د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د نړيوال پروګرام (WFP) د تازه راپور له مخې هر شپه شاوخوا ۸۲۸ ميليونه کسان په نړۍ کې وږي کېږي او په نړۍ کې شاوخوا ۳۴۵ميليونه کسان د خوړو د خونديتوب food security له جدي ګواښ سره مخ دي؛ يانې په دې مانا چې دا شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره لاس وګرېوان دي. دا شمېره د ۲۰۲۲ کال يانې همدې کال په پيل کې ۲۸۲ ميليونه وه. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي که ددې لوږې مخه ونه نيول شي هغه لاسته راوړنې به په اوبو لاهو شي چې ددې څو کلونو په اوږدو کې ورته رسېدلي يوو او يو زيات شمېر انسانان به په نړۍ کې خصوصا )په افريقا او اسيا کې( د لوږې له امله تلف شي.

د ملګرو ملتونو ادارې  یوازې په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۵۳ ميلیونه وګړو د لوږې د اور د مخنيوي لپاره ۲۲ ميليارده ډالرو مرستې ته اړتيا لرله خو اوس چې دا شمېره لوړه شوې ده نو د ضرورت پيسو او موجوده لوږې تر منځ واټن هم خورا پراخ شوی دی او تر دې ډېرې مرستې ته اړتيا ده.

 موجوده نړيواله لوږه د منځنۍ امريکا د هايټي هېواد له پولو را پيل د منځنۍ افريقا هېواد تر پولو، جنوبي سوډان او په اسيا کې تر يمن ، سوريې او افغانستان پورې یې زورورې څپې را رسېږي چې پکې په لسګونو ميليونه انسانان له سختې لوږې سره لاس و ګريوان دي. چې پکې يوازې د افغانستان ۴۰ فيصده وګړي  د خوړو د خونديتوب له جدي ګواښ سره مخامخ دي او که یې غم ونه خوړل شي ښایي شديد بحران رامنځته شي.

 د کرونا وايروس پر مرګونې تېرې شوې څپې سربېره ددې نړيوال بحران يو لامل د روسيې او اوکراين تر منځ وروستۍ شخړه  او  د روسيې او اوکراين له بندرونو څخه د غلو دانو نه صادرېدل ګڼل کېږي.  د روسيې ، بلاروس او اوکراين هېوادونه چې د نړۍ د اړتیا وړ غلې دانې توليدوي ، د افريقا او اسيا شپږدېرش هېوادونه چې زياتره یې بې وزله هېوادونه دي د خپل د ضرورت وړ غلې له نيمايي زياته برخه له  له روسيې او اوکراين څخه واردوي. خو  لويديځ (ناټو او امريکا) په سياسي استفادې او اقتصادي بنديزونو  د روان کال په لومړنيو مياشتو کې د روسيې پر صادراتو بنديز ولګاوه او نړۍ يې د لوږې د بحران طرف ته يوګام نوره هم ورټېل وهله. خو له ښه مرغه وروسته له هغه چې د تېر جولایی په ۲۲ مه د ملګرو ملتونو او ترکيې په هلوځلو، منځګړتوب او نظارت روسيې او اوکراين تر منځ يو تړون لاسليک شو او په پايله کې یې غلو دانو او سرې ته اجازه ورکړل شوه چې د روسیې او اوکراين له بندرونو دې نړۍ ته صادر شي يو ښه مثبت زېریشو او د اکتوبر تر پای پورې شاوخوا ۹ نيم میليونه ټنه غلې دانې د يادو هېوادونو له بندرونو نړۍ ته صادرې شوې خو  د اکتوبر په دېرشمه نېټه وروسته له هغه چې اوکرايني بې پيلوټه الوتکو د سواستوپل په اوبو کې کې د روسيې په غيرنظامي او سوداګريزو کښتيو حمله وکړه روسيې د اوکراين له بندرونو څخه په صادرېدونکو غله جاتو بنديز ولګاوه. او دا یې له تړون څخه د اوکراین سرغړونه وبلله.

خو بيا هم د ترکيې په فعال ګډون او هڅو  روسيې له اوکراین څخه لیکلي تضمینونه واخيستل ترڅو د ورته پیښو د بیا تکرار مخه ونیسي، او د "غنمو د صادرولو" بهير بیا پیل شو.

خو سره له دې چې د غلو دانو دا صادرات پیل شوي بيا یې هم د ايکسپورټ غټه پيمانه یانې ۳۵ فيصده اروپايي اتحاديې او يوازې ۳ تر ۵ فيصده یې غريبو او اړمنو هېوادونو ته انتقالېږي. يانې له ۹ نيم ميليونه ټنو غلو دانو څخه یې ۶اشاريه ۱۵ ميلیونه ټنه اروپايي اتحاديې او ترکيې ګرځولي او پاتې يې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ رښتوني هېوادونو ته رسېدلي دي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې چې په غلو دانو بار لومړنۍ کښتۍ د افريقا سواحلو ته ورسېدې اوس په دې لويه وچه کې د خوړو سخت بحراني وضعيت اوس لږ يو څه راښه شوی دی او د بې وزلو هېوادونو لپاره په دې  وروستيو کې مثبت او ښه زېری دا و چې د روسیې د کرنې وزير ديميتري پاتروشيف اعلان وکړ چې ۵۰۰ زره ټنه غنم به په راتلونکو ۴ مياشتو کې د نړۍ غريبو هېوادونو ته وړيا ولېږي او د نړۍ کې به د لوږې ستونزه يو څه نوره هم راکمه کړي خو په هر حال دا دنړيوالې لوږې پای نه دی لا نورو ډېرو نړيوالو مرستو او کوششونو ته اړتيا ده چې نړۍ له دې روان غذايي ناورين څخه وژغوري.

او که خدای ناخواسته ددې لوږې مخه ونه نيول شي په راتلونکو مياشتو کې به له هرو پنځو افريقايانو يو له لوږې کړېږي،  لس ميليونه ماشومان به بيخي د خوړو له نشتون له امله تلف شي ، او د غذايي مصونيت د نه درلودونکو انسانانو  شمېر به له ۴۰۰ ميلیونه کسانو څخه واوړي ، نن سبا د غنمو بيه لوړې کچې ته ختلې ده او هر ټن په ۳۶۰ ډالره په نړيوال بازار کې پلورل کېږي او ممکن تر ۵۰۰ او ان ۷۰۰ ډالرو پورې يو ټن ته ورسېږي د ډوډۍ بيه په عراق، افغانستان، تونس او نورو غريبو هېوادونو کې بې اندازې لوړه شوې ده او د لومړنيو موادو د نشتون له امله ډېرې هغه کارخانې چې په غنمو چلېږي او هغه توکي چې غنم وراضافه کېږي بند شوي دي او په ګڼشمېر کې خلک چې په دې کاروبارونو بوخت و وزګار او بېکاره شوي دي.