸ مې پورې په قطر کې ترسره کېږي ، د نارينه وو د فوټبال هغه اتلولۍ دي چې هر ۴ کاله وروسته يو ځل د  فوټبال د نړيوال فيډرېشن (فيفا) Fédération internationale de Football Association د غړو هېوادونو لخوا ترسره کېږي.  دا لومړی ځل دی چې ددې لوبو کوربتوب منځنی ختيځ او يو عربي هېواد پرغاړه لري. او همدارنګه له ۲۰۰۲ ميلادي کال څخه را وروسته دا دويم ځل دی چې د اسيا په لويه وچه کې د فوټبال نړيوالې اتلولي ترسره کېږي او سرب

13.11.2022 محمد سليم سليمان

په نړۍ کې د لوږې توپان !

د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د نړيوال پروګرام (WFP) د تازه راپور له مخې هر شپه شاوخوا ۸۲۸ ميليونه کسان په نړۍ کې وږي کېږي او په نړۍ کې شاوخوا ۳۴۵ميليونه کسان د خوړو د خونديتوب food security له جدي ګواښ سره مخ دي؛ يانې په دې مانا چې دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره لاس وګرېوان دي. دا شمېره د ۲۰۲۲ کال يانې همدې کال په پيل کې ۲۸۲ ميليونه وه. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي که ددې لوږې مخه ونه نيول شي هغه لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي چې ددې څو کلونو په او

13.11.2022 محمد سليم سليمان

اوښکې

هغه خپلې عينکې جېب ته واچولې, له دفتره را ووت, د کيڼ لاس کوټې ته ورننوت, ځوانه ډاکټره ښځه د احترام له پاره ورته ولاړه شوه, په غوسه يې ورته وويل, نن اوومه ورځ ده, تا د هو او نه جواب ماته نه دی راکړی, که خوښه دي نه وي هم ووايه او که..... ځوانې ډاکټرې يې خبره ورپرې کړه, ښه سمه ده, ارشد صاحب! زه به ستا دغه غوښتنه ومنم, خو ته به ماته ليکلې راکوې چې ته تر کومه دلې وې, زما تبديلي به نه کوې. ارشد په خندا کې ورته وويل: ته بې غمه شه, زما په موجودګې کې به د چا پلار هم دا جرات و نه کړي چې

15.10.2022 عابد لويال

ولې سعودي نه غواړي تر دې زيات د امريکا  د امر تابع واوسي؟!

(د سياسي علومو  د دوکتورا د څانګې د وروستي کال محصل) سعودي عربستان کم له کمه دمګړۍ نه غواړي تر دې زيات د امریکا او په ځانګړي ډول د بايډن ادارې ته د چاپلوسي په اراده تر دې لا نور ټيټ او په خاپوړو شي او په خپل وروستي اقدام یې چې د OPIC+ هېوادونو په چوکاټ کې یې ترسره کړ نړيوال بازار ته د تېلو د عرضه کولو اندازه يې په ورځني ډول ۲ میليونه بوشکې راکمه کړه چې دې تصميم په نړيوال بازار او په ځانګړي ډول د امريکا په متحده ايالاتو کې د نفتو د بيو د لا نورو لوړېدلو لامل شول او دا چاره د بايډن په ا

15.10.2022 محمد سليم سليمان

ظواهري، زموږ تاوان، او معقول دليل

د القاعده مشر ايمن الظواهري، د دې تحريک دويم مشر و، بنسټګر يې اسامه بن لادن، او دويم يې ايمن الظواهري چې کابل کې یې د وژل کېدو ادعا کېږي، دا تحریک کټ مټ د طالبانو د تحريک پړاو ته رسېدلی دی، بنسټګر يې ملا محمد عمر مجاهد او بيا يې ملا اختر محمد منصور مشر وټاکل شو، چې د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې په نښه شو، کټ مټ د ظواهري په څېر.اوس به د القاعده درېيم مشر مخ ته راځي، لکه شيخ هبة الله اخوندزاده چې د طالبانو د تحريک درېيم مشر دی.امريکا سهار وختي مهال د کابل ښار خورا حساسه سیمه شي

11.09.2022 محمد اسماعیل عندليب

سر له ناموس څخه جار او مال له سره جار

پښتانه/افغانان پخپل ویاړلي کلتور او تاریخ(پیښلیک) کې د ناموس او یا ملي نوامیسو په نوم یو دروند نوم لري چې د هر چا شخصي پت ،عزت ، د کورنۍ غړو په ځانګړې ډول د ښځمنو له هر ډول تحقیرولو ، ځورولو او لاس پورته کولو پر وړاندې دفاع کول دي ؛همدارنګه د کور کهول، پولې پټي ، قامي مسایلو ، وطن او هیواد ... او د اسلام دین  څخه دفاع آن که د سر په بیعه هم و او وي . زمونږ غور نیکونو او پلرونو دا ویاړ تر ډیره ساتلی او عملي کړی و چې له همدې څخه پورتنی متل یا زرینه کرښه (مال له سره او سر له ناموسه جار!)

10.07.2022 ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

اشرف غني يو ناکام سياستوال، يو علت

سياست ډېره پېچلې لوبه ده، هم ورننوتل سخت دي، او هم ترې وتل، په سياست کې له ښکېلتيا نيولې، بيا د سياست تر خوشې کولو پورې موده يې تر ټولو ستونزمنه ده، د پښتونخوا يو مخکښ سياستوال ولي خان هغه وخت ارام وموند، کله يې چې له سياست څخه پر ژمنه د وفا کولو په پايله کې څنډې ته شو. افغانستان هم خصوصاً وروستيو څلور نيمو لسيزو کې د ډول ډول سياستوالو شاهد و، اوس څوک د ظاهر شاه سندرې وايي، څوک په داودشاه مين دي، څوک ډاکټر نجيب اتل بولي، څوک بيا مسعود، حکمتيار او ځينې بيا ملا محمد عمر يا شیخ هبة الله

10.07.2022 محمد اسماعیل عندليب

ولې اوکرايني کډوال په اروپا کې په ناورين بدلېږي؟!

له دويم جهاني جنګ را وروسته نړۍ تر بل هر وخت نن سبا د جګړې د پاڼ پر ژۍ ولاړه ده او د مهاجرت ،خوړو، قيمتي ، انسانانو ته د ورپېښو د ژوند مشکلاتو ساري یې په دې څو لسيزو کې نه ليدل کېږي، دنيا کله هم د تېرو اويا کلونو په جريان کې داسې بد حالت ته نه وه رسېدلې ، د تېرې فبروري راهیسې چې د روسيې او اوکراین شخړه پيل شوې ده دا ستونزې تر بل هر وخت لا پسې ډېرې شوې دي او د مهاجرت په برخه کې  تر اوسه (د جون تر پای پورې) ۵ نيم ميليونه اوکراينيان له خپل هېواد (اوکراین) څخه وتلي دي، چې زياته برخه يې پولېنډ ته

10.07.2022 محمد سليم سليمان

د سکې بل اړخ: د روسیې او اوکراين ترمنځ د جنګ ګټه چاته ځي؟

سره له دې چې د روسيې او اوکراین تر منځ روانه جګړه چې په فبروري کې پيل شوې ده تر اوسه يې لا د پای نقطه نه معلومېږي او نه هم داسې څرکونه شته چې دومره ژر دې پای ته ورسېږي. البته ددې جګړې بل اړخ ته که وګورو د اوکراين په شاوخوا د ناټو او امريکا په شان هېوادونه راڅرخي چې غواړي روسيه په اوکراين کې کمزورې او له نظامي ،سیاسي او اقتصادي پلوه یې وځپي او په خپل ټول توان کوشش کوي او له هر ډول تاکتيکونو کار اخلي چې دا جګړه پسې اوږده او پراخه شي او خپل دا تاريخي سيال د تاريخ په دې حساسه شېبه کې را ايسار کړي

19.06.2022 محمد سليم سليمان

له لوږې سره مخامخ نړۍ!

د اوکراين او روسيې د جګړې له پيل راهیسې چې په فبروري کې شروع شوې  نړۍ ته د يو پر درېيمه برخه د ضرورت وړ غنمو  صادرېدل بند شوي دي او د ملګرو ملتونو ادارې د راپور له مخې ددې هېوادونو د  بندرونو بندېدل او له روسیې، بلاروس او اوکراين څخه نورو هېوادونو ته د صادراتو بندښت د غنمو، غوړيو، سون توکو او کيمياوي سرې کمښت په نړۍ کې په بې ساري ډول رامنځته کړی دی چې له امله  یې  په ميليونونو کسان  له سختې لوږې سره مخامخ دي چې کلونه کلونه به ددې لوږې اغېزو  په نړۍ سيوری غوړولی وي . د نړۍ په زياتره هې

19.06.2022 محمد سليم سليمان

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more