ډ.حمیدالله زړور صاپی ( له ترکي ژبې پښتو ته ژباړونکی)/ بروکسل د ربیع الاول ۴مه ۱۴۴۵=د سپټمبر ۱۹/۲۰۲۳
(زمونږ د پیغامبر حضرت محمد صل الله علیه و سلم ځينې احادیث)
البته ترکانو ورته تر ټولو ښایسته حدیثونه ویلي دي.
مقدمه:د الله د رسول ص.له خولې وتلې خبرې ته حدیث ِشریف ویل کیږي.حدیث د کریم قرآن تاءيدي ځانګړنې لري.د اسلامي عالَم لپاره احادیث ،د حضرت رسول ص.د خبرو،کړو وړو، فکر او اعمالو په لیکل شوي شکل روایت شوي ، ډیر د اهمیت وړ ګڼل کیږي.
ځینو علماوو احادیث په ۳ ډولونو ویشلي: ۱-لمړۍ برخه د قرآن کریم تاییدونکي
۲- دوهمه برخه ېې د قرآن د احکامو واضح کوونکي
او ۳-دریم ډول ې په قرآن کریم کښې د ناذکر شویو موضوعاتو په اړه اشارې دي.
د اسلام مشایخ ( مشران) فکر کوي چې احادیث ، د الله ج. له خوا رسول الله ص. ته نقل شویدي.
اوس د احادیثو یو لړ پیلوو:
۰۱دوه سترګې دي چې دجهنم هور هغو ته نه رسیږي: یو د الله له ډار او ویرې ژړېدونکې ؛ او بله د الله په لاره کې شپه په ویښه پهره تیرونکې (ترمذي)
۰۲له ستاسو نه هیڅڅوک د حقیقی ایمان خاوند نه شي کیدای، ترهغې چې څه ځانته غواړي ،خپل مومن ورور ته ېې هم وغواړي(بخاري
۰۳مسلمان د مسلمان ورور دی. پر هغه ظلم نه کوي.هغه دښمن ته نه تسلیموی.(بخاری، مسلم)
که څوک د یو مومن ورور احتیاج پوره کړي،الله ج.به د هغه ضرورت پوره کوي.که څوک یو مسلمان له تنګسې څخه وژغوري،الله ج.به په قیامت کې ده ته د دوزخ له یوې تنګسې نجات ورکړي.اوکه چا د یومسلمان قصور پټ کړ،الله ج. به قیامت کې د ده نقص پټ کي
۰۴مسلمان هغه څوک دی چې انسانان ېې د لاس او ژبې څخه په امان کښې وي.(ترمذي؛ مسلم)
۰۵که ایمان رانه وړئ ،جنت ته نشئ ڼنوتلی؛که یو بل درباندې ګران نه وي(په حقیقی مانا) مو ایمان نه دی راوړی.(مسلم؛ترمذي)
۰۶یو له بله سره بغض(کینه) مه کوئ.حسد مه کوئ. یو بل ته شا مه اړوئ.مسلمانته د خپل دینې ورورسره له ۳ورځوډیر مرورتیا نشته
ای د الله بندګانو! سره وروڼه شئ!(بخاري)
۰۷هر چرته چې اوسې، د الله ج. مقابل کې دې خپل مسولیت وپیژنه.د کومې بدې کړنې څخه وروسته یوه ښېګڼه وکړه تر څو هغه بد له مینځه یوسي. انسانانو سره د ښو اخلاقو سره مناسبه رویه وکړه.(ترمذي)
۰۸"آیا هغه څوک دروپیژنم چې دی د جهنم هور ته او دجهنم اور پر ده حرام دی؟
زړه ته رانژدې،د ډیر نرم خوی لرونکی،او هر څه آسان نیونکی دی دا"(ترمذي)
۰۹مومنین، دیو بل سره په مینه کې،مرحمت کښې او مهرباني او شفقت کې بالکل لکه د یو بدن په شان دي؛هر کله که یو غړی(عضوء) ناراحته شي،نور غړي د بې خوبۍ اوتبې په ښودلو سره درد ویشي!!(مسلم)
۱۰که څوک غواړي له جهنم نه لرې اوجنت ته داخل سي نو پر الله او آخرت د ایمان راوړلو تر څنګ،کله چې مرګ ورته رانېژدې سي ،انسانانو سره دې هغسې رویه وکړي لکه ځانته ې چې د هغوی له خوا غواړی.(مسلم)
۱۱که څوک یو خیر ته دلالت وکړي،لکه د هغه خیر د اجراکونکي هومره اجر وړي.(بیهقي)
۱۲اوښ دې وتړه! بیا وروسته پر الله توکل وکړه!(ترمذي)
۱۳زه، د ښایسته اخلاقو د تکمیلولو (تمامولو) لپاره د رسول په حیث رالیږل شوی یم.(بخاري)
۱۴خوشبینه اوسه چې نور هم درته خوشبینه شي.(ابن حنبل)
۱۵شتمنئ د ځمکو یا مالونو له ډیروالی څخه عبارت نه ده؛اصيله شتمني د زړه ثروت یعنې قناعت ده.(مسلم)
۱۶دکارونو تر ټولو ښه د هغو منځ ده.یعنې له افراط او تفریط څخه آزاد،معتدل(وسط)دی.(بیهقی)
۱۷دهر هغه څه چې زړه دې غواړي،خوراک،هم اسراف دی.(ابو داود)
۱۸نیکمرغي د هغه چاده چې عمر ې اوژد؛عمل ،حرکات او کار او عبادات ې ښکلي وي.(طابراني)
۱۹د الله ج.په نزد هغه عمل تر ټولو محبوب ده چې که لږ هم وي خو دوامداره وي.(بخاری)
۲۰ستاسو له ډلې،هرڅوک چې د جُمعې لمانځه ته ځي ،غسل دې وکړي.(بخاری،مسلم)
۲۱د قبر عذاب پر هغه ډیر وي، چې د متیازو(بولو)څخه د پاکوالی خیال نه ساتی.(ابن ماجه،نسایی)
۲۲په مسواک د غاښونو پاکول،مړینه خارج، د نورو ټولو ناروغیوډیری برخی ته شفآء ده.(دیلمي)
۲۳صفایی ته دواملرونکې اعتناء(توجه) ،انسان پوره ایمان ته دعوتوي.(طبراني)
۲۴ستاسونه کوم یوپه دې نیت چې په اوداسه سره وګرځي،اودس وکړي؛ترڅوې چې اودس ماتیږي لکه د لمانځه اجرورکول کیږي(مناوي)
۲۵په لمونځ کښې صفونه سم صحیح برابر او پر یو خط منظم کړئ.(مسلم)
۲۶له تاسو څخه هر کس چې جومات (مسجد) ته ڼنوځي ،بې له ۲ رکعته لمونځ څخه دې نه کېني!!.(مسلم)
۲۷مومن ته له مړینې پس، لمړنۍ تحفه ،د هغه چا له خوا چې دجنازې لمونځ ېې ادا کړی وي، د الله ج.په نزد د مغفرت دعا ده.(دیلمی)
۲۸د هر شي زکات شته؛ د بدن(جسد)زکات ،روژه ده.(ابن ماجه)
۲۹څوک چې د رمضان روستۍ لسیزې کې اعتکاف وکړي لکه د ۲حجونو او دوه عمرو ثواب ورکول کیژي.(سویوتی)
۳۰کله چې د مال زکات دې ورکړې،لکه خپل پور دې ې اداء کړی اوسي.(بخاری)
۳۱یوازې دغو دوه کسانو سره غبطه(حسرت) خوړل کیژي:
اول هغه چې قرآن ک. ېې زده کړی وي او شپه و ورځ پې عمل کوي
بل هغه چې،الله ج. له خوا د ورکړل سوي مال څخه ورځ و شپه د الله په لار کې مصرف یا خرچه کوي.(بخاری،مسلم)
۳۲میرمنې، د سړیانو سره یو ځای ،د یو کُل تکمیلوونکې بله خوا دي.(ابوداوود)
۳۳یو مومن باید پخپل زړه کی، د خپلې میرمنې نفرت ته ځای ورنکړي!،ځکه که ځينې خویونه ې ورته نه خوښېژي؛حتماََ ې د خوښې نور خویونه ورته خوشېژي.(مسلم)
۳۴هر څوک چې مور له بچیانو جلا کوي،الله ج.د قیامت په ورځ دی له عزیزانو ېې جدا کوي.(ترمذی)
۳۵څلور څیزونه د پیغامبرانو له سنتونو جملې څخه دی:
حیا(شرم)؛ د خوشبويۍ مښل؛ د مسواک کارونه؛ او واده کول.(ترمذي)
۳۶هیڅ یو پلار ،خپل اولاد ته د ښې روزنې(تربیی)نه لوړه ډالۍ نه ورکوي.(ترمذي)
۳۷ستاسو نه تر ټولو ډیر خیر رسونکی، د خپلې میرمنې سره ښه سلوک کونکی دی.(ابن ماجه،ترمذی)
۳۸پر ماشومانو مرحمت نه لرونکي او دمشرانو احترام نه کوونکي ، زمونږ نه ندي.(ابوداوود، ترمذي)
۳۹که څوک د خپلې روزي زیاتیدل او یا د اجل وروسته کیدل غواړي،د خپلوانو سره اړیکو ته دې دوام ورکړي.(مسلم)
۴۰که یو څوک خپلې کورنۍ لپاره خرچه کوي او ثواب ې له الله ج.څخه وغواړي،دا خرچه د ده لپاره صدقه حسابیږي.(بخاری)
۴۱پام کوئ له خپلو پلرونو مخ مه اړوئ! او لرې ترینه مه ځئ! ، ځکه دا نمکحرامي کیږي.(بخاری)
۴۲که څوک خپلو درې لورګانو ته د ژوند اسباب برابر کړي،هغوی ته ښه روزنه ورکړي او وې ودوي(واده ې کړي) او ښه چلند ورسره وکړي،جنت د همدغه سړي دی!.(ابوداوود)
۴۳له دغو اووو (۷) حالاتو څخه چې د انسان د هلاکت باعث ګرزي تښتئ!!!!!!!
۱-له الله ج.سره شریک پیدا کول
۲-سِحر او جادو
۳-د هغه نفس وژل چې الله د هغه وژنه حرام کړي وي
۴-سود خوړل
۵-د یتیم مال باندې خیټه اچول
۶-له جګړې تښتیدل
او ۷- پر با ناموسه او بیګناه مومناتو ښځو باندې افتراء(د درواغو تهمت) تړل.(بخاري،مسلم)
اللهم صل علی سیدنا و سندنا و بشیرنا ونذیرنا محمد وعلی آله و اصحابه و ازواجه وذریاته و اهل طاعته اجمعين
کما صلینا و بارکنا علا ابراهیم و علا آل ابراهیم انک حمید مجید. برحمتک یا ارحم الراحمین.