داسې كتابونو ته څومره اړتيا ده؟

د ډېرې بد مرغۍ ځاى دى، چې تل زموږ فكرونه د وخت سياسيتونو پورې تړلي وي؛ په دې مانا د هرې مفكورې حكومت، چې د ګدۍ واګې په لاس كې واخلي موږ ورسره سم مټې رانغاړلي وي او د همغوى له پاليسۍ سره سم خپل قلم چلوو او ليكنې كوو، هېڅكله داسې فكر نه كوو، چې د قلم مانا يانې څه ما او تا ته خداى د څه لپاره  استعداد راكړى، كوم مسووليتونه لرو، بويه څه وكړو او څه كول په كار دي؟ دا او دې ته ورته خورا ډېرې خبرې دي، چې ويل يې په كار دي.

په هر حال داچې د كمونيستي رژيم په وخت كې څه ليكل كېدل، ورپسې د نورو حكومتونو پرمهال چا څه ډول ليكنې كولې او بيا د طالبانو په وخت كې څه وشول، دا به په خپل حال پرېږدو؛ ځكه هغه خبرې پوره وخت او ... غواړي زه يوازې د خپل ګران دين اسلام په اړه څه ويل غواړم. په دې مانا يو مهال طالبان پر دغه خاوره واكمنان شول او دا چې څه يې وكړل، هغه به تاريخ پوهانو او سياست پوهانو ته پرېږدو؛ خو د هغوى په راتګ سره اسلام ته پاملرنه ډېره واوښته، دا چې په كوم ډول دا به بيا هم پر خپل حال پرېږدو؛ خو چې څنګه د طالبانو واكمني نسكور شوه، سم له واره له اسلام سره هم مخه ښه وشوه او تر ننه پورې دغه لړۍ لا روانه ده، دا چې آر لاملونه يې څه دي، پر دې به هم خبرې نه كوم؛ خو دومره ضرور ويلاى شم، چې كله نا كله د يو شمېر وګړو فطرت همداسې وي. تاسې وګورئ اوس مهال څومره ډله ييزې خپرونې، خپرونې كوي او له څو كلونو راهيسې يې دغه ډګر تود ساتلاى دى، هر ډول شيان يې، چې زړه وغواړي همغه خپروي او د بيان د ازادۍ په نامه يې په دغو غيرو اسلامي او له انساني كړنو څخه لرې خپرونو باندې ځان بوخت كړاى دى. البته زما خبره ټولو رسنيو ته ځير نه ده؛ ځكه يو شمېر داسې خپرونې شته، چې لږ تر لږه د اسلام په نامه لږو ډېر څه خپروي.

په هر حال په ټول هېواد كې به سړى داسې ټلويزيوني چينل، راډيو، مجله او ورځپاڼه پيدا نه كړاى شي، چې هغه دې يوازې اسلام ته ځانګړې شوې وي او اسلامي ليكنې دې خپرې كړي؛ خو اپوټه په فلمي نړۍ كې بيا دا شيان ډېر تر سترګو كېږي، آن اوس_ اوس ځينې داسې ټلويزيونونه هم شته، چې سندر غاړي روزي؛ خو له بده مرغه بيا د اسلام په نامه څه نه پېژني، په داسې حال كې، چې دې نړۍ ته زموږ د راتګ آر لامل اسلام پالل، اسلام كول او اسلام ښوول دي.

يو مهال راسره دا ويره پيدا شوې وه، خداى مه كړه داسې نشي، چې موږ هم د ځينو په نامه اسلامي هېوادونو په څېر په نامه مسلمانان پاتې شو او كه څوك زموږ په مخ كې لمونځ وكړي؛ نو ورته به وايو، چې يو مهال دغه كار زموږ نېكونو او نياګانو هم كولو.

        خو اوس چې كله مخ يوه خوا او بله خوا واړو را واړو؛ نو بېرته مو دغه فكر له ذهن څخه ووځي؛ ځكه لا داسې ځوانان شته، چې اوس هم له اسلام سره مينه لري، اسلام پالي او اسلام كوي. په داسې وخت كې، چې د ټولنې ډېرى ځوانانو په شاړو لارو روان وي په هغې ټولنه كې يوازې پر ځان اسلام كول هم لويه خبره ده، نورو ته اسلام ور ښوول خو لا پر ځاى پرېږده.

په هر حال ستاسې په لاس كې دغه پروت كتاب هم زموږ د روڼ او ارزښتناك دين يو كوچنۍ غوندې بېلګه ده، چې د مسلمانانو لپاره په كې ډېر څه شته، دا كتاب يو داسې اسلامي لارښوود، دى چې د ډېرو منكرو وګړو او له اسلامي چوكاټه بې لارو شويو ته د حقيقت لار ښوولاى شي. تاسې به اورېدلي يا ليدلي وي، چې ډېرى غير مسلمان وګړي د ځينو شيانو كشفول، لكه اوسپنه، سره زر، سپين زر، مس، تخنيك، پرمختګ، ژوند كولو لارې چارې او دې ته ورته شيان د ځان پورې تړي په داسې حال كې، چې ددغو ټولو شيانو په اړه الله (ج) نږدې څوارلس نيم سوه كاله پخوا په خپل بې جوړې او آسماني كتاب قرآن عظيم شان كې فرمايلي دي او د هرې خبرې وړاندوينه يې كړې ده.

 د لومړي ځل لپاره د تخنيك په نامه ښكارنده مسلمانانو كشف كړه، چې هغه ساعت و، ډېرى غير اسلامي وګړو داسې ګومان كاوه، چې مسلمانانو په دې څيز "ساعت" كې له جادو او سحر څخه كار اخيستى دى او يا يې په كې پيريان ايسار كړي دي؛ خو نن هماغه خلك هر څه د ځان پورې تړي.

         رښتيا هم، چې اسلام ډېر لوى دين دى او د هر چا لپاره په كې د هغه له مسلك سره سم مواد شته. د اسلام مبارك دين مهرباني كوي، چې تاسې په ورځ كې له الله ج سره پنځه ځلې خبرې وكړئ؛ په دې مانا چې د الله ج عبادت وكړئ او لمونځ وكړئ؛ خو غير اسلامي نړۍ دا خبره اوس زباد كړې ده، چې د انسان په وجود كې يو ډول منفي زرات دي، چې د وخت په تېرېدلو سره د انسان سر ته خېژي او ورو_ ورو انسان ته د سر خوږي ناروغي پيدا كوي او كه چېرې په وخت سره د هغې درملنه ونشي؛ نو كېدون لري، چې د بدن د غړو د فلج كېدلو لامل شي او د رنځورپوهانو په وينا يې دغه ناروغۍ ته تر اوسه لا درمل نه دي پيدا شوي او يوازې يو درمل لري، چې هغه خاوره ده؛ يانې وايي كه چېرې څوك په دغې ناروغۍ اخته شو، هغه كس دې تر لسو دقيقو پورې پر ځمكه سر كېږدي، البته يوازې تندى. دوى وايي ځمكه يا خاوره يو ډول مثبت چارجونه لري، چې د تندي همدغه منفي چارجونه، چې د انسان د سرخوږۍ لامل كېږي له منځه وړي؛ خو لا اوس هم په دې نه دي ګروهمند شوي، چې اسلام ددغو ټولو شيانو وړاندوينه سوونه كاله وړاندې كړې وه او لا اوس هم په خپل كفري نيلي آس سپاره دي. همداسې د اسلام نورې برخې هم در واخله.

په هر حال دغه كتاب، چې د پښتو ژبي تكړه ليكوال او لاس بري ژباړن رفيع الله ستانكزي ژباړلاى، ډېر ګټور، ارزښناك او د لوستلو وړ دى، زما په اند ددغه كتاب لوستل ټولو مسلمانانو ته اړين دى؛ ترڅو په هغو حقيقونو خبر شي، چې تر اوسه پورې لا نه دي خبر او دوى هم داسې فكر كوي، چې د پورته شيانو يا توكو كشف كوونكي او بانيان غير مسلمانان دي. دغه كتاب سربېره پر دغو ښېګڼو نورې خورا ډېرې ښېګڼې هم لري، چې د ټولو بيانول يې زما له وسې وتلې خبره ده؛ خو زه به يې له خپلو سترګيو څخه دغو څو ښېګړو ته نغوته وکړم:

? ژبه يې روانه ده، د ولس ژبه ده او په ژباړه كې هم له تكلف څخه كار نه دى اخيستل شواى.

? كوښښ نه دى شوى، چې د ژباړې د آرونو ملا ماته كړي او يا هم ټكى په ټكى ژباړه وكړي؛ بلكې څنګه ژباړه، چې په كار وه هماغسې ژباړه شوې ده.

? ژباړه د ملايانو ژباړه نه ده؛ بلكې خپله ژباړه يې ده؛ په دې مانا كه چېرې د ملايانو ژباړه سړى ولولي؛ نو ليكلي يې وي، چې خداى ج انسان نه دى پيدا كړاى؛ خو پيدا كړاى يې دى لپاره د عبادت؛ يانې قيد كاروي، خو ډېر بې ځايه او همدا لامل دى، چې اوس ډېرى تفسيرونه هغه كسان ليكي، چې د دين په برخه كې يې مسلكي زده كړې نه وي كړي، كه څه هم دين زموږ د ټولو مسلك دى؛ خو هغه څوك، چې په همدغه برخه كې په رسمي كچه زده كړي كوي هغسې زده كړې يې نه وي كړي.

? كوښښ شوى، چې په ژبه كې د پردۍ ژبې وييونه ونه كارول شي؛ ځكه بې اړتيا د بلې ژبې د وييونو كارول د ليكوال يا ژباړن كمزوري او له آرې سكالو څخه تېښته ده، له نېكه مرغه دغه نيمګړتيا په ګران ستانكزي كه نه ليدل كېږي.

? ټكى په ټكى ژباړه هم آره منځپانګه زيانمنوي، چې له نېكه مرغه دغه ژباړه له دغو نيمګړتياوو څخه ژغورل شوې ده او پوره زيار يې ګاللې، چې د ده په ژبه كې آرې منځپانګې ته زيان ونه رسېږي.

په پاى كې تكړه ليكوال، خوږ ژبي ژباړن او مسلمان ورور رفيع الله ستانكزي ته د دغه قيمتي او ارزښتناك اثر د ژباړلو مباركي وايم او د لوى الله (ج) سپېڅلي دربار ته لاسونه لپه كوم، چې په ګانده نور داسې ګلالي او فرهنګيالي ځوانان هم زموږ په ټولنې ولوروي او دغه ګړيدلى ولس له نااسلامي لارو ګودر، څخه د تل لپاره د جبرئيل امين په وزرو كې خوندي وساتي او د خپل سپېڅلي كتاب پر لوستلو يې د تل لپاره زړه روښانه او ژوند سوكاله كړي.

آمين يا رب العالمين

سيدنظيم سيدي

د افغانستان ملي شورا

ولسي جرګه