د لرغونپوهنې (Archaeology) او ټولنپوهنې (Sociology) ګڼ شمیر څیړونکي انګیري چې بشري پرګنې له نژدې ۳۵ زرو کالو راهیسې د جنتري له یو ډول کارولو سره اشنا دي. دوئ باور لري چې لومړنیو وګړو په پیل کې یواځې قمري کلیزه کاروله او د خپل ښکار او خوړو د پیدا کولو لپاره به یې د سپوږمۍ راختل او پریوتل حسابول ترڅو مخکې له دې چې د ترږمۍ شپې را ورسیږي، دوئ باید خپله آذوقه ولري. دغه مهال ټولیز ذهنیت همدا وو چې مځکه یوه هواره او ثابته تخته ده او د لمر سترګه له ختیزه د لویدیز په لور خوځښت مومي او ورځ په شپې بدلیږي.
البته سومري تمدن (۴۵۰۰ قبل المیلاد) د عراق د دجلې او فرات د سیندونو ترمنځ چې یو مخکښ مدنیت وو، د سپوږمیزې کلیزې ترڅنګ د لمریزې جنترۍ استعمالول هم پیل کړل. ځینې مؤرخین بیا په دې آند دي چې د برونزي عصر (۳۲۰۰ قبل المیلاد) د فلکیاتو ماهرینو (Astronomers) لومړني پوهان دي چې د شمسي نظام له درک کولو وروسته یې څلور فصلونه د آشوریانو او کلدانیانو دربارونو ته معرفي کړل او په دې ډول د قمري او هم د شمسي کلیزو کارول عام شول. د لرغوني مصر تمدن هم ورته نظریه درلودله، خو دوئ د کال لپاره د ۱۲په ځای، ۱۳میاشتې ټاکلې وې او دغه وروستۍ میاشت به یواځې پنځه ورځې وه.
کوټلی حقیقت ښايي همدا وي چې رومي امپراطور، جولیس سیزار (Julius Caesar) په عملي ډول د خپل پراخه قلمرو دننه د جولیان په نوم لمریزه جنتري اعلان کړه. ۳۶۵ ورځې یې درلودلې او هر څلور کاله وروسته به یو کبیسه کال راته چې Leap بلل کیږي. بالاخره په ۱۵۸۲م کال کې د کاتولیکانو ستر پاپ، ګریګوري ۱۳(Gregory XIII) په دغه نظام کې بدلون راوست او د حضرت مسیح د پیدایښت ورځ یې د نوي میلادي کال لومړۍ ورځ اعلان کړه. نن د نړۍ د ۱۹۵هیوادونو له ډلې څخه ۱۶۸ ملکونه همدغه میلادي کلیزه پخپلو رسمي، ملي، مالي او بانکي تعاملاتو کې استعمالوي.
د اسلام په راتګ سره، مسلمانانو په لومړي سر کې هماغه د جاهلیت د زمانې کلونه او میاشتې کارولې؛ لکه د حضرت محمد (ص) د پیدایښت کال یې عام الفیل بللو. ولې د نبوت په دیارلسم کال (۶۲۲م) له مکې څخه یثرب (مدینې) ته د پیغمبر صیب هجرت، د اسلام په تاریخ کې د عطف او ستر بدلون ټکې ګڼل کیږي. د هجرت په ۱۷ کال، د علي بن ابي طالب (رض) د مشورې پربنسټ، دوهم خلیفه، عمر بن الخطاب (رض) د خپل خلافت ټولو واکمنانو ته د یو فرمان له لارې، دغه کال په هجري قمري تقویم (کلیزې) باندې ونومولو او امر یې وکړ چې لومړۍ میاشت به یې مُحّرَم او وروستۍ میاشت به ذو الحجه وي. د اسلام تر راتګه، په نني ایران، خراسان، مرکزي اسیا او زموږ په دې ټولې سیمې کې جولیاني جنتري مروجه وه. پوهاند عبدالحې حبیبي په خپل کتاب، «تاریخ افغانستان بعد از اسلام» کې کاږي چې افغانستان ته د اسلام د راتګ په مهال، دلته د خلکو ترمنځ راکړه ورکړه د هندي میاشتو له مخې کیدله چې ډیر ژر یې خپل ځای هجري قمري نظام او عربي‌ میاشتو ته پریښود.
په ۴۷۱ هجري قمري/۱۰۷۹م کال کې د شاعر او فیلسوف، عمر خیام په ګډون ځینو نجومیانو او د فلک ماهرینو د سلجوقي دورې د مشهور سلطان آلپ ارسلان زوی، جلال الدوله ملکشاه ته د لمریز هجري کال د رامنځ ته کولو مشوره ورکړه. نوموړي سمدستي ومنله او د حمل لومړۍ ورځ یې د نوروز په نوم غوره کړه چې د ایران او کردستان په غرونو کې د زردشتیانو لپاره هم ډیره سپیڅلې وه؛ دغه کلیزه چې جلالي نومیدله په یوې وړې جغرافیې کې بنده پاتې شوه. بیا د ایران وروستني قاجاري واکمن، احمد شاه قاجار د خپل هیواد له مشهور نجومي او ریاضي پوه، میرزا عبدالغفار اصفهاني څخه په ۱۲۶۴هجري کې وغوښتل چې په هغې کې اړین اصلاحات وکړي او د څلورو واړو موسونو او ۱۲ میاشتو لپاره نومونه غوره کړي. پنځلس کاله وروسته د ایراني ټولواک، رضا پهلوي په امر د لمریز کال لومړۍ ۶ میاشتې ۳۱ ورځې، ورپسې ۵ میاشتې ۳۰ ورځې او د حوت میاشت ۲۹ ورځې وټاکل شوه او د ایران د شاهي دولت رسمي کلیزه یې اعلان کړه چې تر نن پورې دوام لري.
په افغانستان کې د غزنویانو، غوریانو، سلجوقانو، صفاریانو، ګورګانیانو، هوتکیانو او درانیانو د واکمنیو په ترڅ کې ټول تجارتي تړونونه (کورني او بهرني) او مالي راکړه ورکړه د هجري قمري او کله ناکله د میلادي جنترۍ له مخې ترسره کیدله. ولی اعلیحضرت امان الله خان په ۱۳۰۱هجري لمریز (۱۹۲۲م) کال کې د خپلو اصلاحاتو په لړ کې د افغانستان د شاهي دولت رسمي کلیزه له قمري څخه شمسي ته واړوله او د هماغې نظامنامې پربنسټ یې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پورې داوم وموند. د جمهوریت په مهال کلیزه لمریزه شوه، خو دا دې د طالبانو د دوهمې واکمنۍ په مهال بیرته ټول رسمي تعاملات، مالي او بانکي چار چلند د هجري قمري خوا ته ور وګرځید.
قمري کال ۳۵۴ ورځې، ۸ ساعتونه، ۴۸ دقیقې او ۳۴ ثانیې دی؛ مګر لمریز کال ۳۶۵ ورځي ۵ ساعتونه ۵۹ دقيقې او ۱۶ ثانيې وخت لري. لومړنۍ ۶ مياشتي یې ۳۱ ورځې، ورپسې ۵ میاشتې ۳۰ او د کب میاشت یې ۲۹ ورځي وي؛ خو هر څلورم کال یې دغه میاشت ۳۰ وي چې ۳۶۶ ورځې کیږي او کبیسه یې بولي. له پلوه، همدا اوس په نړۍ کې ۴۱ کلیزې شتون لري چې د مختلفو هیوادونو او توکومونو له خوا په رسمي او نیمه رسمي ډول کارول کیږي. په دې کې تر ټولو مشهورې یې عبري، بودايي، چینايي، د لاتینې امریکا مایا او د شمالي افریقا امازیغي کلیزې دي. د قرآنکريم د يونس په ۵ آيت کې د تقویم او حساب په هلکه داسې راځي: (هُوَالَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ – الله هاغه ذات دی چي لمر يې روښانه ځلیدونکې او سپوږمۍ يې رڼا ګرځولې او د هر یو لپاره یې خپل خپل مدار ټاکلې، ترڅو تاسې د کلونو په حساب او شمیر پوه شئ).
که د زمان سینه له رنګینو خاطرو او د زمین ګیډه له بدرنګو ککریو څخه ډکه ده، وي به. خو د تاریخ ارشیفونه د شمسي او قمري حسابونو له محاسبې بې نیازه دي. د نوي میلادي کال په پیل کې د هر باشعوره انسان هیلې او اندیښنې څنګ په څنګ موجونه وهي. لکه د نورو وطنوالو په څیر، زما په ذهن کې هم ځینې ناکراره پوښتنې په تیندکونو دي. آیا زموږ په هیواد کې د سرو او شنو انقلابونو پتنګانو له خپلې ماضي څخه کوم عبرت اخیستې؟ آیا د کابل اوسنیو حاکمانو له قطري شهزادګانو او شیخانو څه زده کړي او آیا په ترکیې کې راټول شوو جنابانو له جګړو او درغلیو څه ترلاسه کړي چې یوځل بیا د اورونو، غمونو او بمونو ترانې غږوي؟ بلې، هره جګړه ګټه او بایلات لري، مګر له وخت څخه هغه څوک سود مومي،‌ څوک یې چې په قیمت پوهیږي.
—-------------------------------
یادونه: په مننې سره، ما په دې لنډې څیړنې کې د پوهاند حبیبي د تاریخ افغانستان بعد از اسلام، د مصرۍ الیوم السابع جریدې، Google او له Wikipedia څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري.
ادرس یې دا دی: Wali Malakzay