دودیال
د COP28د نړیوالې غونډې پای

[خیر که څوک مو یو خروار لیټۍ کې نه شمیري، موږ به خپله خپلې ستونزې حلوو}
***
د اقلیمی بدلونو په اړه د COP28 نړیوال کنفرانس چی د م.م.(UN) له خوا عربی اماراتو کې د دولس ورځو لپاره تر دوه سوه دزیاتو هیوادو، سازمانو او ادارو په ګډون دایر شوی و، له ټاکل شویو ورځو یوه ورځ اضافه وخت یې ونیو،د ۱۴۰۲ل. کال د لیندۍ په ۲۲مه=13/12/2023 پای ته ورسېد. دولس ورځې علمی او مسلکی بحثونه وو، او په آخر کې د پریکړه لیک جوړول. خصوصاً د فوسیلی سون توکو دسلنې د کمولو برخه کې ډیر بحثونه وشول، سره له دې چې ټولو د نګه انرژی لګښت او د فوسیلی سون توکو پرېښودو باندې توافق ونشو کړای، خو بیا هم یو داسې مشترک پریکړه لیک صادر شو چې څه ناڅه تر ۲۰۳۰م. کال پورې به د فوسیلی سون توکو سوځول زیاته اندازه کم او باالمقابل به د غیر فوسیلی انرژیکی منابعو( پاکی انرژی) سوځولو سلنه لوړه شي. بحثونه د اوپک غړو، هند او چین او یو دوو افریقایی هیوادو وغځول. دوی د فوسیلی سون توکیو کمولو ته په آسانه حاضر نه وو.
د دغه کنفرانس هدف ډیر انسانی و. اوس هم ښه شو. تر هیڅ همدومره هم غنیمت ده. دوی د فوسیلی سون توکیو د لګښت حد اقل کولو ته ۲۰۳۰ م. کال، یعنی هغه کال چی SDGsهم باید خپل اهداف په همدې کال ترلاسه کړي، وټاک. ښه زیری دا و چی بیوزلو هیوادو کې د اقلیمی بدلون د منفی اثراتو د جبران لپاره سل میلیارد ډالره ومنل شول. دا د افغانستان په شان هیواد لپاره چې د چاپیریال ککړتیا کې یې دپښې پل کوچنی، خو زیانمن کیدل یې زیات دي، ښه خبر دی. افغانستان دغه کنفرانس ته نه و ورغلی. د دې مانا دا نده چې اقلیمی بدلون موږ ته بی توپیره ده، بلکې موږ خپله کولای شو ډیر ښه تدابیر ولرو او ځان له دی ناورین خوندي کړو.
راقم الحروف د دې کنفرانس د پیل پرمهال اقلیم، اقلیمی بدلون، د اقلیم د بدلون اغیزو او د افغانستان داقلیم په اړه لیکنه کړې وه. دلته به هغه ضروری وړاندیزونه ولیکو چی زموږ پر وس پوره او راته ګټور او حتمی دی:
• د انرژی د ډول تعویض ، لکه د فوسیلی سون توکو پر ځای د بریښنا، طبیعی ګازو، سولر ښیښو (پاکې انرژي) استعمال. په تیره بیا نن ورځ ډیرو هیوادونو نوې طریقې رامنځته کړي دي لکه د تنویر لپاره د سولر انرژی او له باد څخه د بریښنا تولید او داسې نور.
• د ککړوونکو او فاضله موادو دوباره دوران لکه بیا تصفیه کول او له کاره لویدلو وسایلو دوباره ترمیم،
• دهغو احتراقی موادو پر ځای چې پوره نه سوځي، د داسې موادو سوځول چې پوره سوځی او ډیر کم مضره ګازونه هواته ازادوي. دبیلګی په تو ګه د ډیزلو پر ځای د پټرولو استعمال او د پترولو په عوض د طبیعی ګازونو او دګاز په عوض د برېښنا استعمال.
• د زراعتی آفاتو په وړاندی د کیمیاوی مرکباتو د استعمال پر ځای د میخانیکی او بیولوژیکی مبارزی غوره کول. مثلاً د مفیده حشراتو په واسطه د مضره حشراتو ښکار کول، د خیشاوی او د لاس په واسطه د اضافی بوټوله منځه وړل او داسی نوری طریقی،
• د زړو انجنونو ترمیم او تعویض کول او د سون د دستګاه د نواقصو ترمیم،
• د شنې ساحې ساتنه او د ځنګلونو احداث،
• دڅړځایونو او پارکونو ساتنه،
• د ککړوونکو دمخنیوی، د شنې ساحې د ساتنی، د ځنګولو د احداث او نورو برخوکی د خلکو پوهاوی او د عوامو د معلوماتو زیاتول او کلیوالی سیمو کی د چاپیریال ساتنی د اصولو ښودنه،
• د عناصرو تعویض، مثلا د سربو پرځای د نورو عناصرو استعمال. دبیلګی په توګه: ترڅو کلونو مخکی پوری په طباعتی صنعت کې سرب ډیر استعمالیدل، خو نن ورځ له دغه مضر فلز څخه کار نه اخیستل کیږي.
• د خامه سړکونو پخول او د عمومی ترانسپورت اصلاح او د کوچنیو موټرونو پرځای د عامه ترانسپورت(شهری بسونو، ملی بس او ټرن) څخه کار اخیستل،
• د یو شمیر تجزیه کیدونکو عضوي موادو تر خاورې لاندې کول چی تجزیه شي(خو هغه کیمیاوی مواد باید تر خاورو لاندې نشي چی خاوره ککړه یا زهری کوي)، یعنې هغه عضوی مواد دې د ځمکی له سر څخه تر خاورو لاندې شي چې تعفن رامنځته کوي.
• د بدرفتونود تخنیکي او بې ضرره سیستم ایجاد،
• د شور- زوږ کمښت،
• په هغو صنایعو او تولیداتو باندې د مالیاتو لوړول چې ډیر مضره ګازات تولیدوي یا یې محصولات بی کیفیته یا چاپیریال ته ضرر رسوونکی دی او یا له ډیر افراط څخه کار اخلی،
• د ډیر اسراف مخنیوی او د یو ځل مصرفیدونکو توکو پرځای د دایمی وسایلو استعمال ته پاملرنه،
• د وسلې، باروتو، انفجار او بمباریو دایمی درول او له جګړی او د جګړی ناولتیاوو سره دایمی خدای پامانی،
• په ودانیو کې دپخو – خټینو خښتو پرځای د عایق ساختماني توکو استعمال، ترڅو دژمي پر مهال کوټې ډیرې یخې نشي او د سون توکو لګښت کم شي،
• د مفرط ښکار مخنیوی او د مفیده حشراتو ژوند ته د ګواښ کمول، دا ځکه چې ډیر الوتونکی او حشرات اضافی مضره مواد تصفیه، تجزیه او یا د خوراک په توګه خوري،
• د سینګارد وسایلو، د احتراقیه لوبو وسایلو، پلاستیکی بازیچو استعمال کې کمښت راوستل،
• د پلاستیک د استعمال محدودول، مثلا د پلاستیکی کڅوړو پر ځای د ټوکر د دایمی کڅوړو استعمال، په اخترونو کی د پټآقیو د چاودنو مخنیوی،
• په اوبو کې د پلاستیکونو او نورو ککړوونکو نه غورځول،
• دفامیلی پلاننیګ تدابیر،
• د اقتصادی فعالیتونو ډېر ښه تنظیمول او له طبیعی شتمنیو په هوښیارۍ او عقلمندۍ کار اخیستل،
• دځنګلونو احیا او احداث او تردې هم مهمه دا چې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وشي. زموږ مبارک پیغمبر فرمایلی و: که چیرې سباته قیامت راتلونکی وي، او نن ستا په لاس کې نیالګی وي، نو هغه باید کینوی. د اسلام مبارک دین د فلاحت خوښوونکی دی. الله پاک په قرآن عظیم الشان کې انسان پروچه او سمندر له فساد څخه منع فرمایلی دی. دغه مبارک ارشادات باید ولس ته ورسوو،
• .په نورو استعمالونوباندې باید د کرنیز استعمال د اړولو مخه ونیول شي. د ځمکې نهه ډوله استعمال دې تفکیک او لارښوونه دې ورته وشي،
• دبې وخته ښکار او د ژوند دتنوع له تباهي ځان وساتو،
• د کرنې وړشنې زمکې په کورونو سړکونو، سرایونو(غیرزراعتی استعمال) له کښت ونه کاږو،
• د موسمي اورښتونو اوبه زیرمه کړو او د اوبوله ککړتیا ډډه وکړو، اوبو ته بندونه او کانالونه جوړ کړو،
• چاپیریال ته له زیان اړولو او د ککړتیا د مخنیوي برخه کې پوهاوی ته پاملرنه وکړو،
• داقلیمی بدلون د بحران ناورین او دهغه لپاره تدابیر یواځې د چاپیریال ساتنې د ادارې مسئولیت نه، بلکې د ټولو حکومتی ادارو، سازمانو، عوامو او ټول ولس مسئولیت دی.
• د اقلیمی بدلون د بحران د مخنیوی پالیسی باید ټولو اداراتو ته ورسول شي او دتطبیق راپور یې وغوښتل شی.
• ډیره ضروری ده چې د کرنې وزارت، د کلیو د پرمختیا اداره، د چاپیریال ساتنی اداره، دښارجوړولو وزارت او ښاروالیګانی د م.م. د هغو سل میلیارده دالرو څخه د ګټې اخیستنی لپاره لازم پروپوزلونه او وړاندیزونه برابر کړي، چی د افغانستان په شان هیوادو ته د اقلیمی بدلون د مخنیوی او د چاپیریال د نه ککړتیا لپاره په پام کې دي.