هغه اور چې ونه سوځېده
نمرود د يوه غټ اور د جوړېدو امر ورکړ، ميدان يې د خسو او لرګيو د غونډيو په څېر جوړ کړ او يوه ورځ يې لرګيو او خسو ته اور ورکړ، د اور شغلې او سپرغۍ به تر ډېرې لوړې تللې او ابراهيم (ع) يې د اور دننه وروغورځاوه.
آيا يخچال پېژنئ؟ له برېښنا سره کار کوي، هر شی يې، چې دننه کېښوول شي يخ او ساړه يې ساتي او د شيانو په تازه پاتې کېدو کې مرسته کوي.
آيا هغه جامې پېژنئ، چې د اور ضد دي؟ له دغو جامو څخه د اطفايې کسان ګټه اخلي، دهغو نوم (اميانټ) دی او له يوې نه سوځېدونکې مادې څخه جوړېږي. د اطفايې کسان هغه اغوندي او په ډېرې اسانۍ سره د اور ځای ته ورننوځي، کله چې په اور کې د قدم وهلو خبره رامنځ ته کېږي؛ نو د ابراهيم (ع) کيسه را په يادېږي.
دا کيسه په قرآن کريم کې داسې راغلې ده:
د بابُل خلکو د ستورو او بُتانو عبادت کاوه، د هغه ځای د ټولواک نوم نمرود و او هغه يو شتمن او عياش انسان و. نعوذ باالله خپل ځانته به يې خدای وايه.
کوم فقيران او مسکينان به، چې هغه ته راتلل؛ نو له هغوی څخه به يې پوښتنه کوله، چې ستاسې خدای څوک دی؟ چا به چې ورته ويل، ته مې خدای يې، هغه ته به يې خوراکي توکي ورکول او چا به، چې ورته وويل، زما خدای پاک الله (ج) دی، هغه به يې ځوراوه ، واهه او زيان به يې ورساوه.
الله (ج) ابراهيم (ع) دوی ته د پيغمبر په توګه راواستوه، يوه ورځ ابراهيم (ع) بُتخانې ته ورننوت او ټول بُتان يې د تبر په وسيله مات کړل او تبر يې تر ټولو غټ بُت په غاړه کې ځوړند کړ.
خلکو پوښتل، چې دا بُتان چا مات کړي دي؟
ابراهيم (ع) تر ټولو غټ بُت ته اشاره وکړه او ويې ويل: وګورئ هغه مات کړي دي او تر اوسه يې تبر په غاړه کې پروت دی. د بت عبادت کوونکو به ويل: هغه خپله پيدا کړل شوای دی. ابراهيم (ع) ورته وويل: که داسې وي؛ نو ولې د هغه بُت عبادت کوئ، چې هېڅ يې هم پر وس نه دي پوره او آن خپله ساتنه هم نه شي کولای. ټول خلک غلي شول او نمرود يې له دې موضوع نه خبر کړ. نمرود ابراهيم (ع) زندان ته واچوه او د هغه د وژلو اراده يې وکړ.
نمرود د لوى اور د تيارولو امر ورکړ، ميدان يې د خسو او لرګيو د غونډيو په څېر جوړ کړ؛ يانې له لرګيو او خسو څخه يې ډک کړ او يوه ورځ يې لرګيو او خسو ته اور ورکړ، د اور شغلې او سپرغۍ به تر آسمانه پورې تللې او ابراهيم (ع) يې د ټال په وسيله د اور منځ ته وروغورځاوه.
خو الله (ج) هر شی ليده او په هر شي پوهېده، پرې يې نه ښوول، چې خپل محبوب پيغمبر يې مغلوب شي او اور ته يې داسې امر وکړ: (۶۸) قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْداً وَسَلَاماً عَلَى إِبْرَاهِيمَ (۶۹)
ژباړه : موږ وويل: اې اوره! پر ابراهيم سوړ او سلامت شه.
ليدونکو به په ډېر حيرانتيا سره اور ته کتل؛ ځکه چې د اور دننه به ابراهيم (ع) خندل، لکه څنګه چې اور ته امر شوی و، اور نه سوځېده، ځينو ليدونکو د دې معجزې پر ليدلو سره له نمرود نه مخ واړوه او پر الله (ج) يې ايمان راووړ.
عالمانو له دې معجزې، چې په قرآن کريم کې ذکر شوې ده، ډېر شيان زده کړل؛ معجزه يې ځکه ترسره كولاى نه شوه، چې پيغمبران نه دي؛ بلکې آيا د اور ضد جامې نه شي جوړولی؟ آيا اور په يوې داسې سړېدونكي يا يخوونکې وسيلې نه شي بدلوی؟ چې په هغه لاره کې قرآن کريم اشاره هم کړې ده، وروسته له ډېرو کلونو زيار څخه يې سمه او ګټوره پايله لاسته راوړه.
څنګه؟
که ځير شو؛ نو الله (ج) اور ته (يخ او سلامت اوسه) ويلي دي؛ ځکه چې اور نه يوازې په خپلې ګرمۍ سره سوځي؛ بلکې په سوړوالي يا يخوالي هم سوځي.
په ژمي کې، چې واښه يخ وهي، موږ له ځانه سره وايو، چې بوټي يا واښه سوځېدلي دي، په اصل کې واښه يا بوټي همداسې وي؛ لکه چې د اور په وسيله سوځول شوې وي، هغه اور، چې په خپل سوړوالي يا يخوالي سوځي، خپل شا و خوا ته ګرمي شيندي يا حرارت نه خپروي؟ او د دې پرعکس کېږي، چې د خپلې شا او خوا ګرمي راغونډوي او د خپل شا وخوا نور شيان يخوي او يا ورنه يخ جوړوي.
آيا تاسې ته يخچال نه دريادېږي؟ آياپوهېږئ، هغه برېښنا، چې د يخچال موتور په کارېدلو راولي، هغه يو ډول اور دی، که انسان ورسره اړيکه ونيسي سوځوي يې؛ خو دا اور د يخچال دننه اوبه په يخ بدلوي؛ يانې اور د يخچال دننه سوړ يا يخ دى. له بله پلوه د څښاک او خوراک شيان ساړه؛ يانې ښه ساتي.
په يخچال کې د برېښنا اور د سوځېدلو په حالت کې دى، په دغه ايت شريف کې يخچال ته هم اشاره شوې ده.
لکه څنګه چې د نمرود اور د ابراهيم (ع) بدن ونه سوځاوه، د هغه جامې يې هم ونه سوځولې. عالمانو له دې پېښې څخه دا پايله ترلاسه کړه، چې (اميانت) يا اور ضد جامې يې جوړې کړې.
د اطفايې د کسانو جامې له يو ډول اور ضد مادې څخه جوړې شوي، چې (اميانت) نومېږي. الله (ج) چې کله نړۍ پيداکوله؛ نو دا ماده يې هم ورسره پيداکړه او په خپل کتاب کې يې د هغه په تړاو يوه پېښه بيان کړه، چې نور بندګان يې زيار وباسي او کوښښ وکړي.
په لنډه توګه ويلای شو، چې نننی پرمختګ ټول د قرآن کريم د ارشاداتو په رڼا کې شوی دی.