په يوه جغرافيايي محدوده کې د يوې ټولنې د دولتي ادارې مسؤليت دی، چې خلکو ته د با کيفيته ژوند چاپېر برابر کړي، هر اړخيز ټولنيز خدمات وړاندي کړي، چې اتباع يې هوسا او صحي ژوند ولري او د فزيکي، روحي او پوهنيز ودې بشپړ امکانات ولري، چې د رواني، جسمي او ميکروبي ناروغيو مخنيوی وشي او د ناروغي په ترڅ کې د وړيا روغتيايي خدماتو روغتیايي بيمه ولري، چې د روغتيايي خدماتو د لګښتونو، د لوړ کيفيت، مصؤن او صحي ژوند تضمين يې وشي او په صحي چاپيريال کې ژوند وکړي.
يو شمېر افغانان داسې انګېري، چې په افغانستان کې د ژوند پورتنۍ غوښتنې ټولې تضمين شوي دي او ګواکې روغتيايي خدمات په افغانستان کې وړيا دي، خو ټولو ته څرګنده ده، چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه روغتيايي خدمات د شخصي کلينيکونو او روغتونونو لخوا تر سره کېږي او پاتې ۲۰ سلنه کې په دولتي کلينيکونو او روغتونونو کې روغتيايي خدمات خلکو ته وړاندې کېږي، مګر دا هم جوته ده، چې د ناروغ فاميل اړ دی، چې درمل، سيروم او د سيروم د تزريق سیستم، د ادرارو نلکۍ (Urine-catheter)، د ټپونو د پانسمان توکي، د عمليات ځيني څيزونه او داسې نور بايد پخپله په پیسو واخلي، چې په افغانستان کې په دولتي کلینيکونو او روغتونونو کې هم يو معمول کار دی. يو شمېر ناروغان د خپلې تداوي لپاره بهرنيو ملکونو ته ځي، چې هلته هم د تداوي ټول لګښتونه پخپله پرې کوي.
له بده مرغه په دولتي سېکتور کې ليه هم د اعليحضرت محمد ظاهر شاه او شهيد سردار محمد داودخان په واکمنيو کې جوړشويو کلینيکونو او روغتونونو کې د خلکو تداوي تر سره کېږي، چې کله نا کله دغه درملنه نيمګړې او له مخاطرو سره غبرګه وي او د هغه مهال ټول تعميرات وراسته او زاړه شوي دي، ځکه نو په افغانستان کې روغتيايي سیستم ته بايد په جدي توګه پاملرنه وشي.
نن سبا د افغانستان نفوس له ۴۳ ميليونه اوښتی دی او تر (۴۳۳۷۲۹۰۲) اټکل کېږي، چې روغتيايي خدمات ۸۰ سلنه په شخصي روغتونونو کې وړاندې کېږي، چې افغان ملت يې له ډېرو ګواښونو سره مخامخ کړی دی، يو شمېر بېوزلي افغانان پرته له تداوي په کورونو کې مري، ځکه د روغتيايي خدماتو د لوړو لګښتونو وسه نه لري او د درملنې لپاره ډاکټر ته مراجعه نه کوي او يو شمېر نور بيا د بې وسي له کبله خپله تداوي د ډاکټر له سپارښت سره سمه تر پايه نه تر سره کوي.
په افغانستان کې د توبرکولوز پېښې ۱۵ سلنه وګړيو کې تشخيص شوې دي، خو په اطرافو کې خلک د متداومې درملنې، د ايزولېشن، سم خوراک وسه نه لري، نو درمل نيمګړي اخلي، چې د انتيبيوتيک په مقابل کې د رېزستنت پېښې او د توبرکولوز مخاطره په اتباعو کې لوړوي، چې دغه حالت له ډېرو لګښتونو سره هم مل وي، نو د پاملرنې وړ ستونزه ده.
نن سبا په افغانستان کې ګڼشمېر د درملو فابريکې (کارخانې) جوړې شوې دي، په هلمند کې د درملو يو فابريکه په ۲۳۰ ميليونو افغانیو تأسيس شوې ده. په کابل کې د زعفران فارما د درملجوړولو فابريکه، چې تر ۴۵ قلمه ادويه جات توليدوي فعاليت کوي. په کندهار کې د مومند کلينيک هم د شاوخوا ۲۰۰ ميليونو ډالرو په لګښت څو کاله مخکې تأسيس شوی دی. د کابل په دهبوري کې د ښاغلي زمان ګُل د يورولوژي کلينک له څو لسیزو راپر دېخوا د خلکو درملنه او د يورولوژي عملياتونه تر سره کوي. د موسی وردګ کلينيک يې زوی ته په ميراث پاتې دی، نو د شخصي کلينيکونو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي او له خلکو سره د روغتيايي خدماتو د لګښتونو اندېښنې هم پياوړې کېږي.
افغانستان ۳۴ ولايتونه او تخمينأ ۶۵۰ ولسوالۍ لري، نو په دغه ټولو جفرافيوي او دولتي واحدونو کې روغتيايي خدمات يا نه شته او يا هم ډېر ابتدايي دي. په يو شمېر سيمو کې ملايان او يو شمېر کوډګر د خلکو درملنه کوي او عادي خلک، چې په کوم درملتون او يا شخصي کلينيک کې يې شاګردي کړي وي، نو په لرې پاتو سيمو کې د ډاکټر پېښې کوي او خلک له مخاطرې سره سم يا نا سم تداوي کوي. په شبرغان کې د سرې غميزې نه مخکې ۶ شخصي درملتونونه او يوه ډيپو فعاله وه، خو اوسمهال د درملتونونو شمېر له ۴۰ اوښتی دی او د دولتي ډيپو درک نه شته. روغتيايي مرستې په ملکي روغتون، د تفحصاتو، څارندويو او د استخباراتو په کلينيکونو کې خلکو ته وړاندې کېږي. زه د دغو ټولو پېښو ثبوت لرم او له ډېرو سره مخامخ شوی هم يم، ځکه بيا دې ته نغوته کوم، چې د افغانستان روغتيايي خدماتو ته په ځغرده پاملرنه وشي.
ټولو ته معلومه ده، چې په وروستيو ۵۰ کلونو کې افغانستان په جګړو کې ښکېل وو او د افغانستان اداري سکتور، تعليم او تربيې او روغتيايي خدماتو ته چندانې پاملرنه نه ده شوې، مګر نوره هم ټکني شوي دي. وروسته له سرې غميزې د ولايتونو تر منځ تګ را تګ له امنيتي ګواښونو سره مل وو، په ډېرو سيمو کې ګڼشمېر درملتونونه وتړل شول او له روغتونونو هم فني پرسونل وتښتېدو. په ۱۳۶۰ کال کې د سرپل ولايت سقوط وکړ او دولتي ټولې موسسې وسوځول شوې، مکتبونه او دولتي ادارې له منځه یووړل شوې او روغتيايي موسسې هم تری تام او چوروچپاول شوې. په همدغه کال د شبرغان نيم ښار هم د مجاهدينو لخوا وسوځول شو او د فارياب د درزاب ولسوالي هم سقوط شوه. په مزار شريف کې د قدوس کل او قوماندان زبيج اخوډب روان وو. په افغانستان کې دغه سيمې نسبي آرامې سيمې يادېدلې، مګر د افغانستان جنوب، شرق او غرب کې ټول اداري موسسات ليه د روسانو د يرغل په لومړي کال کې دړې وړې شوي ول.
په ۱۳۷۱ کال د کابل ورانېدل او د کابل د خلکو تباه کېدل ټولو افغانانو د شنې غميزې او کورنيو جنګونو په ترڅ کې وليدل. د کابل ټولې او منجمله روغتياي موسسې ونړېدلې او د هوسا انساني ژوند ته په ټول افغانستان کې د پای ټکی کېښودل شو، چې له بده مرغه د امريکايانو او لوېديزوالو له يرغل سره په شلو کلونو کې له ۳ تر ۴ تيرليونو ډالرو له لګولو سره هم د افغانستان د روغتيايي خدماتو سيستم و نه رغول شو، چې نن هم له ۸۰ سلنه ډېر خدمات شخصي کلينيکونه وړاندې کوي، چې يو شمېر بيا انګېرنه کوي، چې ګواکې هر څه اوسمهال مافيايي کرکتر خپل کړی دی.
روغتيايي سيستم فني خلکو ته ضرورت لري. روغتيايي خدمات په ټولو ملکونو کې په يوه کچه نه دي، خوپه روغتيايي خدماتو کې يو شمېر ستندردونه موجود دي، چې په دې برخه کې بايد هڅه وشي، چې خلک په بشپړه توګه د دغو ستندردنو په رڼا کې روغتيايي مرستې تر لاسه کړي او دې ته اړ نه شي چې پرديو ملکونو ته د تداوي لپاره ولاړ شي.
له افغانانو سره تل د روغتيايي لګښتونو وهم موجود دی، ځکه نه شي کولی د خپلې تداوي پيسې تيارې کړي، نو يا به خپل کور يا مځکه خرڅوي او يا به پيسې په پور اخلي، چې دا پخپله ګڼشمېر ټولنيز او کورني ګواښونه رامنځ ته کوي. تاسو ته به د افغانستان په پېښو کې يوه زړه بوږنونکې پېښه د دارلمجانين د ناروغانو په ياد وي، چې يو صاحبمنصب ګڼشمېر د دارلمجانين ناروغان له تېغه تېر کړي وو، چې سردار محمد داود خان وروسته خبر شوی وو او په دې اړه يې د څېړنو کميسيون جوړ کړی وو، خو د سرې غميزې له کودتا سره دغه پېښه ونه څېړل شوه او له هېره وايستل شو، نو افغانستان د کانترستونو مملکت دي، ځکه په هره برخه کې بايد په صداقت ګامونه پورته شي او پر دغه ملت زړه وسوځول شي.
آيا ټول ملکونه کولی شي په عامه توګه ټول روغتيايي خدمات په فني بڼه خلکو ته وړاندې کړي، طبيعي خبره ده چې نه! ځکه يو شمېر مملکتونه د روغتيايي چارو لپاره ښه فني پرسونل لري او ځانګړې بوديجه يې ورته اختصاص کړي وي او خلک يې روغتيايي بيمه لري او کلينيکونه او روغتونونه يې ښه مُجهز دي، مګر په نورو کې حتی ابتدايي روغتيايي خدمات هم نه شته.
داسې ویل کېږي، چې د هند ډاکټران د نورو په پرتله ښه دي، خو د هند طبيبان له پېړۍ راهيسې په سابقه شوروي، اوسنۍ روسيې، بېلاروسيې، قزاقستان او د شوروي نور سابقه جمهوريتونو او پخپله هند او غربي هېوادونو کې تحصيل کوي، خو زما په ګومان د هند طبابت هم د عامو خلکو لپاره کوم ځانکړی پروګرام نه لري او ډېر ضعيف ټکي لري، چې په دې اړه به د يوې پېښې معلومات وړاندې شي.
په ۲۰۱۲ م کال يو افغان، چې د (Inguinalhernia) تکليف يې درلودلو او په افغانستان کې يې ځواب ورکړی وو، چې دلته نه شي عمليات کېدلی، خو فاميل يې د تداوي لپاره هند ته بوولی وو. په ډهلي کې په هندي-امريکايي کومپلکس روغتون کې د (Inguinalhernia) عمليات يې ورته تر سره کړی وو. له عملياته ورسته بله ورځ يې مغزي سکته کړې وه، چې خبرې يې نه شوی کولی او ښی لاس او پښه يې فلج شوي وو.
د نا سمې ادارې، د درملنې د پورتوکولو له نه لرلو سره د مغزي سکتې تشخيص وروسته له څو ساعتونو شوی وو او د وينې د رقيقېدو درمل (Heparin) هم په روغتون کې نه ول، چې ډاکټر هم وروسته له څو ساعتونو روغتون ته راغلی وو، نو د هيپارين درمل ډېر وروسته ورکړل شوي وو، چې په دغه موده کې يې د مغزي سکتې اخطلاتات نور هم ژور شوي وو، چې د طبي پرسونل او ډاکټرانو بې غوري ته نغوته کوي. همدا ډول يې (CT&MRI) هم ډېر وروسته ورته کړي وو. وروسته له ۶ ساعتو يې ناروغ بيا عمليات کړی وو، چې د مغزو د دېکومپرېشن په اړوند يې (Leftcarniotomy) تر سره کړې وه، چې ناروغ بيا هم څو ځله عمليات شوی وو. د ناروغ درملنه په هند کې تر ۴ مياشتو اوږده شوې وه، چې وروسته له دغه مودې، هندي-امريکايي کومپلکس روغتون د ناروغ فاميل ته د ۳ لکو ډالرو چېک ورکړی وو، چې د روغتون بانکشمېرې ته يې ورترانسفر کړي.
د ناروغ دوسيه هغه مهال په نيدرلند کې د روغتيا کمپنۍ ته د تحقيق لپاره راواستول شوه. د ناروغ دوسيه وڅېړل شوه، چې د نيروسرجن، نيورولوژيست، د داخله متخصص او د رګونو د جراحي د متخصص لکيل شوی نظر او د روغتيا کمپنۍ حقوقي پرېکړه هندي-امريکايي کومپلکس روغتون ته واستول شوه، چې هندي روغتونه ته دا په ډاګه شوې وه، چې وروسته د (Inguinalherinia) له عملياته د ناروغ مغزي سکته د ډاکټرانو له بېغوري رامنځ ته شوې ده، ځکه وروسته له عملياته د ايمبولېزيشن د وقايع په اړه هېڅ تدابير نه و نيول شوي، د مغزي سکتې تشخيص ډېر وروسته تر سره شوی وو، د هيپارين درمل په روغتون کې موجود نه وو او وروسته له څوساعتونو ناروغ ته د ويني د رقيقېدو درمل ورکړل شوی وو، چې د درمل کچه هم په پام کې نه وه نيول شوې. څېړنو دا ښودلې ده، چې د مغزو د پراخ اينفرکشن (سکتې) په ترڅ کې د (Leftcarniotomy) تر سره کول ښه عاقبت (Prognosis) نه لري، ځکه نو مخکې له کرانيوتومي بايد د متخصصينو په يو کونسيليوم کې دغه حالت څېړل شوی وه او پرېکړه شوې وی، چې آيا دغه عملیات تر سره شي يا نه ؟ ځکه نو کېدلی شوی، چې د نورو عملياتونو او لګښتونو مخنيوی شوی وی.
وروسته له څلورو مياشتو د هندي روغتون تداوي نتيجه ورنه کړه او ناروغ له پراخې مغزي سکتې سره په فلج حالت کې بايد بيرته افغانستان ته انتقال شوی وی. هغه مهال په هند کې د افغانستان سفير ښاغلی ابدالي وو، چې له ښاغلي ابدالي سره د روغتيا د کمپني لخوا تليفوني خبرې وشوې، مګر ښاغلي ابدالې وويل، چې د افغانستان سفارت له دا ډول پېښو سره تجربه نه لري او افغانستان ته د ناروغ د انتقال کومه ځانګړې بوديجه هم نه لري.
غبرګ له هندي-امريکايي کومپلکس روغتون سره هم خبرې روانې وې. وروسته له حقوقي تضمينه، چې هندي-امريکايي کومپلکس روغتون به محکمې ته نه معرفي کېږي، نو هوکړه وشوه، چې امريکايي-هندي کومپلکس روغتون بايد د ناروغ ټول روغتيايي لګښتونه، افغانستان ته د ناروغ د انتقال او په الوتکه کې د مراقب ډاکټر د تګ او بېرته راتګ لګښتونه پرې کړي، چې په دې ډول ناروغ له هنده افغانستان ته انتقال شو. د ناروغ فاميل د هندي روغتون له قضايي مسؤلیت سره علاقه نه درلودله او د روغتون د محکمې غوښتونکي نه ول. له بده مرغه ناروغ وروسته له څو مياشتو له ډېرو کړاونو سره په حق ورسېد او په خپله پلرنې هضيره کې خاورو ته وسپار شو، انا لله و انا اليه راجعون، اروايې ښاده!
په نړۍ کې په پنځو لومړيو هېوادونوکې هغه ملکونه شمېرل کېږي، چې خپلو وګړو ته يې له ۹۰ سلنې ډېر روغتيايي خدمات تضمين کړي دي، چې هغه مملکتونه اروپايي ملکونه دي.
۱ – آندورا (Andorra)، چې تر ۹۵ ٪ روغتيايي خدمات يې تضمين کړي دي.
۲ – آيسلند (Iceland)، چې ۹۴تر ٪ روغتيايي خدمات يې تضمين کړي دي.
۳ – سويس (Switzerland)، چې تر ۹۲ ٪ روغتيايي خدمات يې تضمين کړي دي.
۴ – سويډن (Sweden)، چې تر ۹۰ ٪ روغتيايي خدمات يې تضمين کړي دي.
۵ – ناروې (Norway)، چې دغه ملک هم تر ۹۰ ٪ روغتيايي خدمات تضمين کړي دي.
په نيدرلند کې روغتيايي خدمات د ايويدنت بېس پر بنسټ تر سره کېږي. طبيبان يې ښه روزل کېږي او د نړۍ معاصرو علمي څېړنو ته د (Pub Med, Medline…) په چوکاټ که لاس رسي لري او ډاکټران يې د نړيوالو روغتيايي انجمنونو غړي دي، چې په نړيوال علمي ډګر کې د نيدرلند څېړنې ډېرې د پام وړ دي، چې له امريکا، کاناډا، آستراليا، انګليستان او يو شمېر نورو پرمختللو هېوادونو سره په علمي څېړنو کې په براخه پيمانه برخه اخلي. د نيدرلند متخصصين هم په ۶ کلني پروګرام کې په ټولو تخصصونو کې له ډېرې لوړې کچې سره فارغېږي. د عُمراوږدوالی په نيدرلند کې د نرانو لپاره ۸۳ او د ښځو لپاره ۸۴ کلونه دی، چې د جرمني ۸۱ کلونه او د انګليستان ۸۲ کلونه تخمين شوي دي، نو د نيدرلند خلک د نورو په پرتله اوږد عُمر کوي، مګر د ليختنشتين خلک تر ۸۷-۸۸ کلونو او د هسپانيا خلک تر ۸۷ کلونو پورې ژوند کوي، مګر طبابت يې له نيدرلند سره نه شي مقايسه کېدلی او له بل پلوه په نيدرلند کې تر ۱۵ سلنه خلک له نورو ملکونو ورمهاجر شوي دي، نو کېدی شي د عُمر په احصائيه يې تأثیر کړی وي.
په نړۍ کې د مړينو سبب په لوړه کچه د زړه او د رګونو د ناروغيو له کبله دی. په ڼيدرلند کې د (PTCA-Percutaneous transluminal coronary Angioplasty) تخنيک په ميتود د زړه د رګونو (Angioplasty) او (Stenting) تر سره کېږي او د (TAVI-Transcatheter Aortic Valve Implantation) يا د (TMVR-Transcatheter Mitral Valve Replacement) په تخنيک د زړه والونو تداوي په لوړه کچه تر سره کوي. په ڼيدرلند کې د زړه او صدري جراحي ۱۵ مرکزونه موجود دي، چې په کال کې تر ۲۰۰۰۰ د زړه او سږيو عملياتونه تر سره کوي. د اريتميا په برخه کې د (PVA-Pulmonary Vein Ablation) تخنيک پرته له مخاطرې په عامه توګه تر سره کېږي. بايد ياده شی، چې په دې کچه بل په هېڅ مملکت کې په عامه توګه روغتيايي خدمات نه وړاندې کېږي. امريکا او انګلیستان په څېړنيزه برخه کې پراخ لګښتونه کوي، مګر د نيدرلند څېړنې د لوړ اعتبار وړ دي. امريکا په لويو ښارونو کې لوی روغتيايي مراکز لري، مګر عام خلک يې يا بيمه نه لري او يا هم دغو مراکزو ته لاس رسي نه لري، خو په نيدرلند کې شاه او ګدا په يو روغتون کې تداوي کېږي.
د کيوبا د مملکت ګڼشمېر خلک د هغو غلامانو نوي پښتونه تشکيلوي، چې په ۱۸ او نولسمه پېړي کې له هند، سريلانکا، اندونيزيا او نورو آسيايي ملکونو څخه کيوبا، سوريناما، انتيليا او نرو وچو او ټاپوګانو ته راوړل شوي ول او د نيشکر په کښتوکر او د بورې په توليداتو بوخت ول، چې په ۱۸۴۱ کال یوازې په کيوبا کې تر ۴۳۰۰۰۰ غلامان يا مري اوسېدل.
د کيوبا په اړه ویل کېږي، چې د روغتيايي خدماتو لپاره تر ۱۳ ٪ بوديجه هر کال ځانګړې کوي او خلک يې ټول دولتي بيمه لري، مګر په جرمني کې ۱۱ ٪ او په انګلیستان کې ۹ ٪ بودیجه د روغتيايي خدماتو لپاره اختصاص شوې ده، خو پوښتنه دا کېږي، چې کيوبا کوم روغتيايي خدمات په عامه توګه وړاندې کوي. له معلوماتو سره سم د کيوبا د خلکو معاشونه له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ پېسو، چې له ۶۰ تر ۹۰ ډالره کېږي او په اوسط توګه د خلکو معاشونه له ۴۰ تر ۵۰ ډالره دي، نو د دغه لږ معاش په درلودلو او مالياتو په ورکولو به د روغتيايي خدماتو لوړ لګښتونه په بشپړه توګه پرې کړی شي او که روغتيايي خدمات په کيوبا کې هم ابتدايي کچه لري. داسې ويل کېږي، چې نئونتال مړينه په کيوبا کې د جرمني، نيدرلند، امريکا او نورو پرمختللو ملکونو په پرتله ټيټه دی، خو ګڼشمېر څېړونکي نغوته کوي، چې کيوبا د ماشومانو د مړينې په احصايه کې لاسوهنې کوي، ځکه د ماشومانو مرګومېر کم ښيي.
د کيوبا طبابت ليه په ۱۸۸۰ کلونو کې پيل شوی دی. دغه مملکت تل د امريکا مستقيمه او يا غير مستقيمه مستعمره وه، خو په ۱۹۵۸ کال کې د (Batista) له تېښتې سره فيډل کاسترو د کيوبا د انقلابي سوسياليستی دولت واکمن شو. په ۱۹۶۰ م کال د (Che Guevara) په ابتکار په کيوبا کې روغتيايي سیستم ملي او دولتي شو، چې ټولو خلکو هم دولتي روغتيايي بيمه تر لاسه کړه او تداوي يې وړيا شوه، مګر مسافرين او توريستان بايد د سفر روغتيايي بيمه ولري، چې د کيوبا له وړيا روغتيايي خدماتو سؤاستفاده ونه شي، مګر بايد ياده شی، چې ملګرو ملتونو د کيوبا د نفوس د کموالي په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده، ځکه د کيوبا نفوس کال پر کال کمېږي.
د کيوبا اقتصادي بنسټ توريزم، د مشروباتو، د تنباکو او سيګارو صادرات او د نيکل معادن تشکيلوي، خو دغه مملکت تل بهرني دونېشن ته اړ وو. د فيډل کاسترو له واکمني مخکې په کيوبا کې تر ۳۰۰۰۰۰ (۳ لکو) ښخې په فحشا بوختې وې، ځکه سپينو امريکايانو په کيوبا کې د سبزينه ښځو د فحشا جزيره ځان ته جوړه کړې وه. فيډل کاسترو فحاشي په قانوني بڼه منعه کړه او دغه ۳۰۰۰۰۰ ښځې يې دې ته اړې کړې، چې په دولتي موسسو کې کار وکړي، چې ټولې په ټولنيزو کارونو کې وګومارل شوې.
په ۱۹۶۲ کال د شوروي اتحاد (روسيې) او امريکا اړيکې ترينګړې شوې او خورسچوف په کيوبا کې د اتومي وسلې د ځای پر ځای کولو ګواښ وکړ، خو دغه ترينګړتيا په ديپلوماتيکو هلو ځلو حل شوه، مګر کيوبا د شوروي اتحاد په غېږ کې پرېوته او په ۱۹۶۳ کال د امريکا ۳۵ رئيس جمهور (JF Kennedy) د اوسولد نومي لخوا ترور شو، چې د شوروي او امريکا اړيکې ترېنګړې پاتې شوې.
وروسته له دغه پېښې د کيوبا د ټولنيزو او نظامي لګښتونو لپاره روسيې راودانګل او د کيوبا ټول ټولنيز پروګرامونه يې پلي کړل. په نړۍ کې د ابتدايي زده کړو هدف د ټولو خلکو لپاره وټاکل شو، خو کيوبا د خپلو ټولو وګړو لپاره د لوړو زده کړو هدف وټاکه، چې د کيوبا تر څنګ په سوسياليستی ملکونو او په تېره بيا په شوروي اتحاد کې د کيوبا وګړېو ته په پراخه پيمانه د وړيا لوړو زده کړو زمينه برابره شوه، چې هر کال به په لسهاوو زرو کيوبايانو په شوروي اتحاد او شرقي بلاک کې لوړ تحصيلات تر سره کول.
وروسته له ۱۹۹۱ کاله د ګوربچُف واکمني ختمه شوه او شوروي اتحاد هم دړې وړې شو، چې د کيوبا اقتصاد هم له مخاطرې سره مخامخ شو، نو د شوروي اتحاد ګاو شيري هم مړه شوه او نوره نه وه! کيوبا د امريکا او د امريکا پلوو د ټينګتو له کبله ځينې تغيرات په سياسي سیستم کې راوستل او فيډل کاسترو هم ومړ، مګر بيا هم کيوبا تر ننه له ډېر کاوړي اقتصاد سره لاس او ګرېوان ده، چې سیکس-توريزم بيا خپله لمنه په کيوبا کې خپره کړې ده، چې د لمبادا تر څنګ د امريکا سپين پوستي او يو شمېر سکسیست اروپايان په سبزينوو کيوبايانو باندې خپله تنده ماتوي او د کيوبا اقتصاد تقويه کوي.
په ۱۹۹۹ م کال فيډل کاسترو د وينزويلا په مرسته په هوانا کې د نورو طبي انستيتوتونو تر څنګ د لاتين امريکايي طبي پوهنتون (ELAM-Escuela Latinoamericana de Medicina) بنسټ کېښود، چې په لومړيو ۲۰ کلونو يعنې له ۱۹۹۹ تر ۲۰۱۹ پورې يې ۲۹۰۰۰ طبيبان فارغ کړل، چې د ۱۲۰ ملکونو وګړي ول، چې زياتر يې د کارګرانو او بزګرانو اولاده وه او په ۱۰۰ ايتنيکي ډلو پورې اړوند ول. نن سبا په کيوبا کې د هر ۱۰۰۰ تنو لپاره تقریبأ پورې ډاکټران ګومارل شوي دي، چې په جرمني کې ۴،۶ او په انګليستان کې ۳،۶ ډاکټران د ۱۰۰۰ تنو لپاره روغتيايي خدمات وړاندې کوي، نو په کيوبا کې د ډاکټرانو ډېر شمېر په شوروي اتحاد کې د روزلشويو برخه به ډېره پياوړې وي او په پورتني لاتين-امريکايي پوهنتون کې هم د لوړ شمېر کدرونه روزل شوي دي.
په تورکيه کې هم روغتيايي خدمات د روغتيايي بېمې پر بنسټ تر سره کېږي، چې د تورکيې ټولڼيزه بيمه د هر تورک او مهاجر په (ID Card) کارت کې راجستر ده، چې په دولتي او شخصي کلينيکونو او روغتونونو کې د روغتيايي خدماتو لګښتونه د روغتيايي بيمې لخوا پرې کېږي، ځکه پر وګړېو يې د لګښتونو فشار لږ او يا نه شته دی او د يو (ID Card) په مرسته ټول ټولنيز او روغتيايي خدمات تر لاسه کوي.
د تورکيې ټولنيزه بيمه کې د روغتيايي خدماتو بيمې تر څنک د بيکاري بيمه، د تقاعد بيمه او د تصادفاتو او تصادماتو بيمه هم شامله ده، يعنې که يو څوک بېکاره شي، نو د بيکاري د بيمې لخوا ورسره د ژوند په عرصه کې نقدي مرسته کېږي او يا سوسیال معاش ورکول کېږي. هغه خلک چې تقاعد کېږي، نو خپل تقاعد هم د دغه ټولنيزې بېمې د تقاعد د بيمې له څانګې اخلي. د ناڅاپو پېښو او يا ټکر په ترڅ کې، چې يو څوک ناروغ او معيوب او يا معلول شي، نو هغوی هم خپل معاش (نقدي مرستې)له ټولنيزې بيمې څخه تر لاسه کوي.
د تورکيې روغتيايي خدمات هم له پرمختللو ملکونو سره د مقايسې وړ نه دي، ځکه نه قوي اقتصاد لري، نه هم تخنيکي امکانات او نه هم کافي فني پرسونل. په لويو ښارونو لکه استامبول، ايضمير، آنقرا، قونيا، اناتوليا او داسې نورو کې کېدی شي د لوړې کچې روغتيايي خدمات وړاندې شي، مګر دغه خدمات ډېر عام نه دي، خو د ستندرد روغتيايي خدماتو امکانات يې بيا ډېر ښه دي. له بل پلوه په تورکيه کې د اولادونو د پلانولو خدمات، د غاښونو د درملنې امکانات او د ايستېتيک جراحي يې په پراخه پيمانه وده کړې ده. د وېښتو د ترانسپلانتېشن لپاره له ټولې نړۍ خلک ورروان دي، ځکه هم يې خدمات په لوړه کچه دي، هم يې له عملياته وروسته د مراقبت شراېط ښه دي او د وېښتو تداوي يې د اروپا په پرتله ارزانه تمامېږي.
راځم د افغانستان روغتيايي سیستم ته، چې د روغتيايي خدماتو تر څنګ طبي زده کړو، تخصصي پروګرامونو او علمي څېړنو ته هم نغوته کوي. د مقايسې په بڼه بايد یاده شی، چې نيدرلند د تخمينأ ۱۸ ميليونو وګړو لپاره په ۸ پوهنتونونو کې د طبي زدکړو پوهنځي لري او تقريبأ په ۶۴ روغتونو کې د تخصصي پروګرامونو امکانات لري، چې په جرمنې کې د ۸۵ ميليونو وګړو لپاره ۳۶ پوهنتونونه لري او ګڼشمېر روغتونونه يې تخصصي پروګرامونو ته وقف کړي دي.
په افغانستان کې له ۴۳ ميليونو ډېرو اتباعو لپاره له ۲۰۰ زيات دولتي او شخصي پوهنځي او طبي مکتبونه شته دي، چې روغتيايي کادرونه روزي، مګر زه به د افغانستان کې د طبيبانو او متخصصينو په راجستر لنډ مکس وکړم. ټولو ته څرګنده ده، چې د افغانستان طبي ديپلومونه له ستونزو سره مخامخ دي، چې په ډېرو ملکونو کې يې يا نه مني او یا هم تېروتنې پکې پيدا کېږي. په بهرنيو ملکونو کې ما ګڼشمېر افغان ډاکټران ليدلي دي، چې ديبلوم لري، مګر هېڅ موسسه يې نه مني، چې يو علت يې د راجستر مسئله ده، بل يې د پوهنځي د رئيس لاسليک دی او بله ستونزه يې د تخلص او نوم راجستر دی، چې د وزارت داخلې له اسنادو سره سر نه لګوي. د شمسي او ميلادي کلونو د توپير مغايرت يې بله ستونزه ده، خو تر ټولو غوره مسئله د طبي پوهنځي د کوريکولوم برخه ده، چې مضامين يې په ټولو پوهنځيو کې یو او بل ته ورته نه دي، ځکه نو د افغاني ديپلوم د راجستر او منلو مشکلات يې رامنځ ته کړي دي.
د تخصصي پروګرام هم اساسي ستونزې پورته ياد شوي ټکي دي، خو په دې برخه کې هم د تخصصي پروګرام کوريکولوم په هر پوهنتون او روغتون کې بل ډول دی او د تداوي، عملياتونو، تشخيصي ميتودنو، ايتيک او کمونيکېشن برخې يې هم په اسنادونو کې په بشپړه توګه نه دي درج شوي، راجستر شمېره يې به وروستيو ۵۰ کلونو کې له يوې مرجې څخه نه ده صادر شوې، هرې سيمې له خپلې خوښې سره يو راجستر شمېره په اسنادونو ورټومبلې ده، له بده مرغه د افغانستان او يو شمېر نورو ملکونو تخصصي پروګرامونه په نيدرلند، جرمني او يو شمېر نورو ملکونو کې نه منل کېږي، ځکه دغه ستونزې ته بايد پاملرنه وشي او په نړيواله کچه ټولمنلی تخصصي پروګرام بايد په افغانستان کې هم پلی شي.
د افغانستان د روغتيايي خدماتو په اړه بايد ياده شي، چې لومړی بايد د افغانستان ټول خلک په ثبت-احوالاتو کې راجستر شي او الکترونيکي پېژندپاڼه (ID Card) تر لاسه کړي. د الکترونيکي پېژندپاڼې (ID Card) پر بنسټ تورکيې ته ورته ټولنيزه بیمه، چې په هغې کې د روغتيا خدماتو، د تقاعد معاش، د بيکاري معاش او د تراوما په ترڅ کې د معيوبيت په اړه د معاش تضمين وي، رامنځ ته شي او دېتابېس يې په (ID Card) کې جوړ شي. دغه پورته ټولنيزه بيمه بايد په پېژندپاڼې کې يو ځای په ډېتابېس کې راجستر شي، چې د اضافي مصارفو او اداري انارشي مخنيوی وشي. د ټولنيزې بېمې، چې د روغتيايي خدماتو بيمه هم پکې شامله ده، بايد د مملکت د مالياتو پر بنسټ يې د لګښتونو تضمين رامنځ ته شي.
د افغانستان ټولنه يوه ډېره ځوانه ټولنه ده، چې اوسط عُمر په افغانستان کې ۱۷ کاله تخمين شوی دی او د نفوس ډېروالی يې په کال کې ۲،۸۸ ٪ اټکل شوی دی، چې د افغانستان نفوس هر کال زياتېږي، خو په روستيو ۷۰ کلونو کې د ماشومانو د زېږولو پروميلاژ راښکته شوی، چې د ماشومانو د زېږېد شمېر د ۱۹۸۰ کال په پرتله له ۷،۶ تر ۴،۸ ماشومه راښکته شوی دی، نو روغتيايي لګښتونه زياتره وروسته له ۴۵ کلنۍ زياتېږي او د عُمر له اوږدوالي سره نور هم ډېرېږي، په افغانستان کې اوسط د عُمراوږدوالی تر ۶۴،۷ کلونو پورې دی. پا پای کې بيا يادونه کوم، چې د افغان ولس لپاره د روغتیايي خدماتو بيمه د مالياتو پر بنسټ د ټولنيزې بيمې په اډانه کې د (ID Card) کارټ په راجستر کې تضمين شي.
و من الله التوفيق