اټوم بم ته د قرآن کريم اشاره
سدوميان يو بې اخلاقه او بې تربيې ملت و، تر هغه وخته، چې کومې نادودې او غلط کارونه چا نه وو کړي؛ هغه سدوميانو ترسره کړل، غلا، لوټل، وژنه او هر ډول ناوړه کار به دوی کاوه او د دوی ورځني کارونه همدا ول. په هغه وخت کې داسې بېلارې خلک وو، چې له خپلو لوڼو او خويندو سره به يې ودونه کول، دا ډول کارونه به يې په ډېر وياړ سره کول او نورو ته به يې په ويلو خوښېدل.
الله (ج) هغوی ته لوط (ع) د پېغمبر په توګه ورواستاوه، لوط (ع) خلک راټول کړل او هغوی يې له خپلو بدو کړنو څخه وډارول، چې د دغو چارو پای ښه نه ده او د عذابونو يې هم ورته وويل.
خو دهغوی پر ذهنونو يې هېڅ ډول اغېزه ونه کړه او لا نور به هم په غوسه کېدل. يوه ورځ ټول سره راغونډ شول، د لوط (ع) او د هغه د نورو پيروانو په اړه يې پرېکړه وکړه، چې دوی بايد له خپلې خاورې وباسو، ځکه چې دهغوی شتون به سدوميان ناارامه کړي او لوط (ع) ته يې دا هم وويل: که ته په خپلو خبرو کې رښتينی يې؛ نو خپل خدای ته ووايه، چې پر موږ باندې خپل عذاب راولي، بيا به هغه وخت ګورو.
هغوی اصلاح نه شول او لوط (ع) هم مجبور شو، چې خپل لاسونه پورته کړي او دعا يې وکړه:
اې ربه! ما او هغه کسان، چې زما پيروان دي، د دغو کسانو له شر ه وژغوره.
الله (ج) د لوط (ع) دعا قبوله کړله او د سدوميانو د نشتولو لپاره يې درې ملايکې راواستوالې، ملايکې د دريو ځوانانو په څېر د لوط (ع) قوم ته راغلې او سدوميانو له هغو درو ځوانانو (درو ملايکو) سره دناوړه چلند په سوچ کې شول، چې په دغه شوم حرکت سره يې ځانته لا د عذاب سختي ډېره کړه. د قرآن کريم د ارشاداتو په رڼا کې درې ملايکې لومړی لوط (ع) ته ورغلې او هغه ته يې دژغورنې لار وروښووله.
قَالُواْ يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُواْ إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ (۸۱)
ژباړه: ويلې اې لوطه! موږ ستا د رب استازي يو، دوی هېڅ ضرر نه شي در رسولی؛ نو د شپې په يوه برخه کې خپله کورنۍ روانه کړه او هېڅوک دې له تاسې بېرته نه راګوري، پرته له مېرمنې دې، يقيناً هغې ته هغه (عذاب) رسېدونکی دی، چې هغوی ته ور رسېږي، بې شکه د هغوی نېټه سهار ده، آيا سهار نژدې نه دی.
او همدارنګه د الحجر سورت په (۶۵) آيت کې فرمايلي:
فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ وَامْضُواْ حَيْثُ تُومَرُونَ (۶۵)
ژباړه: نو د شپې په يوه برخه کې خپله کورنۍ وباسه، ته يې شاته ورپسې ځه، ستاسې يو دې هم بېرته نه راګوري او چېرته چې درته حکم کيږي هغه لور ته درومئ.
دا پېښه د ګناهګارانو او ظالمانو د ورکاوي او د مومنانو د خلاصون لامل شوه.
دا آيت شريف د دې څرګندوی دی، چې مسلمانان څنګه وژغورل شول او په دې آيت شريف کې پردې سربېره، ننني پېر ته هم نغوته شوې ده، چې وايي: ((له تاسې څخه دې هېڅوک بېرته ( خپل شا ته) نه ګوري)). د عذاب له ژغورلو څخه لومړی غواړي، له هغه ځايه بهر لاړ شي؛ لکه څنګه چې څرګنده ده، چې د اټوم بم له تاثيراتو څخه يو هم وړانګشيندنه (تشعشع) ده.
د وړانګشيندنې (تشعشع) پر وړاندې د يو شي خنډ ګرځېدل، ډېر خطرناک دي. غواړم دلته، د هغه موضوع په اړه مو، چې توضيح کوله، يو څه ووايم: هغه عذاب کېدای شي، د اټم بمب له زيان سره ورته وي، غواړم ووايم، چې اټم بمب ته قرآن كريم هم نغوته كړې ده. په قرآن کريم کې هرڅه او هر علم ته اشاره شوې؛ نو څنګه کېدای شي، چې اټم بمب ته اشاره نه وې شوي؟