رڼا ورځ وه او لمر هم ډیر تود وو. په آسمان کی لږ لږ وریځې هلته او دلته لیدل کیدې. شاو خوا د اورګادي پټلې وې او اورګادي به یوې خوا او بلې خوا ته روان وول. انجلۍ بله انجلۍ په اوچلي ښکله کړه او ورسره یی خدای پاماني وکړه. انجلۍ لا هم نه غوښتل چی له هغې څخه جلا شی او له اوښکو ډکو سترګو سره یی له هغې نه وپوښتل
“ خیر دی یوځل بیا هم راته وخت راکه . زه به دې ښه خیال وساتم “
خو انجلۍ نه غوښتل چی نور له هغې سره پاتی شي. او په زغرده یی هغې ته ووییل
“ نور نو بس دی. ما او تا چی هرڅه وکړل هغه اوس زما نه خوښیږي. زما کورنۍ هم همیشه ما ته وایی چی بیرته کورته راشه او هغوې په دی خبره له ما نه همیشه خفه دي “
“نو زه به له تا بغیر څه وکړم . زه خو کورنۍ هم نه لرم “
“ زه نه پوهیږم... خو زه نه غواړم چی ته نور له ما سره یوځای ژوند وکړی “
“ نو زه به چیري لاړه شم “
“هغه ستا مشکل دی. ته ورته حل پیدا کړه “
“ لکه چی کومه بله انجلۍ دې پیدا کړې ده؟ “
“نه په خدای که داسې وي “
“نو څه خبره ده “
“ ځه ځه انجلۍ ډيري خبري مه کوه... نور یی درسره نه کوم “
“ ولی؟ “
“ ولی ولی نه لري... د خدای پامان “
د دې په ویلو سره سارا د خپل د کلونو ملګرې سره خدای پاماني وکړه او بیا یی شا ته هم نه کتل.
که څه هم چی ساره ډیره دود پاله نه وه، خو بیا یی هم د کورنۍ له خوښې پرته له انجیلا سره یو ځای اوسیده او له هغې سره یی مینه درلوده. دا مینه دومره پخه وه چی ساره هیڅ نه غوښتل له کوم سړي سره واده وکړي او کورنۍ جوړه کړي. له دې امله به تل د پلار او مور لخوا رټل کیده او بدې ردې به یی ورته ویل. که څه هم چی هغې اوس هم نه غوښتل چی له کوم سړي سره واده وکړي خودا ټول ددی باعث شول چی هغه خپله د کلونو ملګرې ته مخه ښه ووایی او د ژوند نوې پړاو پیل کړي.
پای
جنوري دولسمه، ۲۰۲۲ کال
مونتری، کالیفورنیا