آيا نور (بې ساه) مخلوق خبرې کوي؟
کله چې داوود (ع) د زبور آيتونه لوستل، نو غرونه، تيږې، بوټي او ژوي به په خبرو راتلل او د هغه وينا به يې يو ډول تکراروله.
آيا تاسې توتي ليدلی؟ ليدلي به مو وي، چې توتي د انسان خبرې زده کوي او په څوواري يې تکراروي هم، له همدې کبله انسانان توتي ډېر خوښوي.
عالمانو توتي د ټيپ د جوړولو لپاره بېلګه ګرځولې، خو په يوه توپير:
توتي ويل شوې خبرې په خپل مغز او ټيپ يې په کيسټ (پټه) کې ثبتوي. د الله (ج) او د انسان په جوړونو کې خو ډېر توپير وي، چې يو ساه کښ او بل بې ساه ، خو خبرې دواړه کوي. ډېر وخت شوی، چې له ټيپ څخه ثبتې شوې خبرې اورو او ورسره روږدي شوي يو د همدې لپاره موږ ته دا کار داسې نوی شی نه دی، چې ورته حيران شو. که غرونه، تيږې، ونې... د خبرو جوګه شي او زموږ ويناوې راته بېرته تکرار کړي، څه به مو کول؟ آيا په خپل ځای کې به حيران پاتې نه وو؟
((دا هېڅ امکان نه لري، دا هېڅ کېدوني نه ده)) ايا داسې به مو چيغې نه وهلې؟
آيا د ټيپ تر خبرو وروسته له معجزې څخه د انکار کولو کومه لار لرو؟
که چېرې داسې وي، نو ټيپ، فونوګراف ۱، ګرامافون۲، راډيو، تلويزون او نور ورته سامانونه به د لومړي ځل لپاره کوم پيغمبر جوړ کړي وي، نه بلکې له قرآن کريم څخه تر الهام اخيستلو وروسته عالمان بريالي شول، چې دا شيان جوړ کړي.
هغه شيان، چې د هغو کېدل له تصوره لرې ګڼو، نور نو بيا د الهي احسان خبرې دي او هغو ته معجزه ويل کېږي او د الله (ج) له لوري هغه يوازې خپلو پيغمبرانو ته ورکول کېږي، په دې هم پوهيږو.
داوود(ع) له هغو پېغمبرانو څخه و، چې نوم يې په قرآن کريم کې راغلی دی او د خدای (ج) په امر غرونه، تيږې، بوټي، ونې او نور شيان يې تر امر لاندې کړې وو، د زبور په نازلېدو سره به د داوود(ع) تر ويلو وروسته دغو ټولو شيانو تکرار کاوه. د بېلګې په توګه که داوود(ع) به لااله الاالله ويل، نو هغوی به هم لااله الاالله ويله. يانې د هغه وينا او قرأت به يې تکراراوه.
الله (ج) د دې موضوع په اړه په خپل کتاب قرآن کريم کې د نورو شيانو په څېر په دې موضوع هم ګړېدلی، هغه څښتن تعالی، چې ټوله نړۍ يې پيدا کړې، داوود (ع) ته ډېر فضيلتونه ورکړي، ښه غږ او ورسره يې نور شيان د هغه تر امر لاندې راوستلي، چې دوی ټولو د پاک رب تسبېح کوله او د خدای عبادت به يې کاوه.
الله (ج) چې هر شی ليدی شي او پر هرڅه پوهيږي او پوهانو ته يې د داوود(ع) معجزه يوه بېلګه ورکړې، هغو بېلابېلو شيانو ته يې نغوته کړې، چې خبرې کولای شي.
انسانانو د تلپاتې حقيقت په لاره کې څېړنې پيل کړې او پورتنۍ يادې شوې آلې يا وسېلې يې جوړې کړې.
آيا تل همداسې نه دي؟ که چېرې عالمانو مغز يوه نمونه نه وای اخيستې، آيا کمپيوټر (برېښنايي مغز) يې جوړولای شو؟
کمپيوټر د انسان پنځونه (تخليق) ده، خو مغز د الله (ج) تخليق دی، انسان د خپل مغز ځانګړنو ته په پام کمپيوټر جوړ کړ.
آيا هغه څوک چې له الله (ج) څخه انکار وکړي، له خپل مغز څخه يې انکار نه دی کړی؟
که چېرې داسې وي، نو هېڅ پوه بايد په دې وياړ او غرور و نه کړي، چې ما دا کشف کړی او يا مې رامنځ ته کړی دی، ځکه چې که الله (ج) په قرآن کريم کې بېلګه نه وای ورکړې، پنځ (طبيعت) يې له بېلګو او نمونو څخه ډک نه وای ساتلی، بې وزله انسان به د هېڅ شي د موندنو وړتيا نه درلودای او نه به يې دومره موندنې کړې وای.