سريزه

      بې له شکه د الله (ج) دا معجز کتاب، چې خپل ټول منکر يې ننګولي، چې تاسې د دې کتاب د يو آيات په اندازه يو بل آيات راوړﺉ؛ تر دې دمه د قرآن له دې ننګونې ټوله نړۍ عاجزه ده او عاجزه به وي، د الله (ج) دا معجز کتاب او د دې کتاب علمي  معجزې به تر قيامته پورې وي.

په قرانکريم کې چې کومې علمي اشاري شوي دي په کار ده، چې د هغه تفسير د تجربې له علم سره وشي؛ ځکه علمي نظريې بدلون مومي او هر کله چې د علم ثابته تجربه تر لاسه شي؛ نو هغه به هيڅکله د قرانکريم خلاف نه وي.

  نننۍ پرمختللې نړۍ له خپل هر اړخيز پرمخيون سره بيا هم د قرآن کريم ارشاداتو ته پناه وړې او د وروستي آسماني کتاب په لارښوونو عمل کوي، چې د برياليتوب لوړې پوړۍ ووهي.

  د دې ټولو خبرو زبات (ثبوت) اسلام ته د نورو اديانو د لويو لويو مفکرينو او پوهانو را اوښتل دي او د همدې وېرې له کبله کفري نړۍ د اسلام د خپراوي د مخنيوي لپاره بېلابېلې لارې غوره کړي، چې زموږ مشر – کشر او راتلونکی نسل ټول له خپله دينه ناخبره کړي او په نورو لهو و لعب يې بوخت کړي؛ لکه څنګه، چې زموږ او د نورو مسلمانو هېوادونو ډېری ځوانانو د فېشن پرستۍ او ... ښکار شوي او له خپله دينه ناخبره پاتې دي، زموږ او نورو ټولو مسلمانو ليکوالو، پوهانو او عادي وګړو دا دنده ده، چې ناخبره وګړي د اسلام له ستر توب او بشپړتوب نه خبر کړو او هغوی په سمه لار تګ ته وهڅوو.

د دغه کار پيل شوی او ان شاالله روان به وي، له دغو ډلو څخه يو هم د ترکيیې ستر ليکوال او عالم شعبان دوغن دی، چې دا کتاب يې په ټوله مينه او ځيرکۍ لیکلی دی.

د شعبان (دوغن)  دا کتاب ډير ګټور دی په ډيرو خاصو مسايلو را څرخي او لوستونکي ته پوره بيداري ور کوي.

قرانکريم يو الهامي کتاب دی هر چا چې پرې عمل او فکر وکړ په ريښتيا سره به د فکر خاوندان ترې ډير څه واخيستلای شي. د الله (ج) په کلام او کايناتو باندې فکر کول د قرانکريم امر دی؛ نو راځۍ، چې د خدای (ج) کلام په ټوله مينه ولولو، ځان پرې پوه کړو او نورو ته يې وروښيو.

قرآن کريم يوازې يو مذهبي کتاب نه؛ بلکې د ټولو علومو په اړه په کې په وړ اندازه بحث شوی. خو له بده مرغه موږ دغه مقدس کتاب ته يوازې د مذهبي کتاب په توګه کتلي او په هر کور کې مو په تاخچه کې ايښی، يوازې ورنه د دم، دعا او وېرې پر وخت کار اخلو.

   موږ بايد د قرآن کريم په  هر آيت په بشپړه توګه پوه شو، خو له بده مرغه موږ يې يوازې لولو! او فکر پرې نه کوو، راځۍ، چې په ډېر ژور فکر يې ولولو او ټولو باريکيو ته يې ښه ځير شو. د همدغو د پوهېدلو په پار مې د دې کتاب ژباړلو ته زړه ښه کړ او په ډېرې مينې او پاملرنې سره مې ژباړلی.

    تر خپله وسه مې د کتاب په ژباړلو کې له ډېر دقت څخه کار اخيستی او تر ډېره ځايه مې زيار اېستلی، چې ژباړ ساده او ټولپوهه وي.

له درنو استادانو او پوهانو هريو صميم صاحب، حقيار صاحب، ننګ صاحب او سيدي صاحب نه نړۍ مننه کوم، چې په ډېره مينه يې زما ژباړلی اثر لوستی او لارښوونې يې په ما لورولي.

يوه يادونه اړينه بولم، چې په دې کتاب کې مې د قرآن کريم د ټولو آيتونو ژباړه له هغه قرآن کريم نه، چې له پښتو ژباړې سره د نفيس ټولنې له خوا چاپ شوی را اخيستې، ترڅو د قرآن کريم مانا په سمه توګه راوړل شي.په پای کې د ټولو لوستونکو څخه دا هيله لرم، چې په خپلو دعاګانو کې مې هېر نه کړي او خپلې لارښوونې، وړانديزونه او رغنده نيوکې رانه ونه سپموي.

په ټوله اسلامي مينه

رفيع الله ستانکزی

کابل – کارته نو

دوه نۍ -  د سلواغې ۲۱ مه