انسانانو الوتل له چا زده کړل؟ 

    پخوانيو انسانانو به الوتونکو ته په ډېره اريانتيا (حيرانتيا) سره کتل او د هغو په اړه به يې په ډېره ځيرتيا فکر کاوه او ويل به يې، کاشکې موږ هم د هغوی په څېر الوتای شوای.

   ايټالوی رسام او عالم ليونارډو ډو ونسي (Leonardo da vinci) به د الوتونکو الوت ته په ډېره اريانتيا سره کتل او ډېری ورځې به د يوې غونډۍ پرسر کېناسته او د الوتونکو بېلابېل الوتونه به يې کتل، خپلې لاسته راغلې پايلې به يې د خپل يادښت په کتابچه کې ثبتولې.

   الوت يې زړه غوښته، له هر ډول تمرينونو څخه يې کار واخيست، چې والوځي، خو بريالی نه شو، خو لومړنی ترکي مسلمان (حضرفن احمد چلبی) د مراد په څلورم پېر (دوره) کې په الوتلو بريالی شو، هغه په لومړي ځل د ګوربت وزرې په خپلو اوږو کېښودې او له (ګالاتا برج) نه يې ځان هوا ته خوشې کړ، چې په (اسکودار) کې بې له کوم زيانه راښکته شو.   

  انسانانو ته همدا الهام له کومه راغلی دی؟

ښايي لومړی له الوتونکو څخه او بيا د سلېمان (ع) له الوتلو څخه دا الهام د انسانانو ذهنيت ته راغلی وي.

قرآن کريم  دا پېښه داسې بيانوي:

 وَلِسلېمان الرِّيحَ غُدُوُّهَا شَهْرٌ وَرَوَاحُهَا شَهْرٌ وَأَسَلْنَا لَهُ عَيْنَ الْقِطْرِ وَمِنَ الْجِنِّ مَن يَعْمَلُ بَيْنَ يَدَيْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَمَن يَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنَا نُذِقْهُ مِنْ عَذَابِ السَّعِيرِ (۱۲)

ژباړه: او سليمان ته مو باد تابع کړی و، چې د سهار مزل يې هم د يوې مياشتې و او د ماښام يې هم د يوې مياشتې او هغه ته مو د تانبې چينه (هم) بهولې وه او پېريانو کې ځينې داسې وو، چې د خپل رب په حکم يې د هغه په وړاندې کار کولو او له هغوی نه چې څوک زموږ له امره سر غړوي، موږ به د بل اور عذاب وروڅکو.

سلېمان (ع) به چې سبا ناری وکړ؛ نو د هوا (باد او شمال) پر وزرو چې د ده تر امر لاندې و،  سپرېده او د غرمې ډوډۍ به يې د (استخر) په ښار کې خوړله، چې هغه ځای ته تګ يوه مياشت وخت غواړي.  او بيا به پر باد سپرېده او د شپې ډوډۍ به يې د (کابل) په ښار کې (چې يوه مياشت مزل و) خوړه.

داسې مه وايئ، چې آيا باد انسان لېږدوی شي؟ په ځينو تلويزونونو کې ګورو چې وايي پلاني توپان د اروپا پلانۍ برخه ويجاړه کړه، باد نه يوازې انسانان الوځوي، بلکې ډېر نور شيان هم له خپلې مخې لرې کوي او الوځوي يې، هغه باد، چې د الله (ج) له لوري ورته امر شوی، نو هغه ته د يوه انسان لېږدول څه شی دي؟

سلېمان (ع) به پر باد سپرېده او الوته به، هغه په حقيقت کې انسانانو ته د الوتلو لاره ورښووله، له دغې موضوع څخه په الهام سره نورو انسانانو هم وکړای شول، چې د بېلابېلو الوتکو په جوړولو لاس پورې کړي.

دا په خپله يوه معجزه وه او لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، معجزه يو فوق العاده حالت دی او يوازې د الله (ج) له لوري خپلو پيغمبرانو ته ورکول کېږي. له يوه پلوه الوتونکو او له بله پلوه په قرآن کريم  کې د سلېمان (ع) د معجزې ذکر، چې پر باد به سپرېده او سياحت به يې کاوه، نورو انسانانو ته د الوتلو لار پرانيستلې ده.

لکه څنګه چې غواړي دا په ډاګه کړي:

اې! انسانانو  تنبلي پرېږدئ او زيار وباسئ، هغومره زحمت وباسئ، چې يوه ورځ الوتنه وکړئ. الوتونکي تاسې ته بېلګې دي او د حضرت سلېمان (ع) معجزه درته لاسوند (دليل) دی، سلېمان ته مو الوت ورکړ؛ نو تاسې هم هغه ته په پام سره له پنځ (طبيعت) نه ګټنه وکړئ.

لږ فکر وکړئ، که دا معجزه په قرآن کريم  کې نه بيانېدای او په پنځ کې هم الوتونکی شی نه وای، آيا انسانانو به د الوتلو فکر هم کړی وای؟

د الوتونکو تر ليدلو او لوستلو وروسته عالمانو سامان الات جوړ کړل او زيار يې وايست، چې الوتونکو ته ورته شی جوړ کړي او د هغه په منځ کې يې موتور کېښود، نو څنګه چې دوی خپله هم پيدا کړل شوي وو او ساه يې نه شوه ورکوی؛ نو موټور يې جوړ کړ، ماشين يې جوړ کړ، په  الوتکه کې يې ولګول، وزرې يې ورته جوړې کړې او ډېرې ازموينې يې تر سره کړې، چې پايله يې مثبته او ګټوره راووتله.

د وخت په تېرېدو سره انسانانو ډېر کوښښ وکړ او دغې برخې ته يې پراختيا ورکړه.

  د هرشي پيل او پای په قرآن کريم  کې راغلی دی، د هر علم پيل او پای هم په قرآن کريم  کې دی، که د قرآن کريم  په رڼا کې ژوند وکړو، څه شی، چې په هغه کې دي، هغه د ژوند موخه وګرځوو او عمل پرې وکړو، نو د لويو لويو موندنو او نوښتونو خاوندان به شو، بايد دا هېر نه کړو، چې لومړنی انسان چې په هوا کې يې الوت کړی؛ هغه مسلمان دی، حضرفن احمد چلبي، بې له شکه چې ده به د حضرت سلېمان (ع) معجزه په قرآن کريم  کې لوستې وي او بيا يې پر خپل الوت فکر کړی دی.

ټولې مسلې په قرآن کريم  کې شته دي، خو يوازې زموږ دقت او ځيرنه غواړي، چې بايد تلاوت يې کړو او عمل پرې وکړو.