د ابابيل له آلوتونکود نيوترون تر بمه

  ابرهه خپلو سرتېرو ته پر کعبه شريفه د بريد کولو امر کړی و؛ خو هغه فيل (محمود) چې ابرهه ورباندې سپور و، په ځمکه کې ننوت او قدم يې نه شو وهلای.

 ابرهه د يمن والي عيسوي مذهبه و، کعبې شريفې ته يې د ډلو ډلو انسانانو تګ وليد، د مخنيوي لپاره يې يوه کليسا، چې دروازې يې له  سرو زرو، سپينو زرو او ياقوتو څخه جوړې شوې وې- جوړه کړه.

ده به فکر کاوه، چې دا کليسا له کعبې شريفې نه غوره او ښه ده او ټول خلک به دلته راشي؛ خو څنګه يې چې هيله لرله هسې ونه شول، هېڅوک رانغلل، له دې امله يې د کعبې شريفې د سوځولو امر ورکړ، په دې وخت کې يې د حبشي سلطنت تر ټولو ځواکمن او قوي فيل (محمود) راوغوښت.

تياري يې ونيوله، د کعبې شريفې په لوري وخوځېدل او د يوې ورځې په لړ کې د کعبې شريفې شا او خوا ځای پر ځای شول.

په دغو ورځو کې د حضرت محمد (ص) د نيکه (عبدالمطلب)، چې د قريشو د قبيلې مشر هم و،  دوه سوه اوښان چور شول.

د حضرت محمد (ص) تره عبدالمطلب د خپلو اوښانو د بېرته غوښتلو لپاره ابرهه ته ورغی او خپله غوښتنه يې ورته بيان کړه، ابرهه ډېر حيران شوی و او عبدالمطلب ته يې وويل: زه ستاسې د پلرونو او نيکونو د ځای (کعبې) ورانولو ته راغلی يم او ته دې خپلې غوښتنې ته وګوره، د کعبې په اړه هېڅ فکر نه کوې او خپل اوښان غواړې.

عبدالمطلب ورته داسې ځواب ورکړ:

 زه يوازې د خپلو اوښانو څښتن يم او کعبه هم څښتن لري او هغه به يې خپله ساتنه وکړي.

     ابرهه د دې خبرې له اورېدو وروسته  په ملنډو وويل : اوس هېڅوک نشته، چې کعبه  له مانه وساتي.

 بله ورځ يې خپلو سرتېرو ته پر کعبې شريفې د بريد کولو امر ورکړ؛ خو هغه فيل  (محمود) چې ابرهه ورباندې سپور و، په ځمکه کې ننوت او قدم يې نه شو  وهلای، هرڅه يې چې وکړل هغه يې له ځمکې ونه شو ايستلای، کله به چې د فيل مخه د شام خواته کېدله، په ډېرې چټکۍ سره به يې تګ کاوه؛ خو چې کله به يې د فيل مخه د کعبې شريفې خواته کړله، له خپله ځايه به نه شو ښورېدلای او هېڅ حرکت به يې نه شو کولای. د سيند له خوا نه د الوتونکو يو  لښکر تر سترګو شو، چې د هغو په ګوتو؛ يانې پنجو او مښوکو کې  د نخود په اندازه وړې وړې تيږې ليدل کېدې[1].  د ابرهه پر سرتېرو يې د تيږو غورځول پيل کړل، په هر ځای به چې تيږه لوېدله هغه ځای به يې سوری کاوه.

ها او هو پيل شوه او د ابرهه سرتېرو به يوې او بلې خواته تېښته کوله او يو او بل به يې تر پښو لاندې کول، ابرهه هم ونه ژغورل شو، ټول ځان يې سوری – سوری شوی و.

د الله (ج) په امر باران په ډېرې تيزۍ سره ورېدل پيل کړل او د ابرهه د لښکرو پاتې شوي كسان يې هم له ځانه سره يوړل.

 قرآن کريم  دا پېښه د فيل به سورت کې داسې بيان کړې ده:

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ (۱) أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ (۲) وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْراً أَبَابِيلَ (۳) تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ (۴) فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ (۵)

ژباړه: ودې نه ليدل، چې ستا رب د فيل (هاتي) له خاوندانو سره څه وکړل؟ آيا د هغو پلان يې ورشنډ نه کړ؟ او (چې) سېل سېل مرغان يې پرې راوستل، هغوی به يې د پخې شوې خټې په کاڼو وويشتل، اخر يې خوړل شوو وښو غوندې کړل.

قرآن کريم  د فيل په سورت کې له هغو تيږو څخه يادونه کوي، چې د ابابېلو (مرغانو) له خوا به  د ابرهه پر  لښکرو غورځېدلې، آيا دا تيږې د نيوترون له بم سره ورته و الی نه لري؟

لکه څنګه چې د نيوترون بم استوګنځي نه خرابوي او يوازې په انسانانو تاثير کوي، همدغسې هغه تيږې، چې الوتونکو به غورځولې، کعبې شريفې ته يې هېڅ زيان ونه رساوه او يوازې يې د ابرهه لښکر له منځه ېوووړ. داسې نه ده، چې هغه تيږي د نيوترون بمونه ول؛ خو د نيوترون بم ته يې يوه اشاره ده؛ يانې د نيوترون د بم د جوړېدا ډول يې ښوولى. اوسنيو انسانانو له ډېرو زيارونو او کړاونو ګاللو وروسته د نيوترون بم کشف کړ.

د نيوترون د بم زيان يوه بېله موضوع ده، زموږ دين د هغو څيزونو له ګټې اخيستلو څخه هر وخت مخنيوی کړی، چې انسانانو ته زيان رسوونکی وي؛ خو د هر هغه شي په ګټې اخيستلو يې امر کړی، چې نورو انسانانو ته ګټور وي.

 


[1] - هر الوتونکي درې وړې تيږې درلودې، چې يوه يې په مښوکه او دوه نورې یې په پنجو کې وي.