مقالې


د ځمکې پر مخ تر ټولو لومړی جنایت

د قتلونو ، وژنو او وينو د تويولو لړۍ چې ، د فساد خورا ستر ډولونه دي ، د لومړي ځل لپاره د ځمكې پر مخ د انسانانو په تاريخ كې ، د ادم عليه السلام د دوه زامنو ( قابيل او هابيل ) تر منځ شروع شوه ، تر دغه وخته پورې لا انسانانو يو د بل وژل نه پېژندل . تر دغه وخته پورې د ځمكې په سر فسادونه او شرونه نه وو ، د لومړي ځل لپاره د ادم عليه السلام د دوه زامنو هابيل او قابيل تر منځ جنجال پېدا شو چې ، بالاخره د هابيل قتل ته منجر شو او د قابيل په لاس په قتل ورسېد . د قتل د دی عظیم جنایت په اړه چې قابیل

12.01.2022 قاضي طارق

د طالب او نظارشورا ګډې موخې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ایران له سفره واپس، د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته په څرګندونو کې د دې خبرې پخلی وکړ چې تهران کې يي د جمعیت د پخواني جنګسالار اسماعیل خان او د نظارشورا د یو سرخېل احمد مسعود سره لېده کاته کړې دي. په دې کتنه کې د جمعیت یو بل غړی حفیظ منصور هم ګډون درلود. ویل کیږي دا لېدنه د ایران د سپاه پاسداران د پوځي استخباراتي ډلې په مټ تر سره شوې. دا هم ویل شوې چې امیرخان متقي د اسماعیل خان وراره عبدالقیوم سلیماني په ایران کې د افغانستان د سرپرست

10.01.2022 سرلوڅ مرادزی

ایا د دوحا تړون طالب ته مشروعیت ورکولی شي؟

طالب امریکا سره په دوحا تړون کې د دوی په ګټه د پټو معاملو پرته، د خپل مشروعیت لپاره د هېواد او نړیوال حقوفي بنسټونو له مخې هیڅ لاسوند او دلیل نه لري. دوی چې د دوحا تړون په مټ، له پوځي لارې دولتي واک ترلاسه کړی؛ واک يي د مشروعیت د بحران سره مخ دی. نن سبا پنځه میاشتې پوره کیږي، خو د طالب واک نه په هېواد دننه مشروعیت پیداکړ او نه په نړۍ کې کوم هېواد په رسمیت وپېژاند. کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان چې د برتانوي هند د انګریز وایسرای اکټونه کوي؛ هېواد يي تر اوسه تیار نه دي چې د طالب حکوم

07.01.2022 سرلوڅ مرادزی

دغنی دسقو ط او هیاهو اجمالی تصویر

یو خواته جوړ ملي اختر دی، جوړې میلې دي بل خواته قام مې در په در دی، نارې سورې دي دې ته وخاندم که دا بل ته وژړیږم، داسې ژوند ته حیرانیږم اوس له اسلامی امارت سره ګاونډی ، د سیمې، منځنی آسیا او نړۍ نورټول هېوادونه د افغانستان په رسمیت پېژندلو کې ناغیړی کوی نړۍ هم د زاغ زنده باد لوبه کې دلته یولوری نه دی په سیاسی لحاظ داستخباراتی کړیو ، نړیواله دېبلو ماسیو او تعامل ، دنړیوال اګر مګر توطیی ،تحریمونو،پلمو اوبهانو،د سره غوایی ښه قلبه کو اوتور غوایی بده قلبه کول دی حال داچې ددواړو غویانو

07.01.2022 ع.شریف زاد

ایا د ولسمشر وژنه او استعفی ګټوره وه؟

تر هر څه مخکې باید ووایم، ما د ولسمشر غني په حکومت کې هیڅ دنده نه درلوده او د دوی د حکومت په ټوله دوره کې له هېواده بهر اوسېدلی یم. ولسمشر سره مې هیڅ اړیکې نه درلودې او نن يي هم نه لرم. د ولسمشر غني د حکومت او نورو چارو په اړه زما لیکنې یوازې او یوازې زما شخصي نظر دی. زما په اند ولسمشر غني اوس هم د هېواد لپاره ګټور تمامېدای شي. نوموړی پخپلو خلکو او هېواد میین او خواخوږی شخصیت دی. زه د هغه افغانانو د نظر برعکس فکر کوم چې وايی ولسمشر غني باید په ارګ کې پاتې وای چې وژل شوی وای، تر تیښتې

05.01.2022 سرلوڅ مرادزی

یوه لنډه کیسه: وطن مو وران شو لا ورانیږي

توماس په خندا سره باتور ته ووییل “ های ... دا تا سو افغانان ولي خپلو ښځو ته حق نه ورکوې؟ ” باتور چی له څو کلو راهیسې په جرمني کی اوسیدهء، تقریباً هره ورځ به له داسی یو سوال سره مخ کیده او نه پوهیده چی څنګه به دا خلکو ته قناعت ورکړي چی دی یو عادی افغان دی او نشي کولای چی د ټولو افغانانو په نماینده ګي خبري وکړي، خندا سره ووئیل “ والله زه نه پوهیږم... که څه هم چی زه د ښځو د حقونو پلوی یم خو دا ټولنه یی نه غواړي” توماس بیا په غوصه شو او په جګ آواز یی ووئیل “کومه ټولنه... په دا

05.01.2022 سمیع الله خالد سهاک

آیا زده کړي عمر اوږدولای شي؟

ددې لیکنې انګېزه دوه موضوعات دي. لومړۍ موضوع په هالنډ کې د یوې څېړنې پایلی دي، چې د لوړو زده کړو او ټيټو زده کړو لرونکو کسانو،  د ژوندانه د ډولونو ځنې توپیرونه په کې څرګند شوي دي. دوهمه موضوع ، په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر ټکنې حالت، په آزادۍ راډیو کې یو بحث دی، چې څو ورځې دمخه خپور شو. تیره شپه د هالنډ په یوه تلویزیونې کانال کې یوه په زړه پوری خپرونه وړاندی شوه. نوموړی خپرونه د لوړو زده کړو او ټیټو زده کړو لرونکو کسانو د ژوندانه د ډول  پر عمومي توپیرونو را څرخیدله، په ځانکړی

04.01.2022 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

د بی ګناه نفس وژنه

د قرانکریم نه دا په صراحت سره ښکاري چې په ټولو امتونو کې د نفس د وژلو د تحریم حکم بني اسرائیلو ته متوجه شو ، کوم نفس چې بې ګناه دی نو وژل یې حرام دي او جریمه یې خورا لویه او د ټول بشریت د وژلو سره برابر دی ، دا یو قراني فیصله ده چې یوازی بني اسرائیلو ته نه بلکې د ټول بشریت لپاره ده . هغه څوک چې په ځمکه کې د فساد د خپرولو هڅې کوي ، انسانان وژني او یا یې مالونه لوټ کوي ، د هغو په هکله به په راتلونکي یو بل فصل کې پوره وضاحت وشي ، دلته یوازې د هغه چا په اړه بحث کوو چې د فساد او نفس وژنې نه په

04.01.2022 قاضي طارق

لویه جرګه او طالبان

پر کابل تر قبضې وروسته د طالبانو د واک پنځه میاشتې په پوره کېدو دی. د دې واک تر ټولو ګټور اقدام دا کېدای شي چې د تېرو شلو کلونو یو شمېر لنډه غر او بدماشان يي چې د افغان ولس پر برخلیک تپل شوي ول، يا يي په کور کښېنول او یا له هېواده ووتل. د پنجشیر دره چې د سپکو او درنو وسلو زیرمه او وسلتون وو، د طالب لاس ته ورغله. دا هغه وسلې وي چې نظارشورا او جمعیتیانو به پرې هېوادوال ډارول. د پنجشیر په وسلتون يي د حامد کرزي او د ولسمشر غني حکومتونه ګواښل ، مرکزي واک يي پياوړتیا ته نه پرېښود او نورو جنګسالاران

04.01.2022 سرلوڅ مرادزی

تروریزم صلیبی و یهودیزم آدم کش، همه چیز را تحریف نمودند ، حتی تاریخ میلاد عیسی مسیح را !

تروریزم صلیبی و یهودیزم آدم کش، همه چیز را تحریف نمودند ، حتی تاریخ میلاد عیسی مسیح را ! ما اکنون در سال 2027 م به سر می بریم نه در سال 2022 م ! ....................................................... قضیه ای این تحریف ازین قرار است که : رومیان باستان پیش از تقویم میلادی ، از تقویم رومی من حیث تاریخ رسمی ، استفاده می نمودند . و تقویم رومی از سال 1 بنیان گزاری شهر روم باستان که برابر با سال753 پیش از میلاد بود آغاز می گردید . و در این تقویم هر سا

03.01.2022 عبدالخالق صارم

د اګست د ۱۵ مې کودتا څنګه پېښه شوه!

کودتاوې، د یوې ډلې د پوځې لارې، د ټولټاکنو او د ولس له پراخ ګډون پرته، د حکومتونو او نظامونو بدلون که یوخوا نامشروع او د ولس د رایو او ارادې سره ښکاره دښمني ده؛ بلخوا که څه هم په ظاهر کې اني او فوري پېښیږي، خو پېښېدو ته يي لاملونه او شرایط تر مخکې برابریږي. کودتاوې لکه بې وریځه اسمان کې چې باران نه کیږي، پېښېدو ته يي باید تر مخکې لاملونه یو په یو برابر شوي وي. د اکست د ۱۵ مې کودتا هم که پېښېدا يي اني وه، خو شرایط ورته مخکې تر مخکې برابر شوي ول! د اګست د ۱۵ مې کودتا د نورو کودتاوو په ت

03.01.2022 سرلوڅ مرادزی

پخواني ولسمشراشرف غني مفسد وو که نه؟ قضاوت به تاریخ وکړي خو دده کړنۍ د دسوال وړ وي

1. ولسمشر غني چه دهیواد ولسمشر وو ولې یي دفساد مخه ونه شوه نیولې.2. دولسمشر غني په دوره کي په هیواد کي په ملیونونو ډالره حذف کیدل د خیالې معاشونو نه نیولي د دولت او ګمرکونو ډیره برخه پیسي شخصي جیبونو ته لویدلي.3. دده په اووه کلنه دوره کي وکیلانو او یا لوړ رتبه دولتي کارمندانو د ځان ساتلو لپاره په سل هاوو ملیشو د دولت بودیجي نه پیسي اخیستي  او دقانون نه یي هم سرغړونې کولي.4. ولسمشر غني قانون ته پخپله هم نه ووپابند او په مصلحتونو یي حکومت کولو. یو ښه مثال يي دډبل عبدالله سره د حکومت

01.01.2022 میرویس زړن

د طالبانو برید، د افغانستان پخواني ولسمشر غني له کابله د تېښتې دفاع وکړه

سرچینه : د جرمني ‌ډېرشپیکل ویبپاڼه ژباره :        سراج الحق ببرک زی ځدراڼ د طالبانو بریدد افغانستان پخواني ولسمشر غني له کابله د تېښتې دفاع وکړههغه له افغانستانه وتښتېد او ولس یې طالبانو ته پرېښود. پخواني ولسمشر اشرف غني د اګسټ میاشتې په نیمایې کې له کابل څخه ووت او ولاړو، څو یوازې د وینې تو

31.12.2021 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

په تیاره کې ساتل شوی ولسمشر!

له بي بي سی سره مې د پخواني ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني مصاحبه ولوسته. ډیرې خبرې مې ورپکې ولیدې. مصاحبه سوالونو ته د ځواب ورکولو تر څنګ ډیر نور سوالونه راپیدا کوي. ما نه غوښتل او نه غواړم په دې اړه ډیر څه ولیکم، ځکه چې دده د واک په وخت کې مې خپل انتقادونه او اصلاحي نظرونه او وړاندیزونه لیکلي او وړاندې کړي دي؛ خو بې له لیکلو هم سړی له داسې مصاحبې نه شي تیریدلای. نو دا لاندې لنډې یادونې به ددې لیکنې له درنو لوستونکو سره شریکې کړم. • د نړۍ دوهم متفکر به ځان بولي، د پوهنتون استاد وي او دیرش کا

31.12.2021 نور محمد غفوري

د کمپیوټر ساینس په اړه د خلکو غلط نظرونه

زموږهېوادوال داسې یو خوی لري، درنه به پوښتنه وکړي چې کوم پوهنځی دې لوستی یا یې لولې، چې د کمپیوټر ساینس نوم واخلې نو داسې فکر کوي ګوندې دا کمپیوټر ساینس یوازې په کمپيوټر باندې کار کول (Computer Operating) دي. درته به واي چې دا پوهنځې د څه کوه، کوم بل څه به دې لوستي وه. کمپیوټر خو په لنډمهالو کورسونو کې هم زده کولی شې. غواړم د دې لېکنې له لارې دغه دوستانو ته دا خبره روښانه کړم چې کمپیوټرساینس یوازې کمپیوټر باندې کار کول نه بلکې یو ځانګړی علم دی. که ووایو چې نن سبا داټوله نړۍ د دغه علم د ابتکار

30.12.2021 میرویس

آخ آخ هیواد مي

افغانانو پخپله کړ خپل هیواد خوار عریب کباړ کباړ بیا وايی دا خو دپنجاب او تهران ګناه ده دوي پخپله نه پریږدي نجونۍ مکتب ته بیا وایي دا خو دعمران خان ګناه ده نه اخلي تذکري نه مني دانتخاباتو پایليبیا وايی دا خو د ګلمرجان ګناه ده پښتون چه کابل ته راشي ورنه هیره شي خپله ژبهبیا وايی دا خو د فارسي زبان ګناه ده یو پکي طالب شي بل عسکر، پریکوي دیوبل نه سربیا وایی دا خو دروس بل امریکا ایران او پنجاب ګناه ده وطن مو خ

27.12.2021 میرویس زړن

افسانه بابا نوئل ، از تراوشات فکر عقب مانده و مرتجع غرب شرارت پیشه است

آئین مسخره مسیحیت غرب آدم کش و فرهنگ افسانه پرست و مرتجع این شرارت پیشگان ،  با تنیدن افسانه بابا نوئل برای کودکان شان ، کودکان خود را از همان مرحله خرد سالی ، با افسانه گویی و خرافات پرستی و وابستگی با جهان اوهام و خرافات و تخیلات ، تربیه نموده و ذهنیت شان را برای پذیرش هر گونه چرندیات و یاوه سرایی ،  آماده می کنند ! تا در آینده به هر اندازه یاوه سرایی ، چرندیات ، خرافات ، أوهام ، افسانه گویی ، شرک ، جعل ، تزویر ، دروغ ، تحریف ، تبدیل ، ارتجاع ، و ... که مسیحیت غرب جنایتکار ، این همه

27.12.2021 عبدالخالق صارم

بیت المقدس

بيت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله ده ، او د ځمکې په سر دوهم جومات دی چې د مسجد حرام څخه څلویښت کاله وروسته جوړ شوی دی ، لکه چې په مسلم کې د ابي ذر رضي الله عنه نه روایت شویدی قال: (سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم عن أول مسجد وضع في الأرض قال : المسجد الحرام ، قلت : ثم أي ؟ قال : المسجد الأقصى ، قلت : كم بينهما ؟ قال : أربعون سنة ، ثم الأرض لك مسجد فحيثما أدركتك الصلاة فصل ) ژباړه : ابي ذر رضی الله عنه وایې : د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه می پوښتنه وکړه چې د ځمکې پر مخ د

26.12.2021 قاشي طارق

روایت تازه ای شرم آور از رانده شده گان وغارتگران تاریخ

اینک بعد از گذشت نزدیک به پنج ماه کم وبیش از ورودی طالبان به شهر کابل، تکمیل سلطه آنان بر افغانستان و خروج نیروهای نظامی آمریکا از این کشور، همچنان بسیاری از ناظران سیاسی فرارِ اشرف غنی، رئیس‌جمهور پیشین افغانستان در آن وشرایط حساس را به‌عنوان عامل مهمی در تسریع سقوط حکومت افغانستان و افتادن دوباره آن به دست قوای طالبان، می‌دانند. روز ۲۴ اسد گذشته، پس از پیشروی‌های عجیب و سریع گروه طالبان و سقوط اکثر ولایت‌های این کشور، رئیس‌جمهور اشرف غنی به همراه شماری از مقامات این کشور، صحنه مسئولیت خود ر

26.12.2021 ع.شریف زاد

انفلاسیون او ډیفلاسیون (پيژندنه، ډولونه، اغیزې، کنترول او نور)

انفلاسیون او ډیفلاسیون (Inflation and Deflation) ۱: د پيسو پړسوب یا انفلاسیون (Inflation) پیژندنه: د پيسو د پړسوب اصطلاح په اقتصاد کې په لوړه کچه د بحث وړ ګڼل کیږي چې په لومړي ځل د نوو کلاسیک اقتصاد پوهانو له لوري وپيژندل شوه. نوي کلاسیک اقتصاد پوهان زیاتوي، د پيسو په مقدار کې په لویه پیمانه زیاتوالی د قیمتونو د کچې د چټک لوړوالي لامل ګرزي. د شیکاګو په پوهنتون کې د نوو کلاسیک اقتصاد پوهانو او د هغوی د پيروانو لپاره د پيسو پړسوب په بنسټيز ډول یو پولي پدیده ګڼل کیږي. د فریډمن په آند

25.12.2021 امان الله ورین

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more