مقالې
ښه بدلون چې زيات بدلون ته اړ دی
د تېر اګست مياشتې په نيمايي کې هيواد د يو داسې ستر بدلون شاهد و، چې له هغې څو اونۍ مخکې يې تمه نه کېده، او نه يې چا وړاندوينه کړې وه، د جمهوريت تر عنوان لاندې جوړ شوی دولت ړنګ، او پر ځای يې طالبانو واک تر لاسه کړ، چې د دولت نوم يې امارت دی. زموږ په هيواد کې زما په نظر، ژوند، امن، او وداني تر ټولو زيات اهميت لري، ځکه د تېرو څلورو لسيزو په دوران کې افغانان وژل کېدل، جګړې وې، او هيواد ويجاړېدو، که څه هم د هيواد او ولس د پرمختګ لپاره يوازې دا درې مهم نه دي، خو لومړيتوب لري، که کار وشي، پر
ایا واقعاً موسیقي حرامه ده ،؟
ایا واقعاًموسیقي حرامه ده ،؟ که څوک د خوښیو او ښادیو پر ساز د حرام والي فتوی ورکړي ، مفتي پر خداي تور تړي ? ایا واقعاً موسیقي حرامه ده ؟ ولي نن مطلق حرامه شوه !! لهو الحدیث او تعریف یی : د مفسرینو مقصود له لهو الحدیث نه، د لهو الحدیث د آیة شان نزول . قال الله سبحانه وتعالى، بسم تعالی : (وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُو
اسلامی امارت باید دافغانۍ د راکړی ورکړی سیستم بدل کړی
طالبانو ځمکنی فزیکي اشغال ختم کړي دی. الحمد لله. هوایي فزیکی اشغال، سیاسی، خارجی، او اقتصادی اشغالونه لا دوام لری. ددی اشغالو لا پیاوړتیا به دوام و مومي. دپورته اشغالو څخه هغه چه اوس طالبان پکی دملاتړو په څیر برخه اخلی هغه دبهرنی امدادی اقتصادي سیستم پیاده کول دی. امدادی اشغال دبین المللی اورګانو لخوا بیا شروع او طالبان یی په زاریو سره هرکلی کوی. مونږه اوس په دی ضروري وخت کې طالبان نه باندې ملامتوو ځکه دضرورت په وخت کې هر حرام جواز لري مګر هغه دشرک منل وي. خو بیا هم طالبا
اخلاق ، دستور او قانون
د اخلاقو، دستور او قانون مفاهیم د مسئلی د څیړلوپه درشل کی باید د جامعی کلتوراو اجتماعی رواجونه او مناسبات په نظرکی ونیول سی. د تاریخ په مختلیفو دورو کی دهری جامعی کلتور او رواجونه تغیرمومی او تکامل کوی او کله کله اجتماعی روابط و یو داسی لور ته درومی چی د دینی اوامرو او ارزښتنو سره په تضاد کی واقع کیږی. پداسی مواردو کی کلتوری مناسبات د جوامعواو ټولنو د روشنفکرانو او منورینو اشخاصوپه تدبیر او لارښونه د اسلام ددین د پیشوا حضرت محمد ص د ارشاداتو سره مطابق تهذیب کړل سی. د بیلګی په
حجاب ، ستر عورت ، زینت پټ ساتل او سترګي نه جنګول
بسم تعالی : وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْ
طالبه زما مداحي نه زده ، نقد کوم خو دزړه د دق لپاره نه
طالبه : هفتې وسولې چه ته و ملت ته ډاد او اطمنان ور کوې ، او راکوې ، دا چه تاسو اطمنان اطمنان وایاست ، د اطمنان په ویلو سره موږ نشو مطمئن کېدلی ، ستاسو ډاډ راکول په هغه مانا دي ، لکه څوک چه په ګوړه ګوړه ویلو خوله خوږه کوي ملت د اقتصادي مرض په تبه اخته دی ، پر تندي باندي لانده ټوکران ایښي او هر دوې دقیقې وروسته د تندي لوند ټوکر وچیږي بیا يي لندېلو ته اړسي ، او ته و مریض ته ناست يی ، تنها دغه دوې جملې ورته وایی چه ډاډه اوسه او لګ صبر وکړه جوړېږې ، په داسي حال کي چه مریض ښه پوهېږي ، چه
ملګری ملتونه لا تراوسه دافغانانو په ژبه نه پوهیږی
افغانستان له ډېر پخواڅخه دملګرو ملتو دسازمان غړیتوب لری او همدارنګه دملګرو ملتوسازمان له افغانستان سره هم خپل دېپلوماتیک، تاریخی او فرهنګی ستراتیژیک ژور اړیکی ساتلی له کوم وخت څخه چې روسانو پرافغانستان تیری وکړ ستاسې دېپلوماسی کم رنګه شوه ،کم زورې او حتی دورکېدو مرحلې ته راټیټه شوه. ملګرو ملتو بیا د برهان الد ین ربانی په حکومت کې ډېربېروکرات، پاسیف او زهیرسیاست غوره کړاو دافغانستان له بشری مر ستويې سیاسی لاس وهنو، لابی او پروپا ګندو ته لاس واچوه . داچې ولې ملګری ملتونه ښه پوهیږی .تېره اونۍ په
د اروا پوهنی مسایل په څلورو برخو کې.
ارواپوهنه په کړکیچ کې زموږ مرستی ته راځي ارواپوهنه هغه علم دی چې تر اوسه یې د انسان د روانی تعادل، د دوی د ناخوالو په کمښت، ښوونه او روزنه، دعاداتو په مثبت بدلون او ټولنیز چلند کی مهم رول ترسره کړی دی. څومره چې اوسنیو څو ورځو کې خلکو سره مخامخ کیږم، د دوی حالت ته چې ګورم، ټول راته (وارخطا)، ویریدلی او آن دا چې زیاتره ډیر ناهیلی ښکاري. ځوانانو د سبا ورځې لپاره خپلی هیلی له لاسه وکړی دی او مشران ستومانه او مظطرف ښکاری، سره له دی چې زه هم چندان جوړ نه یم ! نو ځکه مې د اروا پوهنې مطالعه شروع
د ملګرو ملتونو دسازمان دعمومی اسامبلی غونډې
د ملګرو ملتونو دسازمان دعمومی اسامبلی غونډې؛ د اوسنی عصر دوو ډیرو مهمو پرابلمونو باندې بحث وکړ: د کرونا (COVID-19 )پانډومی، د نړۍ د اقلیم بدلون او دوام لرونکی پرمختیا) (Sustainable Developmentته اړتیا. په حقیقت کې دا دواړه سره تړلی موضوعات دي. څیړنو وښوده چې دکرونا ناروغی او د دغه وایرس خپریدل، په خپله د ژویو هبیتات کی د انسانی بیځایه لاسوهنی پایله ده او د دوی دبی سنجشه فعالتیونو او بی خرته صنعتی پرمختګ له امله د نړۍ اقلیم کې منفی بدلون راغلی. انسان باید له طبیعی منابعو او چاپ
د جی شل( G 20) د مشرانو را روانه غونډه (او افغانستان ؟)
دې خبره کې هیڅ شک نشته چې په دغو وروستیو دیرشو کلونو کې دافغانستان شاوخوا لوی سیاسی او جیو پولتیک بدلونونه راغلل. دغو بدلونو د افغانستان ستراتیژیک اهمیت ته ؛ چې پخوا هم مهم و او د نړۍ د لویو قدرتو د محراق مرکز و، نور هم ارزښت ورکړ. که د موضوع له نورو اړخونو تیرشو، یو اړخ یې اقتصادی اړخ دی. د انرژۍ د بحران په دغه دور کې هیڅوک در مرکزی اسیا د انرژیکی زیرمو له پوتانسیل څخه سترګې نشی پټولای. جی شل ډله چې عمدتاً اقتصادی مسایل سره شریکوی، د افغانستان په اړه بی توپیره نده. دا دی دا ځل د دوی غونډه په
واویلا نمودن آمریکا و شرکای جرمی اش ، بخاطر تطبیق شریعت اسلامی ، تعجب بر انگیز است !
در این روز ها و بعد از اظهارات مولوی صاحب نورالدین ترابی در باره قصاص نمودن قاتل و قطع نمودن دست دزدان ، دیده می شود که آمریکای شرارت پیشه و شرکای جرمی اش ، آن را نقض حقوق بشر دانسته و ناله و عربده سرداده اند . ولی هنگامیکه جنایات آمریکا و شرکای جرمی اش را در مقابل بشر از نظر می گذرانیم و این میلیون ها دست و پای انسان را که این شرارت پیشه گان قطع نموده اند ، مطالعه می کنیم ، این موقف آمریکا و شرکای جرمی اش ، خیلی تعجب برانگیز معلوم می شود ! بیایید چند مورد از جنایات آمریکا و ش
دخپلواکۍ بيا حاصلولو او اشغال دختم نه ، درسونه او پندونه
اوله برخه : د افغانستان تاريخ د ډېرو لويو تحولاتو او حوادثو نه ډک دئ چې نه يوازې ملي ،بلکې جهاني ابعاد هم لري . په دې وطن د جهان ستر نظامي او سياسي قدرتونو ( سکندر ، چنګيز ، مغل ، انګريز ، شورويان او په دې وروستيو کې د غربي هېوادونو شريک- -اشري -نظامي تجاوز ) هجوم راوړئ دئ ، د ټول زور او طاقت نه ئې کار اخستئ دئ ، مهلکې او قوي اسلحې يې استعمال کړې دي ، اجير او اجنټ عناصر ئې د پيسو او کاذبو منصبونو په نازولو استخدام کړي دي ، قتلعام يې کړئ دئ او د پراخو تبليغاتو له لارې يې کوښښ کړئ دئ تر
همه شموله دي له چا زدهکړه ، په دام کي ئې اچولی يي
دهمه شموله واضح تعریف هر طرف د همه شموله خبره كوي او هر طرف خپل تعریف ورته لري . ملا ګله د دوي د همه شموله په تعریفاتو نه پوهېږم ، او نه ئې تر اوسه د همه شموله نظام تعریف وړاندي کړی ، ممکن تاسو ته ئې په دوحه کښي تعریف کړی وي ؟! ستاسو دهمه شموله تعریف ، په عملي ، په کلماتو واورېدلی او په عملي ډوول مو وليدلی ، ریشتیا چه همه شموله دامانا نه چه د هر قشر خلګ به حکومت کښي ځای لري ، ممکن هم نده یو ناممکنه خبره ده او دغه ستاسو د همه شموله ، طرزالعمل او تعریف ه
مسیار نکاح
مسيار نكاح دا خپل را کړی اندام او شریعت مو مکلف کوي په «واده او نكاح» ږمونږ خواږه محمد رسول الله فرمایلي چه : النِّکَاحُ سُنَّتِی فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِی فَلَیْسَ مِنِّی واده کول یو طبیعي جبر دي ، غریزه او فطرت دی خو بعضي ځواناني او ځوانان د واده سره مل هغه عرفی بارونه او بوج د پورته کېدلو جوګه ندي ، بعضی د واده کولو ارزو لري خو نه غواړي چه د واده کولو په سبب خپله ازادي اوخپل مستقل ژوند په یو عرفي دام کښي راګیر کړي
د طبیعي علومو علماء کرام هم ډېر د خیر خلګ دي (خیر الناس من ینفع الناس)
محترم او مكرم د دين پوهانو ! زمونږ خواږه نبي علیه السلام څومره ښه فرمایلي چه : إن العلماء ورثة الأنبياء، وإن الأنبياء لم يورثوا دينارا ولا درهما، إنما ورثوا العلم. علماء د انبیاو وارثین دي ، دا مانا دا چه علماء تنها د محمد علیه السلام وارثان نه دي ، بلکي ۱۲۴۰۰۰ زیات او کم ، انبیا و ارثین دي ، په انبیاء و کښي مهندسین او کاسبکاران تېر شوي دي ، ښه مثال ئې نوح علیه السلام دی ، چه مهندس او نجار هم و، دغه سبب دي چه علماء کرامو فرمایلي چه : اَلكاسبُ حَبیبُ اللهِ و اِنَّ اللهَ یُحبُّ المُتَ
دوی پوهه لري ، خو چه ښه تحلیل ورسره نوي : نو پوهه بیا لا ینفع وي : دوهمه برخه
دوی پوهه لري ، خو چه ښه تحلیل ورسره نوي : نو پوهه بیا لا ینفع وي : دوهمه برخه په کلماتو کښي ډېر زور قوت او طاقت سته . او ذهن هم ډېر قوي او سخت کلک دی ، دومره قوي او کلک دی چه جهان ته تغیر ورکوي ، ذهن د الماس په شان هم کلک دی تنها کلمات دي چه ذهن ته تغیر ورکوي د ذهن تجربې یا زدګړي دي چه ذهن ته د تحلیل او خلاقیت قوت وربخښي ، د ذهن قوت په خپله تجربه تر سره کول زر کاله عمر ته ضرورت لري ، دا چه زمونږ عمر ډېر کم دی ، نو د تېرو خلګو له تجربو
همه شموله او که عادل دولت
طالبانو او خارجي قوتونو ویل چې دوی دافغانستان لپاره دهمه شموله دولت ضرورت وینې. طالبانو دا خبري هغه وخت کولي چه دتیر حکومت سره دخبرو په تمه وو. البته په هغو شرایطو کې دداسي حکومت منل دورځي ضرورت وو. دوه طرفه په جنګ کې اخته او دافغانانو وینې تویه دي. دا چه جنګ ختم سې نو یوازنۍ لیاره ددواړو قوتو څخه یو ګډ حکومت جوړول وو. اوس چې جنګ ختم سوی دی نو همداسې حکومت ته ضرورت نه لیدل کیږي. دجنګ نه وروسته طالبانو بیا هم همه شموله حکومت یاد کړی او نړۍ هم په هغه اصرار درلود. متاسفانه ده
دوی پوهه لري ، خو چه ښه تحلیل ورسره نوي : نو پوهه بیا لا ینفع وي
پوهه به مفیده وي او یا زهرجنه خنثی نه لري ( مولانا سیدنا محمد رسول الله دا خواست او دعاء کول چه :اللَّهمَّ إنِّي أعوذُ بك مِن عِلمٍ لا يَنفَعُ، وقلبٍ لا يَخشَعُ،....... ........ نن سبا دا علماء کرام د عصري علوم خبری پورته کښته کوي ، دوی! وایی چه په مکتبونو کښي عصري علوم تدریس کيږي او په مدرسه کښي دیني علوم . زه په ریشتیا سره نه پوهېږم چه د عصري علم اصطلاح له کومه سوه ، په ګوګل کښي مي وکتل د پاکستان په اوردو ژبه لیکنو کښي دا دعصري علومو اصطلاح ډېره کارېدلې ده ، او خورا په شوق ،
د نارینه او ښځو اختلاط ، دوهمه برخه
د اختلاط خبره داسي یو موضوع ده ،چه هیڅ شرعي او صریح نص وجود نه لري د اختلاط په باب کښي ، ټوله خبري په دلالة الآیة باندي تکیه لري ، اما صریح ایة وجود نلري ، خبره د فتنې کوی (النساء فتنة للرجال والرجال فتنة للنساء) او شریعت د فتنې د مخ نیولو حکم کوي ، حکومت ته لازمه ده چه په ټولنه کښي د فتنو مخ ونیسي ، په داسي یو انداز چه د حکومت په دا اقدام باندي بله فتنه خلق نسي ، دا یوه لویه فتنه ده چه ۵۰ ٪ نفوس انسانانو ژوند ته خنډونه پېښ سي ، په درسي صنف ، تفریحي پارکونو ، په ملي ښاري ترانسپورت او د کار
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ اوولسمه او ورستۍ برخه
۸. د پښتونولۍ په قانونغونډه کې د تربور او تربورګلوي کاڼسپټد پښتونولۍ د تربګڼې کوډکس هر پښتون دې ته هڅوي، چې د پښتنو په کليوالي چاپریال کې د خپل تربور سره په ګډه همغږې او سالمې سیالۍ کې سولیز ګډ ژوند وکړي او د تر بورګلوي دوواړه غاړې یوې مدني ټولني جوړولو ته رابولي. د تربورګلوي په کانسپټ کې یو پښتون باید د خپل تربور سره د سیمې په هره چار کې او د کلي په هره ستونزه او راکړه ورکړکې ګډ ودریږي. د پښتونولي د تربګڼې کوډکس په خپله خپل ځانته یو ن