ژباړه: عزت الله ذکي

که تاسو لوړه پوهنيزه وړتیا هم ولرئ؛ یا ستاسو د IQ کچه ډيره لوړه وي، بیا هم په نړۍ کې ځینې موضوعات شتون لري، چې تاسو یې په آړه نه پوهیږئ.
په دې مطلب کې موږ د نړۍ ۱۰ هغه په زړه پورې حقایق رانغاړو، چې ښايي تاسو مخکې نه وي اوریدلي.

۱. د پيشوګانو خرخر ږغ:
د پیشوګانو مالکان معمولاً روښانه ځواب ورکوي، چې ولې داسې پیښیږي؟ پیشوګانې نه یوازې هغه مهال دا ږغ کوي، کله چې دوی خوشحاله وي، بلکې دوی کولی شي دا ږغ د جنګ یا وږې په حالت کې وکړي او بلې پیشو ته ملاتړ یا ګواښ څرګند کړي.
ساینس پوهان دې پایلې ته رسیدلي دي، چې د پیشو د خرخر ږغ فریکونسۍ له 50 څخه تر 150 درجو پورې وي او پیشوګانې کولی شي په مختلف وختونو کې خپل خرخر ږغ بدل کړي.
د پیشوګانو دا کار د دوی د فزیکي روغتیا یوه نښه ده، ځکه خو دوی دا ږغ له ناروغۍ څخه د رغېدو په وخت کې هم تولیدوي.

۲. فلیمینګو ولې په یوه پښه دريږي؟
د فلیمینګو مرغانو (آتشي چرګانو) بدن د غیر متوازنې آناټومي له امله له یو بل څخه توپیر لري او بدن يې خورا لوی دی.
د دوی غاړه ډیره اوږده ده او ټول بدن یې په درېدونکې نازکه پښه ایښودل شوی دی.
دا مرغان کولی شي د اوږدې مودې لپاره په يوه پښه ودریږي او په دا حالت کې خپل توازن وساتي، مګر په حقیقت کې دا حالت ولې د دوی لپاره ستونزمن دی؟
ددې لامل د تودوخې تبادله ده او فلیمینګو معمولاً د نورو مرغانو په پرتله د خپل بدن تودوخه له لاسه ورکوي، نو په یوه پښه درېدل دوی ته د تودوخې احساس ورکوي، ځکه چې تودوخه د دواړو پښو ترمنځ نه شریکیږي.

۳. پيسا برج سقوط نه کوي:
د ايټاليا په پیسا برج کې خورا پیچلې انجینري کارول شوې ده، کوم چې هرڅوک پوهیږي.
دا کوږ برج په ۱۹۷۳م کال کې جوړ شوی دی؛ د پېړيو په اوږدو کې ددغه ډول برج د جوړولو لپاره ډېرې هڅې شوي دي، خو تراوسه چا په دې برخه کې برياليتوب نه دی ترلاسه کړی.
په ۱۹۹۰م کال کې دا برج د سیلانیانو پر مخ وتړل شو، ځکه خلکو باور درلود، چې ممکن دا برج د ډیرو کسانو د لیدنې سره سقوط وکړي.
د څو کلونو راهیسې ددې برج لپاره بیړنۍ پاملرنې شتون لري او سخته پاملرنه يې کيږي، مګر بالاخره کارپوهان دې پایلې ته ورسیدل، چې د پرمختللي انجنیري ټیکنالوژۍ له امله به دا برج د پیړیو لپاره ولاړ وي؛ ددې برج وضعیت اوس هم خورا باثباته دی او د آندیښنې لپاره يې هیڅ دلیل شتون نه لري.

۴. د ځينو مرغانو د بدن برخې ځليږي:
د څيړنو له مخې، د ځينو مرغانو په بدن برخو کې روښانه رنګونه معمولاً د نارينه جوړو لپاره شتون لري، چې دا دوی ته د ډير پام آړونې سبب کيږي، خو د ښځينه جوړو سره د يوځای کېدو موسم کې بيا ددغو مرغانو رنګ ډير زړه راښکونکی وي.

۵. پروټين انرژي بښونکي دي:
پروټين معمولاً په يوه ځای کې نه موندل کيږي، په دې مفهوم چې کولی شئ هغه په مېوه، ترکاري، حبوباتو او غوښه کې ومومئ.
که وغواړو د پروټين انرژي ورکوونکې موضوع په ساده توګه واضح کړو، کولی شو په دې ډول ووايو، چې پروټين په خپل ځان کې يوه حافظه لري، چې دا حافظه کولی شي، هغه مهال چې زموږ بدن د انرژۍ د کمبود سره مخامخ کيږي، بدني انرژي مو تامين کړي.
په دې مفهوم د پروټين په مصرف سره کولی شو، چې خپل بدني انرژي او توان د زيات وخت لپاره تضمين کړو، نو نبايد دا آرزښتناکه ماده ناديده ونيسو.

۶. ځينې خلک د ګوتو نښې نه لري:
تاسو به اوریدلي وي، چې ځینې خلک هیڅکله د ګوتو نښې نه پریږدي، خو په حقیقت کې هغوی د ګوتو هيڅ نښې نه لري، چې دا د کارپوهانو او ساینس پوهانو لپاره یو لوی راز دی.
د ګوتو د نښې لپاره د نمونې نه درلودل په دې خلکو کې د ځانګړي سنډروم له امله دي.
په ټوله نړۍ کې یوازې څلور داسې کورنۍ شته، چې د وراثت له مخې، هيڅ د ګوتو نښې نه لري او ددغو نښو نشتون د دوی په بدن کې د یوه ځانګړي جین له امله رامنځ ته کیږي؛ په دې سربېره چې ساینس پوهانو پر دغو کسانو آزمایښت هم کړی دی، خو په روغتیا کې یې کومه ځانګړې ستونزه نه ده موندلې.

۷. مرغان يا استعداد لري يا ښکلا:
نارینه مرغان د ښځینه مرغانو د پام جلبولو لپاره خورا ښې وړتیاوې لري.
د مرغانو مطالعه دا په ګوته کوي، چې نارینه مرغان د زړه راښکونکي بڼې په لرلو سره یوازې د یونیفورم سیګنالونه رامنځ ته کولی شي.
په داسې حال کې چې نور مرغان د مختلف النوع ږغږونو د تولید وړتیا لري، چې دا د دوی زیات استعداد لرل ښيي.

۸. داسې آيسکريم چې نه اوبه کيږي:
وروستیو څیړنو موندلې، چې جاپان کې داسې آیسکریم شته، چې نه اوبه کيږي. حتی که د دوبي په ګرمو ورځو کې لمر ته هم کښېږدو.
لامل یې دا دی، چې په دغه آیسکریم کې پولیفینول کيمياوې اجزاوې او ځمکني توت اضافه شوي دي، کوم چې کولی شي د پوښ دننه موادو د اوبه کېدو مخنیوی وکړي.

۹. شنې چای چې آرغواني کيږي:
که تاسو جزاير ته سفر کړی وي او هلته مو شنې چای راغوښتي وي، نو تاسو به خامخا د یوې حيرانتيا سره مخامخ شوي ياست.
دا چای په لومړي سر کې شنې وي او په تدریجي ډول په خړ رنګ بدلیږي او د لنډې مودې وروسته دا چای په بشپړ ډول آرغواني کیږي.
په دې کې مه حیران کیږئ؛ ځکه ددې کافي شاپونو مالکین ستاسو د مسموم کولو اراده نه لري، بلکې لامل یې په دې سیمه کې ځانګړي سمندري اوبه دي.

۱۰. د ماچو پيچو ښار اصلي برخې نه لیدل کیږي:
کله چې تاسو د ماچو پيچو نوم آورئ، نو یقیناً د دیوالونو او لوړو ودانیو په آړه فکر کوئ، مګر د ماچو پيچو تاريخي ښار اصلي برخه لاهم نه لیدل کیږي او ددغه ښار ځینې برخې تراوسه هیڅ انسان نه دي لیدلي.
ددغه تاريخي ښار په آړه اټکلونه دا په ډاګه کوي، چې ناڅرګندې برخې يې ډبرينې ودانۍ لري او د دوو غرونو د څوکو ترمنځ ځای پرځای شوي دي.
دغه تاريخي ښار په پيرو هيواد کې موقعیت لري، چې د جنوبي امريکا مربوط کيږي.
د ماچو پيچو ښار شاوخوا ۶۰ سلنه ودانۍ تر ځمکې لاندې پټې دي او موږ باید دې ودانیو ته د رسیدو لپاره ډیری ډبرې طی کړو او دا ممکن د ډیرو کلونو لپاره پیښ هم نه شي.