ژباړونکې: سیدرقیب شاه ( هاشمي)
په کابل کی د عاشقان اوعارفان(ع) زیارت :
د اسلام د راتګ ځخه د مخه د دین د تبلیغ لپاره حضرت زبیرپه نامه یو کس د حضرت تمیم او عبد الرحیم دو سترومجاهدو ورونو له خوا د کابل د خلکو په منځ کی د تبلیغ لپاره رالیګل شوی ؤ .
حضرت زبیر د خپلو دو وړو ماشومانو سره په جرئت او مردانګی یی دا سترماموریت قبول کړ او د هغه وخت پرضد یی د اسلام په ګټه تبلغ کاوه په هغه وخت کی د کابل پاچا (ایرج ) نومیده چې په خپل پخوانی دین باندی سخت کلک او پابند ؤ . کله چې پاچا د حضرت زبیر له فعالیتونو خبرشو نو په قهریی حضرت زبیر خپل در بارته وغوښت او پوښتنی یی تری شروع کړی حضرت زبیر هم د زړه په قوت د پاچا په وړاندی د اسلام د دین په باره کی او د حضرت رسول اکرم ص په باره کی قیصی او داستانونه وویل ،پاچا ورته په خندا خندا کې وویل که ستا دا دو ماشومان د اور په لمبو کې واچوم ایا ستا د دین مالک به له دوی پالنه او حمایت وکړی ؟
که واقعا دا معجزه مو وکړه نو زه به ستا سو په دین مشرف شم ! په دی وخت کې حضرت زبیر ته الهام وشو چی د پاچا دا شرط قبول کړی . حضرت زبیر راضی شو ترڅو خپل دوکوچنی ځامن د اور په لمبو کې واچوی ،پاچا د اوراماده کولو دپاره امر وکړ او اوراماده شو لکه د دوزخ اور لمبي له ورایه ښکاریدی تنور با داش داسی ګرم شو چې د نږدی کیدو امکان یی نه ؤ په دی ګرم داش کې یی د حضرت زبیردا دو معصوم ماشومان د اور په لمبو کې واچول لکه د حضرت ابرهیم ع دقیصی په څیر یی عمل وکړ.
حضرت زبیر د الله ج دربار ته لاسونه وچت کړل د الله ج د مدد غوښتونکي شو هماغه وه د څه وخت تیریدو وروسته هغه دو معصوم ماشومان لکه حضرت ابراهیم (ع )روغ رمټ له اوره د نرګس د ګل سره را بهر شول او پاچا ته نږدی ورغلل او هغه دو ګلان یی پاچا ته ورکړل ، پاچا او درباریان یی د وعده سره سم مسلمانان شول .
نن چی تاسی د کابل ښارپه جنوب کې د شیردروازی اوشوربازار جنوب د خواجه صفا د غره سره نږدی د عاشقان او عارفان (ع )په نامه زیارت ګوری د همدی دوماشومانو زیارت دی .
داسی افاحات هم ویل کیږی چې عاشقان «خواجه عبدالسلا م » او عارفان «خواجه عبدالصمد» د خواجه عبدالله انصاری ځامن دی چی په دولسمه پیړی کی کابل ته راغلی ؤ خو داسی نه ده ځکه دا زیارت ډیرپخوانی دی ددولسی پیړی نه مخکی تاریخونو کی هم یاد شوی .
اخیستنه : جاوید ،پوهاند داکتر عبدالاحمد ،۱۳۴۳ هش ،افسانه های قدیم شهرکابل ، دولتی مطبعه کابل .