مقالې
د سیاسي زعیم او قومي مشرتابه انتخاب د ملت اختیار دی ، تاته چا دا اختیار درکړی ، چه زعیم را انتخاب که ؟؟
د سیاسي زعیم او رئیس قوم انتخاب زما اختیار دی ، تاته چا دا اختیاردرکړی ، چه زعیم را انتخاب که ! دا چه تا يو څوکتابونه لوستي او د عربو تاج دي پر سر ایښی ، دا حق ځان ته ور کوې چه : زعیم او کفیل را انتخابوې ،دامنم چه عالم او بې علمه ندي مساوي ، نو دا مانا نه چه زعیم او کفیل به ته را انتخابوې ، دا منم چه علم د خدای ذاتي صفت دی ، علم لوړ مقام دی ، هو ! دا راسره ومنه چه علم یو نسبتي قدرت دي ، هر بنده یواندازه علم لري ، او هر بنده یو اندازه جهالت اوناپوهي لري ، خو ! یوه
ډېمکراسي کفر دی ؟موږ د افغانستان لپاره افغان امارت د سرتاسري بیعت له لاري غوښتونکي یؤ
افغانان دیمکراسی نه غواړي ، دیمکراسي کفر دی . موږ د حضرت ابو بکر د عصر بیعت او انتخابات غواړو ، او هر افغان ته د نصیحت او بیان حق غواړو ، دیمکراسي نه غواړو . د مسلماني ټولني لپاره د یو مسلمان د امارت غوښتونکي یو ، هر مسلمان چه د سرتاسري بیعت نه سر پېچنه کوي ، د اسلام سره ډغري وهل دي ، څوک چه سر تاسري د بیعت او انتخاب حق له مسلمان نه اخلي ، او مطلق حاکم ته قدرت ورکوي ، دا کفر دی ، مسلمان تنها یو مطلق حکم او خالق منلی سي بل مطلقه حاکم نشي منلی ؟ او د مسلمان نه چه څو د تبلغ او
دپاڼ او پړانګ تر منځ مظلوم ولس
یو ملت په اوآزو ،لافو او هوایی احساساتو پرمختګ نشی کولی ،پراخ او هراړخیزه مطمن او ثابت قلمرو غواړی عدالت ، انصاف ،مساوات اونړیواله برنامې او پروژې غواړی. دولت مجبوردی چې دخپل موډل په چوکاټ کې ولسی اجماع رامنځ ته کړی او له ولس سره دملی یووالی مزی نور هم ټينګ کړی . نن سبا نړۍ ډیره لنډه شوې نوپه کارده چې حکومت هم بېدار وی. خو دلته نړیواله مو دنری رنځ یعنی ټولشموله حکومت په پلمه دواړو لورو ته ګواښوی اوکشوی امر یکا او روس له ځانه پاڼ او پړانګ جوړکړی بیاهم دلوبې په سر کې دی یوازې ستراتیژی یې توپیر
توره پرده
زموږ خوارزپل سوی ملت دا شل کاله تردغه توري پردې لاندي پټ وو او دسولي د دروغو په بهانه ټولنه زهیره او د جنګ ترفشار لاندي ساتل سوې وه. اوس چي دا پرده لیري سوه ټول ښکاره سوه، چي خلک بېکاره دي، ډوډې نه لري، ترډېره بريده معتادان دي، خوارځواکي پکښې ډېره ده. کُونډي او یتمان په هرکنج کي دهېواد بې سرپرسته وُږي تږي پراته دي. دغه حالت خو له پروند څخه نه دی پایل سوی. دغه ناخواله حالت دا شل کاله کيږي، چي دغه ټولنه ئې زغمي. د دغه حالت داصل محارک نوم نه اخستل کیږي. پروند امریکا له افغانستانه ووته نن دغه
د افغانستان خطرناکه ګاونډي او د طالبانو په رسمیت نه پیژندلي واکمني
دویمه او ورستۍ برخه ۶. د سعودي عربستان، افغانستان او طالبانو اړیکو ته یوه لنډه کتنهپر افغانستان باندې د پخوانې شوروي اتحاد د یرغل په مهال سعودي عربستان د کمونېزم ضد مجاهدین له هر اړخېزه پلوه تمویل کړل. د دې سربېره افراطي اسلامي سني ډلې لکه د القاعدې ترهګرې ډلې مشر بن لادن، هغه څوک چې د امریکایانو لخوا په پاکستان کې ووژل شو، د سعودي عربستان او خلیچ هیوادونو څخه سیاسي، مذهبې ایډبالوجیکي او مالي مرستې ترلاسه کولي.د ۱۹۷۹ یم کا
بدلون: ناپوهي، ټوکې او که د تعليمي نظام د ړنګولو پلان؟
د انجونو د زده کړې په اړه د مور ميری سلوک، او که جهالت ته د يو قشر ټېله کول؟ دوه مياشتې او څلور ورځې بشپړې شوې، چې پخوانی حکومت ړنګ، او واکمني طالبانو تر لاسه کړې، طالب مشرانو په لومړي سر کې ويلي و، چې د حکومتدارۍ ټولو خواوو ته به پوره پاملرنه وکړي، خصوصاً د زده کړې برخې ته به متوجه و اوسي.د اوسني ضعيت په هره برخه کتاب کتاب خبرې کېدای شي، خو زده کړه بيا تر ټولو مهمه ده، امارت له پخوا څخه هم د پوهنې او لوړو زده کړو کميسيونونه درلودل، تمه وه چې د پوهنې او زده کړو په برخه کې به ډېر ع
دطالبانود۶۷ورځوامارت یوڅوپوزټيف او نېګاټيف ټکي
+ مثبت ټکي: ۱-ظاهراََ د افغانستان له ۲۰ کلن اشغال او ۴۰-۵۰ مملکتونو (د پاکستان د پروژې او ترکيې په ګډون ...)څخه د دوحې د تړون په اساس آزادول!۲- د هیواد او ولس یووالی او تمامیت تامینول، د قدرت جزایر ختمول۳- هم په پخوانۍ او هم اوس د قاتلینو، غاصبینو، مفسدینو ، فاسقینو، مرجفینو او د شرق او غرب ګوډاګیانو ځغلول او رسوا کول۴- د شر او فساد او مخدره موادو پرضد مبارزه۵-یوه قومانده او مرکزي اداره او له امیر تر مدرسې طالب! د اوامرو اطاعت۶-ډیر زیات شهیدان ورکول، شکنجې او زندانونه لیدل
نظری مختصر به تاریخچه ی رادیو در افغانستان (به مناسبت هشتادمین سالګرد تاسیس رادیو افغانستان)
اختراع رادیو انقلاب بزرگی را در جهان خبررسانی و توسعه فرهنگ هابوجود آورد. انتشار صوت توسط امواج بعد از اختراع ماشین چاپ توسط گوتمبرگ، انقلاب دوم در عرصه ی فرهنگ ودانش بود. خصوصاً در ممالک روبانکشاف که سواد در آنها کم است، رادیو در مقایسه با مطابع و نشرات چاپی حایز اهمیت بزرگ است. امسال (۱۴۰۰ش.=۲۰۲۱م.) مصادف است با هشتادمین سال تاسیس رادیو افغانستان و آغاز رسمی نشرات رادیو در کشور، بهتر است، درین بخش با رادیو افغانستان و چهره های نامدار عرصه ی نویسنده ګی، ادب و هنر که درین موسسه فرهنګی خدمت نم
این است بشر دوستی ، غرب جنایت پیشه ! قسمت اول
جامعه آفت زده و انسانیت به تاراج رفته و هویت تروریست و ماهیت آدم کش غرب جنایت پیشه ، چنان جامعه ای را به بار آورده است که همه اقشار آن از صحنه های کشتن و سوختن و دریدن و یران نمودن، لذت می برند وحتی این صحنه های دلخراش را تبدیل به شیوه ای برای تجارت و وسیله ای برای پول به جیب زدن نیز ، می سازند . فلم های که در آن ، صحنه های کشتن و سوختن و دریدن ، به شکل واقعی و حقیقی آن به نمایش گذاشته شود ، پر فروش ترین فلم ها در غرب است ! حتی سینما گران ، خبرنگاران و ژورنالیستان غرب فساد پیش
د طالب د کټ شکېدلي مزي او عسکري لواء جګه ولاړه
په جهان کښي که فضاء ده ، که د ځمکي مخ دی ، هیڅ کله د جنګ نه نسي پاکېدلی ، خامخا به په فضاء كښي د ټکر تصافات پېښېږي یعني صعقه برقي ، او پر مخ د مځکي چه دوې څنګ پر څنګ ټولني دي ، هم جنګ سته او هم ویني بهېدل سته ، هغه ټولنه چه ویني بهوي او سره خوري هغو ته حیوانان وايي ، او هغه ټولنه چه یوازي ویني بهوي اما غوښي ئې نه خوري ، هغو ته انسانان وایي ، دواړه ټولني په ذات سره شریک دي ، ولي ؟ چه له عیني کیماوي عنصرونو نه جوړ سوي دي ، په ذات شریک اما دوه لوی فرقونه او تفاوت سره لري ، یو داچه انسانان ا
دا امارة اسلامي له کومه سو ؟؟ د مدینې سردار خو امارة د یو قوم حق بللي !
کله چه رسول الله وفات سو ، انصار راټول سوي وه چه مشر و ټاکي ، کله چه ابکرصدیق خبر سوه ، نو انصارو وغونډي ته ځان ور ورساوه ، څه لفظي شور ماشور پېښ سو ، انصار پر سعد بن عبادة باندي راټول سوي وه ، یعني انصارو غوښتل چه سعد بن عبادة د امارة مشر تعین کړي ، دا د سقیفې د ورځي حکایت اوږد دی ، زه به خبره رالنډه کړم ، رابه سم زما و اصلي خبري ته . ابو بکر صدیق رضی الله عنه ولي رايي وګټلې ؟ یو دا خبره وه چه ابوکر صدیق ستر انسان و ، د داسي اوصاف څښتن و چه سیال ئې نه درلودی ، یو ستر صفت ئې دا و چ
ایا امیرخان متقي د ډيورنډ کرښې د منلو واک لري؟
تر ټولو لومړی باید وویل شي، اسلام اباد افغانستان سره خپلې اړیکې؛ د ډیورنډکرښې په منلو او افغانستان د خپل ستراتېژیک عمق پر محور ویني. ډيورنډکرښه او ستراتېژیک عمق د افغانستان په اړه د اسلام اباد د بهرني سیاست دوه هغه وزرې دي چې اسلام اباد فکر کوي افغانستان ته پرې راننوتي دي او په وروستیو تحولاتو کې دا غوښتنې ګنې ترلاسه شوي او تازه يي د طالب له حکومته د تحکیم غوښتنه لري! د ۲۰۲۱ عیسوي کال د اکتوبر په ۲۱ مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي د یو پلاوي سره چې د ISI مشر جنرال فیض حمید ه
دا مشروعیت بیا څشي دی !! او څه ته ویل کیږي
د طالب له راتلو سره دا د مشروعیت خبره بیا په افغانستان کي پورته کښته کیږي ، طالب له جهان او ملت نه مشروعیت او رسمیت غوښتنه کوي ، او دا غوښتنه ئې نه منل کیږي . رابسم چه دامشروعیت څشي دی ،د مشروعیت اوریدل داسي اواز کوي لکه شریعت ، ممکن له شرعی نه اخستل سوی وي ، خو مشروعیت له له شریعت سره هیڅ رابطه نه لري ، مشروعیت او رسمیت یو سیاسي اصطلاح ده ، هو كله چه حکومت مشروعیت ترلاسه کي ، نو دا مانا چه نوموړي حکومت قانوني سو ، که یو حکومت له سیاسي ابزار رونو په واسطه مشروعیت تر لاسه نکړي پس قانو
دواکمنی بنسټو ته په کتوسره داسلامی نظام لنډانځور
څومره نا اشنا او په اټکل خبره ده په تېر اوراتلونکی کې له اسلام پرته داسلام دوړاندې کړی نظام ساری نه تر سترګو کیږی،ځکه چې دا یو داسې نظام دی چې که ددې عامه حقونوچې په کې څېړل کیږی او ټاکل کیږی یایې تعزیرات او حدود په مالی ،ملکی او دانتظامی قوانینوجوړښت یا دعدل او انصاف لارښوونې په پام کې ونیول شی او یایې په قانون کې دټولو خلکو برابرښت او دقانون له تطبیق څخه دیو چا له استثنا څخه انکار اودشخصی حکومت یاذاتی امتیاز یوشان له منځه وړلو ته وکتل شی نو په هېڅ یو نظام کې داسې کمال نشته لکه چې په اسلامی
حضرت شعیب لورګانو، او د حضرت موسی مېرمني کارکولی او ام المومنین نقاشي کوله
د شرم خبره ده ، چه کفار و یو مسلمان امیر ته په نیکي کولو امر کوي ، او له منکر کړني نه ئې منع کوي ( اې مسلمانه ښه کوه بد مکوه ) پنځه زره کاله پخوا کسب او کار په عام ډول زراعت او مالداري وه د حضرت شعیب علیه السلام لورګانو د مالدارۍ کار کولی ، او دغه د مالدارۍ په کار کښي حضرت موسیٰ ع پر پېښ سوی و، چه واده ئې ورسره وشو حضرت خدیجه کبرا رضی الله عنھا د رسول الله لمړنۍ مېرمن وه ، چه تجارت پېشه ښځه وه ، چه حضرت محمد بن عبدالله يې کاریګر و ، چه په پای کښي د واده کول
غیر متوازنه ټولنه
ښه زراعت ، ښه صناعت ، ښه تجارت ، پوره تولید برق ، پوره خوراکي ټوکي ، پوره دوا او دارو ، خو بالاخره چه ریشتیا سي هیڅ نه لرو. څه چه لرو هغه استقلال او بل د دین علماء کرام لرو الهي خلقت : یو متوازین کیفیت لري ، سترګي د مخ سره یو تناسب لري ، لاسونه د بدن سره یو تناسب لري ، د لاس ګوتي د خپړي سره ،داکیفیت يه ټول خلقت کښي لیدل کیږي او انسانان چه کوم صنعتي تولیدات کوي نو توازون او تناسب له نظر نه دی غورځولی ، دغه هندسي شکل او توازون او تناسب دی چه هر شي ته ښا
د منځنی آسیا کورنی ګواښونه او ستونزې
د منځنۍ آسیا یوشمېر هېوادونه په کور دننه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره د منځنۍ آسیا ثبات له جدي ګواښونو سره د مخامخ کېد وپه حال کې دی نو ځکه روسان هم دببړو راغی نارې وهی !په منځنۍ آسیا کې احتمالی بې ثباتی په سیمه کې د امریکا ګټې او اهداف جدی زیانمنولی شی. په منځنۍ آسیا کې د ډیموکراتیکو حکومتونو نشتون، پراخ اداري فساد، بده حکومتولی لکه د افغانستان پخوانی دوه سری حکومت، د نفوسو زیاتوالی د توندلاریتوب د خپرېدو او د بې ثباتۍ رامنځ ته کېدو لپاره زمین
راځی دخپل کور دساتني لپاره عاجل اقتصادي تصمیم ونیسو
راځی دخپل کور دساتني لپاره عاجل اقتصادي تصمیم ونیسو طالبان به زر واري دسپینو او زرو کلاګاني جوړي کړي خو فایده به ونلري ځکه هغه به ټولي خیالي وي. طالبان عاجل یوکلن پلان ته ضرورت لري. دا پلان باید لاندې شرایط په نظر کې ولري. 1. دطالبانو حکومت به په نیزدي وخت کې نه امریکایان ومني او نه ګاونډیان. دبندو سرمایو توقع باید ونسي. که هغه آزادې سېي او حکومت په رسمیت وپیژندل سي نه هغه به یو نعمت وي چه شکرانه به یې دنوري ترقي لپاره په نوي قدم اخیستو سره ادا کول غواړي. 2.
هر خدمت او معاملې ته اجل «مسمی» فرض دی بغیر له درو (ملكيت فكري ، مادي ملك شرعي ملکیت او نکاح
هره ملي ، تجارتي ، بین المللي د وثیقې او معاهدې لپاره ضرب الاجل ( "مسمی" ) فرض عین دی !! او تمدید تذکر هم ضرور دی !!! کله چه د لیک دود ډیر کم و ، په هغه وخت کښي ، رب العزت و خپل رسول ته ښوونه په وحی سره وکړه چه د معاهداتو او معاملاتو له پاره لیکل وکړی ( أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ ۚ) ژباړه : اى مؤمنانو، كله چې دكومې ټاكلې نېټې له پاره تاسې په خپلو مينځو كښې دپور دراكړې وركړې معامله كوئ، نو هغه وليكئ .
د افغانستان خطرناکه ګاونډي او د طالبانو په رسمیت نه پیژندلي واکمني
سریزه : کابل ته د طالبانو بیرته ورستنیدلو سره د امریکایانو او ناټو شل کلن جګړیز ماموریت ناڅاپه پایته ورسید. د طالبانو لخوا پرته له یوه ډزه په ډراماتیکه توګه سیاسي واک ترلاسه کولو ورسته افغانستان د یو ناڅرګنده سیاسي برخلیک او نا روښانه راتلونکي په لور روان دی. په افغانستان کې د سیاسي واک تشې رامنځته کیدو سره د دې هیواد د ګواښمنو ګاونډیو هیوادونو لیوالتیاوې، ګټې، ننګونې، اندېښنې او ترینګلتیاوې مخ په ډېریدو دي. د سختدریځو اسلامپالو طالبانو واک