حضرت محمد (ص) د موندنو (کشفونو) په اړه څه وايي؟

   حضرت محمد (ص) په هره موضوع کې زموږ لارښود دی، موږ ته د دواړو نړيو د برياليتوبونو لاره ښيي، د الله (ج) رسول (ص) زموږ د نېکمرغۍ په اړه فرمايي: په نړۍ کې د دنيا لپاره داسې کار وکړه، لکه هېڅ چې نه مرې او د آخرت لپاره داسې کار وکړه؛ لکه سبا چې مرې.

(له زانګو تر ګوره، علم زده کړه) (د بې ګټې کار پر ځای د الله (ج) ذکر وکړئ او ګټور علم زده کړئ).

   دا يو رښتينی حقيقت دی، چې د الله (ج) د رسول (ص) په پېر (دور) کې نه برېښنا وه او نه ګازي څراغ، دوی به د خرما د پاڼو يا ښاخونو په سوځولو خپل کور رڼاوه او د هغو په رڼا کې به يې لمونځونه کول.

  يوه ورځ نبوي جومات ته يو څراغ راوړل شو، چې تر هغه وخته پورې چا نه و ليدلی؛ لاندې به پکې تېل اچول کېدل او په منځ کې به يې يوه پلته ځوړنده وه، چې شا او خوا به يې رڼا خپروله؛ هر چا به په ډېره حيرانتيا سره ورکتل؛ ځکه، چې تر هغه وخته پورې هېچا داسې شی نه و؛ ليدلی.

 څه وخت وروسته حضرت محمد (ص) جومات ته راغی او څراغ يې وليد؛ نو په مبارکو شونډو يې وموسل او ويې پوښتل: دا چا راوړی دی؟

  اصحابو کرامو وويل: زموږ ورور تميم داري له شام څخه راوړی دی. تميم داري له حضرت محمد (ص) سره نژدې ناست و،  د الله ستر پيغمبر نور هم ورنژدې شو او ورته يې وفرمايل: اې تميم داری! خدای دې له تاسې څخه خوښ شي؛ لکه څنګه  چې دې زموږ جومات روښانه کړ، همداسې  به الله (ج) ستا روح او جسم روښانه کړي.

   د څراغ په رڼا کې يې خپل لمونځونه وکړل؛ کومه خوښي، چې دغه څراغ خلکو ته وربښلې وه، لا هماغسې يې دوام درلود، حضرت محمد (ص) د تميم داری څنګ ته ورغی او ورته يې وفرمايل: اې تميم داری! موږ دې دومره خوښ کړو، که بله لور مې درلودلای: نو هرو مرو مې در په نکاح کوله.

   حضرت محمد (ص) نه يوازې تميم داری ته مبارکي ورکړه؛ بلکې ټول اسلامي امت يې نويو برسېرونو او نوښتونو ته هڅولی؛ لکه څنګه، چې په يوه حديث شريف کې راغلي دي:

   (د انسانانو ترمنځ تر ټولو غوره هغه څوک دی، چې نورو انسانانو ته يې ګټه ورسېږي). د الله (ج) رسول (ص) به تل د انسانانو پام ګټورو شيانو او يو بل ته د ګټې رسولو لپاره اړاوه.

  د حضرت محمد(ص) هڅونې د مسلمانانو سره ملې وې، چې علم زده کړي او نوي شيان رامنځ ته کړي؛ د نړۍ  د مدنيت او د علم لارښوونکي مخکښان او مشران شي.

اروپايانو د اندلوس اموي دولت او نورو اسلامي دولتونو ته په کتلو  د رُنسانس بنسټ کېښود.

  څه موده کېږي، چې دا کار پرعکس يا سرچپه شوی دی، هغه شيان، چې اروپايانو له مسلمانانو زده کړي و، هغو ته يې پرمختيا او پراختيا ورکړه او په دې توګه يې د نن ورځې د علم لوړې پوړۍ وهلي دي.

  نو موږ مسلمانانو ته هم اړين دي، چې د علم او تخنيک د پرمختګ لپاره زيار وباسو او  د نړۍ تر نورو وګړو  وروسته پاتې نه شو او ور سره غاړه غړۍ او يا هم مخکې شو.