داود خان په (۲۷مه دسرطان ۱۲۸۸ هـ ش) کي دسردارمحمدعزیزخان زوی په کابل کي زېږېدلی.
سردار (محمدعزیز خان) د سردار (محمد هاشم خان) سکه وروراو داعلا حضرت (نادرخان) میرېزی ورور کېده. داود خان خپل لومړنۍ زدکړي دکابل په نظامي مدرسي کي پای ته رسولي دي.
داودخان په ۱۳۱۱هـ ل کال کي فرانسې ته تللی اوکله چي له هغې خوانه برته راغی په عسکري دندوئې پایل وکړ. داودخان په خپل ذات کي یاني طبعتا حاکم، قدرت غوښتونکی جاطلبه اوملي ګرا شخص وو.
داود خان په دغه [۱۹۵۳م = ۱۳۵۲هـ ل تر ۱۹۶۳م = ۱۳۴۲هـ ل] کلونوکي وروسته تر ولاحضرت شاه محمودخان داعلاحضرت پاچا محمدظاهرشاه له خوا صدراعظم وټاکل شو. نو د ولاحضرت سردار محمدداودخان لقب ورکړه سو. ولاحضرت سردار محمدداودخان ترقی خواهه او وطن دوست انسان وو.
د ده دصدارت په وخت کي د لڅ مخۍ خبري پایل شوې خو په رادیو اخبارو کي نه وه ویل سوي.
دکندهار والي ته ئې امر کړی وو، چي دقوم مشران،سپین ږري او لوړ پوړي د ولایت مامورین دي دخپلو ښځو سره مخ لڅي د ولایت مقام ته راسي او یو محفل دي جوړکړۍ.
والي دوخت هم مشران اوسپین ږري راوغوښتل دسردار دغه غوښتنه ئې ورته وویل. مشرانود وخت والي ته وویل: (زموږ ښځودغه کار تراوسه نه دی کړی او دغه خبر نه راسره مني. اوبل دښځوخپلوان هم دغه کار نه راسره مني. د دغه کار لپار دمکتب انجوڼي راوغواړه اومحفل جوړکه اوسردار صاحب ته خبر ورکه،چي مجلس موجوړکی. خو والي دا خبره ونه منل پردې ټینګ وو چي ولاحضرت امر کړی باید راسۍ. دا بله ورځ سهار د کندهار ټولو سړکنو ته خلک راوتلي وو. بلواوه. دانجڼو پر ښوونځیو ئې حمله یوړه ټول انجوڼي له ښوونځیو وتښتېدلې یا خپلو کورو ته ولاړې یایونږدې خپلوانو کورو ته ولاړې. په دغه وخت کي دکندهار دقولي اوردو قوماندان جنرال (خان محمد خان) وو. خپل پرسرتېرو ئې امر وکی چي دهرات دروازه دشهیدانو سره، دکابل دروازه، دولایت خوا اوښکارپوربازار خواوي ونسي. سرتیري له ټانکان سره راغله شاووخوائې ونیوله او والي ئې په الوتکه کي کابل ته ولېږه. راپاڅېدلي خلکو پر سرتیرو او ټانکانو حملې کولې. جنرال دهوايي ټکانو اجازه ورکړه، چي هوايي ټکان وکړي اوخلک ووېریږي ولاړسي. ځینو سرتیرو په ازدهام کي دننه ټکان کړي وه. په دغه مهال کي زماد عمه زوی هم عسکر وواو په پېښه کي ورداخل وو. دی وایي (چي خلک لاترماشام پوري وه؛ وروسته ترهغه خپل زخمیانې واخستل ټول دپاکستان پرلور وتښتېده اوځیني دهلمند پرلور او ځیني دلته په کندهارکي پټ سوه. موږ موړي دسړکانو څخه په موټرو کي راټول کړه اویوموړه ښخ موکړه. اوسړکان مو له وینو څخه پاک کړه. ترسهار پوري مو دغه کاروکی. دوې، درې ورځي موږ په بازاروکي امنیت نيولی وو.) وروسته امرراغی چي بېرته خپلي قشلې ته لاړشو. دکندهارفضا تریوڅه وخته ترینګلې وه نسبي آرامي وه. ولاحضرت سردارداودخان دغه پړه پروالي دکندهار واچوله یاني سردارصاحب دغسي امر نه وو ورکړی.
په افغانستان کي دښځود حجاب ليري کېده یوډېر لانجمن کاردی. سردار باید دغه کار په دې ډول نه وایي کړی. دخلکو سره ئې باید مشوره کړې وایي اویوه لارئې دحل ورته پیداکړې وایي.
د ولاحضرت سردار محمدداود خان بله سیاسي تېروتنه: دپښتونستان پرموضوع باندي سیاسي لانجه.
دپښتونستان لانجه ولاحضرت سردارمحمد داود خان په مبلغه يي توګه پرمخ وړه، چي په پای کي د دواړو ګاونډیو دافغانستان دختیزپرویش باندي دجګړې لامل وګرځېد. په ۱۹۶۱م کال کي زما ورور عسکر وو. دی ئې هم کنړوته استولی وو. د ده له ترخیص کېدو نه شپږمیاشتي تیري سوي وې. زه له کابله کنړو ته ولاړم پوښتنه پرپوښتنه مي دی په یوه غونډ کي دسرتېرو وموند. ده راته وویل چي جګړه ختم سوه ترخیصونه راکوي اوځوله خیری. نوما ځیني وپوښتل؛ چي څنګه وو؟ ده راته وویل: (له دواړو خواوو ډېرسرتیرمړه سوه.) ولاحضرت سردارمحمد داودخان ددغي جګړې لپاره دیوه کال ترخیص شوي سرتیرهم راټول کړل. خو دغه جګړه د دواړو دولتونو ترمنځ په اوربند سره ودرېده. ورورسته ترهغه پریوبل تهمتونه وه چي جګړه ئې پایل کړې ده. افغانستان پاکستان ګرماوه چي جګړه پایل کړي او پاکستان پرافغانستان وراړول. دپاکستان دلیل دا وو دافغانستان مشرانو ولي یوکلن ترخیص سوي سرتیر راټول کړل؟ په دغه خبره ئې افغانستان ګرم کړ. ولاحضرت سردارمحمدداودخان انکار وکی چي مادا امر نه دی ورکړی. داپـړه ئې دخپل وزیردفاع (جنرال محمدعارف خان)چي ددوی هم خپل کېده وغاړي ته واچوله. دهغه سره ئې جوړه کړه چي استعفا وکړي ورسته بیا ده ته بل پوست ورکول کیږي. جنرال عارف هم استعفا وکړه. موضوع حل سوه. که نه نو داود خان تراستعفا لاندي راغلی وو.جنرال (عارف) ئې ورورسته سفیرکی.
دریمه غلطي: (داودخان) کوتا د پرچمیانو په زور وکړه. څرنګه چي په ټول اوردو کي دشورویانو مشاورین وه په ډېره اسانتیا سره ئې د (ظاهرخان) پاچاهي بېله وینو تویدو راچپه کړه .(داود خان) داګمان کاوه چي دپخپل زور سره داکودتا کړې. زه په ۱۹۷۳ کي له جرمني څخه وروسته له تحصیله هېواد ته راغلم. په کابل کې ګنګوسې وې، چي کودتا کيږي. یوه کودتا د محمدهاشم میوندوال وه بله دسردارعبدالولي وه اوبله د داودخان وه. خلکودمیوندوال کودتا زوروره اوبریالې بلله، دسردار(ولي) کودتا ئې(سازکي) بلله، چي دشاهۍ دوست او دښمن معلومه وي او د داودخان کودتا ئې حتمي نه بلله ځکه ده په اوردو کي دومره کسان چي قدرت ولري نه درلوده. پر۱۷مه دجولای د۱۹۷۳ چي زه د خیرخانې څخه وظیفې ته تلم په سرویس کي تل پر۷بجو د سهارخبرونه خپرېدل خوپه دغه سهار کي داتڼ نغمه اورېدل کېده. ماخپل راسره ملګري ته وویل داخو۷بجې دي داتڼ نغمه وهي. ده راته وویل ډرېوربه فیته ایښې وي. موټراسمايي واټ کي ودرېدی ټول سواریان کښته سوه. خوداسمایي واټ په یوکنج کي پټ یو عسکري ټانک ولاړدی خلکو ویل: (چي ګپ است) خوځیني چي غوږېدلي وه ویل ئې داودخان کودتا کرده. زه ښوونځۍ ته ولاړم دروازه تړلې وه دروازه وان وویل: (امروزمکتب نیست.)
دابله ورځ داود خان پخپله خبري وکړې اود جمهوریت اعلان ئې وکی. دنورو خبرو په ترڅ کي داهم وویل: (ټول غربي هېوادوال دي افغانستان ترک کړي.) زموږ په میخانکي لیسه کي ۱۲ جرمني ښوونکي وه اویو مدیرتخنیکي. دې ټولو خپل سامانونه اسناد ټول کړه ښونځی خالي پرېښود ولاړه. دغه ښوونکو ځیني په ورکشاپوکي وه او ځیني ئې په ټولګۍ یوکي درس وکاوه. تل دالمان څخه سامان افزاراوالات راتله دفتري کارئې مدیریت تخنیکي کاوه. داسامانونه ټوله پرلاراونیمه لارپاته سوه بیامکتب ته رانه غله ورک سوه. دغسي هم په نورو پروجوکي دغه کمښت راغی. پروژې ودرېدې خلک بېکاره سوه. بې کاري ډېره سوه.
د داودخان دښووني اوروزني وزېرچي (وفیع الله سمېعي) نومېده له داودخان سره ئې ښه پېژانده. هغه داودخان ته مشوره ورکړه چي دعربو وخواته به ولاړسو دوي مرسته کوي دا پروژي به فعاله کړو. (سمیعي) په الاظهر کي تحصیل کړی وو. اوډېر پوه انسان وو.
داودخان د ده مشوره ومنل اوعربي ممالکوته ولاړ. د (وفیع الله سمیعي) او دنورو وزیرانو ترڅنګ وزیرتجارت (جلالر) هم ورسره وو. په دې ليدو کي ئې دسعودي پاچا هم وليد. وايي چي دسعودي پاچا (سپین چک ورته امضاکی ورکی) او ورته ئې وویل: (ځان به دشورویانو څخه خلاس وې هرڅوروپۍ چي دي په کاردي دلته ئې ولیکه.) دغه ټوله بیان (جلالر) وشورویانوته خبرورکی. (داود خان) ایران ته راغی دایران پاچا هم چک ورکی او ورته ئې وویل؛چي ځان دشورویانو څخه لیري که.
دغه ټول احوال (جلالر) شورویانو ته دوخت ورکی.
داود خان په ځان نه ووخبر، چي ټول چپیان په خبروه. داودخان چي له بهرنه راغی لومړی جلال آباد ته لاړ. هلته ئې خلکوته خبري کولې. چي یودم ږغونه پورته سوه: (ډوډې، ډوډې، ډوډې) محفل ئې مختلاوه. داودخان وپوښتل: (اینها چي ميخواهند؟) هغه ترجمان ورته وویل: (که انها مې ګویند: ډوډې، ډوډې). وايي چي د داودخان طبعیت ډېرخراپ سو. له هغه ځای نه ولاړ لغمان ته په لغمان کي هم دغه کیسه وه. په ډېرخوابدتیا سره (داود خان) کابل ته راغی. دحزبیانو سره چپ سو. خوډېرناوخته وو. ځکه د حکومتۍ په ډېرو ځایونو کي پرچمیانو خپل کسان درولي وه تا حتی چي والیان هم پرچمیان وه. (قدیر) کمسواده پرچمی وزیرداخله وو. چي وروسته تر کودتائې ډېرخپل مخالیفین په دې نامه اوهغه نامه ووژل. هاشم میوندوال ئې په (اظهر) وواژه. نورډېرکسان ئې مړه کړه. خلک وایي د داودخان کوتاسپینه خولکۍ ئ سره وه. په دغه مهال کي د حزب خلق مشرانودشپې له خوا په وزیر اکبرخان مېنه کي یومحفل جوړکړی وو، چي په دغه محفل کي (کارمل، ترکی، خیبراو حفظ الله امین) برخه لرله. دویي پر دې سره بحث کاوه، چي داودخان به له منځه یوسو قدرت به پخپل لاس کي واخلو. له دغه پېشهاد سره (خیبر) مخالف وو. ده ویل: (زموږداېدیولوژۍ سره خلک سم نه دي اشنا؛ نوموږته ستونزي پېښه وي. تریوڅو وخت دي داودخان وي،چي زموږ سره خلک ښه بلد سي بیا کولاسو، چي دحکومت واګي پلاس کي واخلو.) (کارمل) دغه خبره شورویانوته دوخت خبرورکی،چي (موږټول په دې نظریو، چي د(داودخان) حکومت ړانګ اوقدرت پخپله واخلواو «خیبر)دا رده وي.) مجلس پای ته ورسېد هریوخپل دکورخواته روان سوه. وايي (خیبر) او(کارمل) په مکرورویانو کي اوسېدل. دواړه رارهې سوي دمطبعه کابل سره پرجواب چایي ودرېدل، چي نابوبره پر(خیبر)فیرسوی او(خیبر) ئې وواژه. سهار آوازه سوه، چي (خیبر) حکومت وواژه. دخیبرد ښخېدو په ورځ ټول حزبیان ورغلي وه.حکومت دوزارت داخلې له خوا امرکړی وو: که څوک په دغه ورځ پرخپل دندي حاضر نه وو غیرحاضردی رقعه هم نه منل کیږي. دوزارت داخلې (قدیر)چي «وایي په دغه وختوکي دخلک له حزبه وتلی وو؛ د داودخان پلوی وو.»په دفتروکي کنترولران ګرځېده دحاضري کتابونه ئې کتل چي څوک نه دي راغلي خانه ئې وربنده کي.دا په سوومامورین وه چي نه وه راغلي اودښخېدومراسم ته تللي وه. په هدېرې کي (کارمل) او(ترکي) خبري کړي وې. (داودخان) (ترکی) او(کارمل) ئې بندیان کړه. دخلکیانودکودتا په وخت کي چي پر(۱۹۷۸م) وشوه زه په کابل کي وم کودتا پرلسو بجو پایل سوې وه پټ پټ د (داودخان) پلویان نيوله کېده. پر یوه بجه علني سوه ټانکان راغله ټکان پایل سوه. په دوهمه ماښام په رادیو کابل کي دبوټوټکهارسو، یوه سړي خبري وکړې اووې ویل خیرخیرت دی زه جګړن «وطنجار» یم (داودخان) لمنځه لاړقدرت دحزب خلق په لاس کي دی.
(داودخان) له خپل پنځلس کورني غړوسره له منځه لاړ. (داودخان) په عسکري کي څه محدود طرفداران لرل؛ نور ټول «اوردو» دشورویانو په لاس کي وو. داکارهم پخپله (داودخان) دخپل صدارت پرمهال کړی وو. د ده کودتا چي سپینه وه علت دغه ووچي ټول عسکري قدرت دشورویانو په لاس کي وو. چي د(اعلاحضرت ظاهرشاه) ټول عالی رتبه مامورین ئې پخپل کورونوکي بندیان کړل مقاومت ونه سو.
(داودخان) مترقي وطن دوسته وواو حاکم طبعه،عصبي خویه لاره. جدي اوسرشخی انسان وو.ددغي خبري دتاید لپاره دوه معلوماته:
کله چي داودخان په کندهارکي رءېس تنظیمه (والي اوقوماندان قول اوردو)وو. وایي راووت بازارته دیوه نانوای څخه وپوښتل،چي ډوډې دي څوګرامه ده وروسته تر ځوابه؛ وایي سردارډوډې وتلل خوډوډې خپل تروزن کمه وه. وايي: سردار دنانوای سرپه تناره کي ونیوی. دهغه راایسي کندهاریانو لېونی سردارباله.
بل کارئې: زه نوی کابل ته ښوونځۍ ته راغلی وم پټ وویل سوه چي دپاکستان سفارت خواته لاړسی او«مرګ برپاکستان» ووایاست اوسفارت ئې په ډبرو وولۍ. موږهم دغه کار وکی دسفارت دروازه موماته کړه په سفارت ورننوتلو ټول کاغذونه چوکۍ اومېزونه موورمات کړه بیرته ځیني راغلو. په لار کي پولیسو زموږ دښونځي یوڅو غټ غټ شاګردان ونيوله او بندیان کړه. پاکستان ادعا کوله چي زموږ سفارت افغانستان حکومت راخراپ کړی. مللمتحد وویل: (موږیوپلاوی درلېږوچي وګوري کوم یوسفارت ډېر خراب سوی.) په دغه وخت کي عبدالرزاق «فراهي» قنسل ووپه پېښاور کي. پاکستان دده وویل چي موږقنسلګیري درته جوړه وو. قنسل هم ورسره ومنل. پاکستانیانو دافغانستان قنسلګیري ئې ترپخوالاښایسته جوړه کړه اوډېر ښه مېزوچوکۍ ئې ورته راوړې. دملل متحد پلاوی کابل ته راغی دپاکستان سفارت ئې ویجاړ ولید. سردارداودخان تې وویل: (دپاکستان سفارت خراپ سوی.) سردار هیئت ته وویل چي داخلکو وجاړکړی حکومت په دې کي لاس نه لري. موږ مجریمین بندیان کړي. هیئت ورته وویل: (موږسفارت ګورو،چي خراپ دی، داچي څوک مجرم دی ددې پوښتنه نه کوو.) هیئت پېښاورته ولاړاودافغانستان قنسلګیري وليده؛ نه وه خراپه. پلاوی وقنسل ته وویل: (ستاسي قنسلګیري خونه ده خراپه.) د ورته وویل: (داخراپه وه پاکستانیانو له سره جوړه کړه.) هیئت ورته وویل: (موږقنسلګیري سمه ګورو. خراپه نه ده.) هیئت ولاړخپل نظرئې لیکلی وو. په هغه کي افغانستان ګرم ښوولی وو.
سردارداود خان عبدالرزاق «فراهي» راوغوښت. «فراهي» چي دسردار دفترته ورنه ووت سردار د سرمیزۍ په ډبره وویښت خوډبره ځیني خطاسوه په قلمدانۍ وویښت او ورته وویل: (ته تبعید ئې مزارته به ځي والي دمزاربه ستاخبر راکوي اواوس فورا به ځې.) د (داودخان) ډېرنږدې کسان (عبدالحمیدمحتاط) او (حسن شرق) او(سیدعبدالله) وه، چي دوه لومړني ئې په پرچم کي وه. په پای کي ئې له دووسره مناسبات خراپ شول دواړه ئې سفیران کړل او بهر تې ولېږل. (سیدعبدالله) ئې وزیرمالیه وو.
داودخان د خپل ناسم سیاست څخه خپل قومي ځواک ته د پای ټکی کښېښود او خپل ځان اودکورنۍ غړي ئې د مرګ کندي ته واچول.
داودخان غیري مستقیم په پردي قدرت واک ته ورسېد او په مستقیم ډول په دغه پردي قدرت له منځه ولاړ.
اخوځونه:
ـ: خپل دسترګولیدلی هال ـ: ویکیپېدیا ـ:ګوګل