پيلامه

    د  فضا په اړه کتابونو کې به مو ليدلي وي، چې انسانان او د هغو د چاپېريال  پر شيانو د يو ډول وړانګو په خورولو سره  له يوځايه  بل ځای ته لېږدول کېږي.

    آيا تاسې فکر کړی، چې د دې وړانګو منځۍ (مرکز) څه شی دی؟ بايد وويل شي، چې د الله (ج) کتاب قرآن کريم  دی. د نمل سورت همدارنګه يوه کيسه بيانوي:

    حضرت سلېمان (ع[1])  د خپلې پيغمبرۍ پر وخت  يو واکمن  هم  و، داسې واکمن، چې د هغه ويناوې به ټولو ( انسانانو، پېريانو، بوټو، بادونو، اوبو او نورو) اورېدې او پر هغو به يې عمل کاوه.

   يوه ورځ حضرت سلېمان (ع) له يوې واکمنې ښځې، چې په يمن کې به يې له ټولو نورو پليونيو (پيروانو) سره د لمر عبادت کاوه، خبر شو؛ د يوه استازي په  ورلېږلو  يې هغه د يوازيني خدای عبادت ته راوبلله.

بلقيس د سلېمان نوم ډېر اورېدلی و، غوښتل يې، چې هغه وويني، د تللو هوډ يې وکړ او دوې يا درې مياشتنی سفر يې پيل کړ.

له بله پلوه د انسانانو او پېريانو پاچا سلېمان (ع) وغوښتل، چې بلقيس ته يوه داسې معجزه وروښيي، چې په ليدو يې هغه بايد د لمر له عبادته  لاس واخلي. د خپلې سيمې ځيرک او مخور پوهان يې راغونډ کړل.

سلېمان (ع) دوی ته وويل: څوک به ماته د بلقيس تخت راوړي؟

  د پېريانو له ډلې څخه يوه ډېر ځيرک پيري وويل:  ترڅو، چې تاسې پورته کېږئ، زه به د بلقيس تخت ستاسو حضور ته راوړم؛ خو  تاسو امر وکړئ.

يوه عالم ، چې د سلېمان (ع) له خپلوانو څخه و، وويل: زه به د بلقيس تخت د سترګو په رپ کې درته راوړم.

 کله چې خبرې بشپړې شوې، د بلقيس سينګار شوی تخت يې د حضرت سلېمان (ع) مخې ته ايښی و او هر چا به په ډېره حيرانتيا سره ځلاند او پسوللي تخت ته کتل.

  انسانانو د دغې معجزې په ليدلو څېړنې پيل کړې؛ ځکه، چې الله (ج) انسانانو ته بېلګه ورکوي او انسانان بيا پر هغو بېلګو څېړنې او کار کوي. الله (ج) هوا داسې پيدا کړې، چې د راډيو[2]، تلويزون او نورې څپې له يوه ځايه بل ځای ته لېږدوي، انسان بايد دغو لارو او کړنو ته په پام فکر وکړي او د ګټې اخيستلو لارې چارې ترې زده کړي.

د وخت په تېرېدو  سره انسانانو ټېليګراف[3]، ټيليفون[4]، راډيو، تلويزون او نور اختراع کړل.

  خو تر اوسه پورې هغه بريد ته، چې په معجزه کې ښوول شوي وو، نه دي رسېدلي او خپل زيار او کار ته يې په دې ډګر کې دوام ورکړی او تر اوسه علماً څېړنې کوي.

  تر ډېرو کوښښونو او زيارونو وروسته يې وکړای شول، چې د انسانانو څېرې او فلمونه د وړانګو په خپرولو سره له يوه ځايه بل ځای ته ولېږدوي او تر اوسه هم د ځينو وروسته پاتو ټولنو د وګړيو په اند دا کار له حقيقته لرې دی.

   يوازې دا نه، چې د تلويزون پر پرده دې يو څوک ښکاره شي، د قرآن کريم  هغو اشارو ته مو پام کېږي، چې په دې اړه يې تر دې پخوا يادې کړې دي، بلکې کېدای شي، چې په راتلونکې کې يو څوک جسماً له يوه ځايه بل ځای ته ولېږدوي. ټولو هغو علمي مسلو ته، چې قرآن کريم  اشاره کړې، په علمي ډګر کې وي او که په بل ډګر کې؛ بايد په رڼا کې يې څېړنې وکړو او ځان خپلو سپېڅلو موخو ته ورسوو.

 


[1] - حضرت سلېمان (ع) د داوود(ع) تر ټولو کوچنی زوی دی، چې د خپل پلار تر مړينې وروسته يې د بني اسراييلو سياسي او مذهبي مشري پر غاړه واخيسته.

[2] - ګوګليل مارکوني (Gugliel Marconi) يو ايټالوي عالم دی، چې په بلوګنا (Blogna) ښار کې پر (۱۸۷۴ زېږدي) زېږېدلی، په (۱۸۹۵ زېږدي) کې يې راډيو اختراع کړه او په (۱۹۳۷ زېږدي) کې مړ شو.

[3] - لومړنی برېښنايي ټيليګراف، چې پر (۱۹۳۷ زېږدي) کال په امريکا کې د ساميول مورس (Samuel Morse) له خوا جوړ شو.

[4] - لومړنی ټيليفون د الکسنډر ګراهام بل (Alexander graham bell) له خوا پر (۱۸۷۶ زېږدي) کې جوړ شو.