اوراد( اذکار) :
د دعاء عبادت دی له کتاب څخه
لیکوال : الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمي)
ذکر (ذِ) د حق یاد، بیان کول په ژبه، یاد کول، لیکل چې د زړه شفا او درملنه ده او غفلت د زړه مرض دی په ‌ذکر کې باید په لفظ او معنی دواړو تذکیه وشي؛ ځکه بې فکره ذکر څه معنی نلري، ذکر که په ژبه وي هغه ته ورد وایي د ورد جمع ته اوراد (دُعا‌ء ګانې اوذکرونه) وایی، ذکر که د لفظ معنی ته توجه ولري نو نفسی یې بولي، ذکر که یواځې لفظې وي نو قالبي یې بولي.
ذکر که ورد عدد ولري نوحصری او که بې عدد وي اطلاقې یی بولي، ذکر که په ژبه نه وي د روح او زړه توجه وي هغه ته خفیّ وایي.(سیروسلوک مرحوم بحر العلوم صفحه ۱۶۲)
قال تعالی : فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ - (ژباړه :نو [اې پېغمبره (ص)!] د خپل عظيم رب نوم په پاکۍ سره یاد کړه.) یعنی تسبیح او ذکر وکړي.
طاعت،د خدای تعالی ستاینه حمداوثنا، تسبیح، تحلیل، د قرانکریم قرائت دا ټول اذکار دي.
قرانکریم ذکردی ،ځکه د الهی نعمتونو اوصفتونو را یادونکی دی د تیراوراتلونکی رایادونکی دی ،د ټولنو د پرمختګ او شاتګ را یادونکی دی ،دقیامت را یادونکی دی د هستۍ د عظمت را یادونکی دی ،د تاریخ د شخصیتونواوژوند را یادو نکی،قرانی معارف اواحکام هغه حقایق دی چې باید زده شی ،تل ذهن ته وسپارل اوعمل پری وشې ،ځکه (ذکر) هغه پوهی اومعرفت ته ویل کیږی چې په ذهن کې حاضرعین اوغفلت تری ونشې.
هروخت په هرزمان او مکان کښې ذکرونه وکړو چې الله(ﷻ له مونږ راضې شي

سعادت اوخوښي د الله تعالی دتوحید اویووالي په پېژندلو کې ترټولوغوره او الله تعالی ته خوښ کلام هغه دی، چې په هغه د الله تعالی مدح او ستاینه شوې وي.
الله (ﷻپه سورة الحجر، ایه ۹۲- ۹۳ کې فرمایي:
(فَوَرَبِّكَ لَنَسْئَلَنَّهُمْ أجمَعِينَ ۹۲عَمَّا كانُوا يَعْمَلُونَ ۹۳ )
(ژباړه: نو ستا په رب مې لوړه ده چې ددې ټولو نه به پوښتنه کوو ۹۲چې دوی (په دنیا کې) څه یی کول ۹۳) - (قال: عن شهادة أن لا اله إلا الله (ژباړه: باید ووایو شها د ت ورکوم چې نه شته بل معبود غیرله یو الله (ﷻ څخه .)
د رسول اکرم ﷺ حدیث دی:
حد ثنا أحمد بن إسحاق، قال: ثنا أبو أحمد، قال: ثنا شريك، عن ليث، عن بشير بن نهيك، عن أنس، عن النبيّ ﷺ: (فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجمَعِينَ) قال: " عن لا إله إلا الله ". ) هغه کلام چې په هغه کي د الله تعالی ترټولوغوره ثناء او ستاینه شوې ده، د توحید کلمه (لا اله الا الله) ده، د اسلامي عقیدی اولنی رکن یعنې د کلمه طیبه اولنۍ حصه ده چې په هغه کې ښودل شوی دی چې د بندګي او د عبادت لایق صرف یو اللهﷻدی، ( محمد الرسول الله ) د هغې دوهمه برخه ده او په دې کې دا تعلیم ورکړی شوې دی چې د دې بندګي طریقه صرف درسول کریم ﷺ نه حاصلیږي. د هغو عباداتو څخه چې تل انسان باید په هغه عبادت سره مشغول او بوخت وي، هغه دالله تعالی یاد او ذکر دی، نو خپل زړونه د اللهجل جلا لهپه ذکر تداوي کړئ ډیر ‌‌‌‌‌‌ذکر کول ښه دي. هغه که په لاره وي، کور کې وي او که په سفرکې وي هغه ځايونه به د قيامت په ورځ بنده باندې شاهدان وي. هر کار په خپل وخت کې، لمونځ کول په معینه پنځه وختو کې هره ورځ اونور لمونځو نه هم په خپل وخت کې، د دُعاء په هکله لیکل شوی موضوع ولولئ او ډیرې دُعاء وکړئ، طاعت، د خدای تعالی ستاینه حمد اوثنا، تسبیح، تحلیل، د قرانکریم قرائت دا ټول اذکار دي.
قال تعالى: الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ و يستغفرون للذين ءا منوا [غافر:۷]
(ژباړه: د عرش باروونکې پريښتې او د هغه په شا او خواکې (پرښتې) د خپل رب ستاينه کوي اوپرهغه ايمان لري اود مؤمنا نو لپاره بخښنه غواړي)
د ذكر یو مثال: «لاَ إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِیکَ لَهُ، لَهُ الْمُلْکُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ».(ژباړه: هیڅ بل معبود غیر له الله جل جلا له څخه نه شته چې واحد او لا شریک دی پاچاهي یې ده، د حمد او ستایلو وړ یواځې هغه دی هغه چې په هرڅیز او کار باندې توانا دی.) د ورځی که سل واری ورد شی په اندازه د لسو غلامانو ثواب ګټې،او سل ګناهی یی پاکیږی او په هغه ورځ کې د شیطان څخه مصئون پاتی کیږی .
دُعاء: اللهم أعِنی عَلی ذِکرِکَ وَ شُکرِکَ وَ حُسنِ عِبادَتِکَ. (ژباړه : یا الله ستا په یاد، ذکر ،شکراوعبادت کولو سره می مدد ګارشي .)