samim samim

Profile Photo

زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.

په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.

ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.

1- د ژباړې فن

2- قرآن او تخنيک (ژباړه)

3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.

د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.

چاپ ته چمتو اثار:

1- ذهني پياوړتيا

2- ماشوم روزنه

اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ، او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.

د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai

قرأن او تخنيک


پايله

پايله         قرآن کريم  هر ډول فن او صنعت ته اشاره کړې ده.  هغه خدای (ج)، چې پوهېږي، په کوم وخت کې څه شی پېښېږي، خپل کتاب يې داسې را استولی دی، چې په هروخت کې د ټولو انسانانو لپاره د ګټنې وړ وي. د موندنو او نوښتونو په ترسره کېدلو سره انسانانو ته دا معلومه شوه، چې دا کتاب يو الٰهي کتاب دی او دغو موندنو او نوښتونو ته قرآن کريم  لا دمخه اشاره کړې وه.

02.10.2012 samim

د حضرت موسی (ع) امسا

د حضرت موسی (ع) امسا      بني اسرائيل د تيه له دښتې څخه په تنګ شوي وو او کله به، چې لمر راښکاره شو دوی به ګرمۍ سوځول او دوزخ به يې ورپه ياداوه. حضرت موسی (ع) په مصر کې ژوند کاوه او د بني اسرائيلو (د يعقوب د اسحاق زوی د اولادونو) لپاره د پيغمبر په توګه را استول شوای و. په هغه وخت کې د مصر ټولواک فرعون و، چې د خدايي دعوه يې کړې وه او له بني اسراييلو څخه به يې د غلامانو او مزدورانو

02.10.2012 samim

هغه اور چې ونه سوځېده

هغه اور چې ونه سوځېده   نمرود د يوه غټ اور د جوړېدو امر ورکړ، ميدان يې د خسو او لرګيو د غونډيو په څېر جوړ  کړ او يوه ورځ يې لرګيو او خسو ته اور ورکړ، د اور شغلې او سپرغۍ به تر ډېرې لوړې تللې او ابراهيم (ع) يې د اور دننه وروغورځاوه.     آيا يخچال پېژنئ؟  له برېښنا سره کار کوي، هر شی يې، چې دننه کېښوول شي يخ او ساړه  يې ساتي او د شيانو په تازه پاتې کېدو کې مرسته کوي.

02.10.2012 samim

د ابابيل له آلوتونکود نيوترون تر بمه

د ابابيل له آلوتونکود نيوترون تر بمه   ابرهه خپلو سرتېرو ته پر کعبه شريفه د بريد کولو امر کړی و؛ خو هغه فيل (محمود) چې ابرهه ورباندې سپور و، په ځمکه کې ننوت او قدم يې نه شو وهلای.  ابرهه د يمن والي عيسوي مذهبه و، کعبې شريفې ته يې د ډلو ډلو انسانانو تګ وليد، د مخنيوي لپاره يې يوه کليسا، چې دروازې يې له  سرو زرو، سپينو زرو او ياقوتو څخه جوړې شوې وې- جوړه کړه.

02.10.2012 samim

قرآن کريم سپوږمۍ ته پرتګ ګړېدلی

قرآن کريم سپوږمۍ ته پرتګ ګړېدلی    پر ۱۹۶۹ زېږدي کال کې امريکايان د انسانانو په لاس جوړو شويو توكو په وسيله فضا ته لاړل، ښې پايلې يې لاس ته راوړې؛ خو ډېرو انسانانو باور نه کاوه، چې څنګه انسان کولای شي، سپوږمۍ ته لاړ شي؟ آيا دا کېدای شي؟ دې خبرو به ډېر وخت ضايع كاوه، هر چا به ويل، چې سپوږمۍ نور دی او انسان سوځوي او په خپلو خبرو به يې ټينګار هم کاوه.  په هغه وخت کې مې له يو تن سره پېژن

02.10.2012 samim

د اوسپنې ويلي کول مو له چا زده کړل؟

د اوسپنې ويلي کول مو له چا زده کړل؟   داوود (ع) د اوسپنې د ويلي كولو معجزه لرله او الله (ج) د داوود (ع) دا معجزه نورو وګړو ته بېلګه ګرځولې ده.  که پخوا وختونو ته ځير شو اوسپنه، مس، پطرول او نور توكي د ځمکې لاندې موجود وو؛ خو انسانانو يې د کارونې وړتيا نه لرله.   الله (ج) خپل پيغمبران د نورو بندګانو د لارښوونې لپاره را استولي دي، چې د خپلو معجزو په رڼا کې نورو ته لارښوونه وکړي او وګړي

02.10.2012 samim

اټوم بم ته د قرآن کريم اشاره

اټوم بم ته د قرآن کريم  اشاره      سدوميان يو بې اخلاقه او بې تربيې ملت و، تر هغه وخته، چې کومې نادودې او غلط کارونه چا نه وو کړي؛ هغه سدوميانو ترسره کړل، غلا، لوټل، وژنه او هر ډول ناوړه کار به دوی کاوه او د دوی ورځني کارونه همدا ول. په هغه وخت کې داسې بېلارې  خلک وو، چې له خپلو لوڼو او خويندو سره به يې ودونه کول، دا ډول کارونه به يې په ډېر وياړ سره کول او نورو ته به يې په ويلو خوښېدل.

02.10.2012 samim

انسانانو الوتل له چا زده کړل؟

انسانانو الوتل له چا زده کړل؟      پخوانيو انسانانو به الوتونکو ته په ډېره اريانتيا (حيرانتيا) سره کتل او د هغو په اړه به يې په ډېره ځيرتيا فکر کاوه او ويل به يې، کاشکې موږ هم د هغوی په څېر الوتای شوای.    ايټالوی رسام او عالم ليونارډو ډو ونسي (Leonardo da vinci) به د الوتونکو الوت ته په ډېره اريانتيا سره کتل او ډېری ورځې به د يوې غونډۍ پرسر کېناسته او د الوتونکو بېلابېل الوتونه به يې ک

02.10.2012 samim

بيا څنګه ژوندي کېږو؟

بيا څنګه ژوندي کېږو؟      پاک څښتن تعالی په خپل کتاب قرآن کريم  کې په  تر مرګ  وروسته ژوند خبرې کړي او موږ يې په اړه خبر کړي يو. (بعث بعد الموت).  دې خبرې ته بايد په تعجب کې پاتې نه شو، ځکه چې ميليونونه نباتات د مني په رارسېدو سره له منځه ځي، وچيږي، خو بيا د پسرلي په رارسېدو سره بېرته راژوندي کېږي. ځينې حيوانات په  ژمنيو خوبونو سره بې له خوراک او څښاکه  ټول ژمی خوب ک

02.10.2012 samim

آيا قرآن کريم له اتوم څخه بحث کړی؟

آيا قرآن کريم  له اتوم څخه بحث کړی؟ قرآن کريم  په خپل يوه مبارک آيت کې تر ډېرې د کوچنۍ مادې (اتوم) په باب بحث کوي، اسلامي عالمانو تر ټولو کوچنۍ  ذره (اتوم) (الجز لا يتجزا) نومولې ده.   په قرآن کريم  کې هرې علمي موضوع ته اشاره شوې ده، موږ بايد  هر آيت شريف ته ځير شو او د هغه پر مانا او تفسير په ښه ډول ځان پوه کړو، ځکه، چې ځينې ماناوې پټې ساتل شوي، ځينې ډېرې لنډې توضيح شوي او ځينو ته خو ي

02.10.2012 samim

د ځمکې ګردوالی

د ځمکې ګردوالی      قرآن کريم ، ځمکه د چرګې يا اوښ مارغه (شترمرغ)  له هګۍ سره ورته ښوولې او پوهانو ته يې په دې  اړه رڼا اچولې ده. نصارا وو هغه وخت د ځمکې د هوارۍ ادعا کوله او د هغوی پاپانو به هم دا ويل، چې په انجيل کې هم شته دي، په هغه وخت کې د دې ادعا کول، ځمکه ګرده ده او څرخي د هغه وخت  خلاف و، (ګاليله) په همدې ويلو، چې ځمکه په څرخېدو ده سزا ليدلې وه.   د ا

02.10.2012 samim

مړي ژوندي کېږي

مړي ژوندي کېږي       کله کله د تلويزون پر پرده ډاکټران راڅرګندېږي او له نورو خلکو څخه غواړي، چې خپلې سترګې نورو ته وبښئ، (زړه مو وبښئ)، (پښتورګي مو وبښئ). موږ بيا له ځان سره فکر کوو، چې دا شيان څه په کار دي؟ هغوی وايي: د مړي زړه، سترګې او پښتورګي ساتو او بيا يې نورو ناروغانو ته لګوو، دا  غړي بېرته په کار کولو پيل کوي.  ډېر ځلې داسې شوي، چې د مړي پښتورګی اېستل شوی او بيا يې د همدې ن

02.10.2012 samim

د پرې شوي لاس بيا ورګنډل

د پرې شوي لاس بيا ورګنډل       عبدالمحيط يې يوه موټر ته واچاوه او روغتون ته يې ورساوه، د هغه پرې شوی لاس يې هم په يوه نيلوني کڅوړه کې له ځانه سره راوړی و او په بيړه سره عمليات شو. پوره لس نيم ساعته وروسته يې د هغه پرې شوی لاس بېرته پر خپل ځای وروګانډه. هغه ډاکټر، چې د عبدالمحيط لاس يې بېرته ورپيوند کړی و، وويل: د عبدالمحيط لاس به په (۶) شپږو مياشتو کې ښه شي او  (۶) مياشتې وروسته به له ل

02.10.2012 samim

لومړنۍ بېړۍ چا جوړه کړه؟

لومړنۍ بېړۍ چا جوړه کړه؟     يوه ډېر بوږنوړي  باران په ورېدو پيل وکړ، د اوبو کچه لوړه شوه، هر ځای اوبو ونيو او د نوح (ع) بېړۍ د اوبو پر سر روانه شوه، کله چې توپان پای ته ورسېد، د نوح (ع) بېړۍ د جودي غره پر سر کېناسته. الله (ج) لومړی اوبه پيدا کړې او اوبو ته يې د پورته کېدلو وړتيا هم ورکړه، خو د انسانانو د بېړۍ جوړولو طريقه نه وه زده او هغه يې د نوح (ع) په وسيله  دوی ته وروښووله.

02.10.2012 samim

آيا قرآن کريم له لېږديزو (نقليه) توکو بحث کړی؟

آيا قرآن کريم  له لېږديزو (نقليه) توکو بحث کړی؟     الله (ج) په قرآن کريم  کې له ټولو هغو بار وړونکو بېړيو او انسان  لېږندو بېړيو او همدارنګه د نورو لېږندو وسايلو -چې  په وچه او که په اوبو کې دي يادونه کړې ده.     په دې پوهېږو، چې لومړنۍبېړۍنوح (ع) جوړه کړې ده، آيا په هغه بېړۍ کې د اور ګاډي، الوتکې، موټر او نورو لېږندو وسايلو په اړه څه يادونه شوې وه؟

02.10.2012 samim

آيا نور (بې ساه) مخلوق خبرې کوي؟

آيا نور (بې ساه) مخلوق خبرې کوي؟ کله چې داوود (ع) د زبور آيتونه لوستل، نو غرونه، تيږې، بوټي او ژوي  به په خبرو راتلل او د هغه وينا به يې يو ډول تکراروله.        آيا تاسې توتي  ليدلی؟ ليدلي به مو وي، چې توتي د انسان خبرې زده کوي او په څوواري  يې تکراروي هم، له همدې کبله انسانان توتي ډېر خوښوي.     عالمانو توتي د ټيپ د جوړولو لپاره بېلګه ګرځ

02.10.2012 samim

آيا قرآن کريم برېښنا ته اشاره کړې؟

آيا قرآن کريم برېښنا ته اشاره کړې؟     ورېځې د طبيعي برېښنا منځۍ (مرکز) دي، ورېځې د برېښنا پيدا کوونکې دي او قرآن کريم  برېښنا او تالندې ته په ډاګه او څرګنده نغوته (اشاره) کړې ده. زموږ په منځ ته راتلو هر شی منځ ته راځي، له يوه لوري د مور له تيو څخه شيدې روانېږي او له بله پلوه نور اړين توکي ؛ لکه کالي.... راته برابرېږي. هرشی زموږ د لويېدو لپاره تيار شوی ، په دې نړۍ کې د يو ماشوم په توګه ژوند کوو.

02.10.2012 samim

حضرت محمد (ص) د موندنو (کشفونو) په اړه څه وايي؟

حضرت محمد (ص) د موندنو (کشفونو) په اړه څه وايي؟    حضرت محمد (ص) په هره موضوع کې زموږ لارښود دی، موږ ته د دواړو نړيو د برياليتوبونو لاره ښيي، د الله (ج) رسول (ص) زموږ د نېکمرغۍ په اړه فرمايي: په نړۍ کې د دنيا لپاره داسې کار وکړه، لکه هېڅ چې نه مرې او د آخرت لپاره داسې کار وکړه؛ لکه سبا چې مرې. (له زانګو تر ګوره، علم زده کړه) (د بې ګټې کار پر ځای د الله (ج) ذکر وکړئ او ګټور علم زد

02.10.2012 samim

پيلامه

پيلامه     د  فضا په اړه کتابونو کې به مو ليدلي وي، چې انسانان او د هغو د چاپېريال  پر شيانو د يو ډول وړانګو په خورولو سره  له يوځايه  بل ځای ته لېږدول کېږي.     آيا تاسې فکر کړی، چې د دې وړانګو منځۍ (مرکز) څه شی دی؟ بايد وويل شي، چې د الله (ج) کتاب قرآن کريم  دی. د نمل سورت همدارنګه يوه

02.10.2012 samim

په دې کتاب کې به تاسې څه شی و لولئ؟

په دې کتاب کې به تاسې څه شی و لولئ؟        د دې کتاب په لوستلو سره تاسې کوم ګټور معلومات ترلاسه کولای شئ؟ که چېرې تاسې وپوښتل شئ، چې آيا قرآن کريم د ريل ګاډي، الوتکو، اټم، تلويزون، برېښنا او دې ته ورته نورو څيزونو  او اختراعګانو په اړه بحث کوي؟ دا پوښتنه تاسې څنګه ځوابولای شئ؟ که ځوابولای  يې شئ؛ نو بايد توضيح يې کړئ او د دغه شان مسايلو توضيح دومره اسا

02.10.2012 samim

سريزه

سريزه       بې له شکه د الله (ج) دا معجز کتاب، چې خپل ټول منکر يې ننګولي، چې تاسې د دې کتاب د يو آيات په اندازه يو بل آيات راوړﺉ؛ تر دې دمه د قرآن له دې ننګونې ټوله نړۍ عاجزه ده او عاجزه به وي، د الله (ج) دا معجز کتاب او د دې کتاب علمي  معجزې به تر قيامته پورې وي. په قرانکريم کې چې کومې علمي اشاري شوي دي په کار ده، چې د هغه تفسير د تجربې له علم سره وشي؛ ځکه علمي نظريې بدلون مومي او هر کله چې د علم ثابته

02.10.2012 samim

داسې كتابونو ته څومره اړتيا ده؟

داسې كتابونو ته څومره اړتيا ده؟ د ډېرې بد مرغۍ ځاى دى، چې تل زموږ فكرونه د وخت سياسيتونو پورې تړلي وي؛ په دې مانا د هرې مفكورې حكومت، چې د ګدۍ واګې په لاس كې واخلي موږ ورسره سم مټې رانغاړلي وي او د همغوى له پاليسۍ سره سم خپل قلم چلوو او ليكنې كوو، هېڅكله داسې فكر نه كوو، چې د قلم مانا يانې څه ما او تا ته خداى د څه لپاره  استعداد راكړى، كوم مسووليتونه لرو، بويه څه وكړو او څه كول په كار دي؟ دا او دې ته ورته خورا ډېرې خبرې دي، چې ويل يې په كار دي.

02.10.2012 samim

قرآن او تخنیک

قرآن او تخنیک        قرآن او تخنيک د ګران رفیع الله ستانکزي یوه داسې ارزښتمنه ژباړه ده، چې د قرآني علومو د پوهاوي یوه مهمه او ضروري کړۍ بلل کیږي. د قرآن پېژندنې په برخه کې یوه مهمه موضوع د قرآني حقایقو اثباتول دي، د قرآني حقایقو د اثبات لپاره د هغو دلایلو او براهینو راوړل مهم او لازمې دي کوم چې بني بشر (که هغه مسلم وي یا غیر مسلم) پرې د عقل او بصیرت په سترګو قناعت وکو

02.10.2012 samim

له سمندره څو سيپۍ

له سمندره څو سيپۍ        داسلام مبارک  دين په  کوم ځانګړي قوم،  سيمې،  وخت،  ژبې او   توکم  پورې اړوند ندى؛ بلکې ټول انسانيت او جنيات د رسالت له لومړۍ شېبې څخه د قيامت تر ورځې ددې سپېڅلي دين له خوږو څخه خوند اخيستلى شي.      اوس چې رسول الله (ص) زموږ ترمنځ نشته؛ نو  الله تعالى دا مسؤوليت   دهغه امت  ته مخ کړ

02.10.2012 samim

د ټولنې يادښت او ډالۍ

     بسم الله الرحمن الرحيم  د صمیم ادبي ټولنې يادښت      (( قرآن او تخنيك )) د هغه گلالي كتاب نوم دى، چې گران رف

02.10.2012 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more