له سمندره څو سيپۍ

       داسلام مبارک  دين په  کوم ځانګړي قوم،  سيمې،  وخت،  ژبې او   توکم  پورې اړوند ندى؛ بلکې ټول انسانيت او جنيات د رسالت له لومړۍ شېبې څخه د قيامت تر ورځې ددې سپېڅلي دين له خوږو څخه خوند اخيستلى شي. 

    اوس چې رسول الله (ص) زموږ ترمنځ نشته؛ نو  الله تعالى دا مسؤوليت   دهغه امت  ته مخ کړى دى، چې اسلام ته خلک  راوبولي، دين او نوردين او امت ته اړين علوم؛ لکه ساينس او تکنالوژي   هر قوم ته د هغوى په ژبه ورسوي او دنورو له ژبو خپل قوم ته اړين توکي راوژباړي . 

  دا پر مسلمان فرض ده، چې اسلام د هرې ژبې، هرې سيمې او هر توکم لرونکو ته  ورسوي او هغه علوم زده کړي چې مسلمانان پرې له سيالانوسره سيالي وکولى شي؛ نو  دا فريضه پرته لدې چې دا دين د هماغوى پر ژبه وژباړو او پرې  پوه يې کړو او يا له نورو ژبو خپلې ته څه راواړوو په بل ډول  نه ادا کېږي. دې موخې ته رسېدل پر موږ فرض  دي او دې موخې ته د نورو د ژبو له يادولو او پر نورو ژبو د دين له ژباړې پرته نشو رسېدلى؛ نو آيا له دې څخه په ډاګه نه ښکاري، چې په هره ټولنه کې د محمدي امت پر يو ټولي د نورو ژبو يادول او نورو ژبو ته د دين ژباړل فرض دي؟ رسول الله فرمايي: ((که يو آيت مو هم زده وي؛ نو زما لخوا يې نورو ته ورسوئ.)) نو کله چې زموږ د نورو ژبه زده نه وي او خپل معلومات ونه ژباړو؛ نو د رسول الله  دا امر به څرنګه پر ځاى کړو؟

د اصولي فقهې  يوه قاعده ده، چې (( مالا يتم  الواجب الابه فهو واجب )) يعنې  د يو واجب کار د ترسره کولو لپاره، چې د کوم شي يا کار ترسره کول شرط وي؛ نو ددې شرط ترسره کول يې واجب دي.)) 

هم ديني علوم او هم د اړتيا تر حده دنيوي يا بشري علوم پر هر نارينه او ښځينه فرض دي او ډېر علوم د نورو په ژبو کې دي؛ نو دا پر مسلمانانو فرض دي، چې دا علوم خپلې ژبې ته راوژباړي .   

الله ج موږ ته امر کړى دى، چې د اسلام   سپېڅلی دين نړيوال کړو، لارښوونې، ګټې او ځانګړتياوې يې خلکو ته روښانه کړو؛ نو کله چې موږ دا لارښوونې او ځانګړتياوې  په نورو ژبو ونه ژباړو يا يې ځانته راونه ژباړو؛ نو څنګه به دين نړيوال او نورو ته معرفي کړو؟

  رسول اکرم ص  دهغه وخت  له ظروفو  سره سم ژباړونکي درلودل او صحابه  و ته يې امر کړى و، چې نورې ژبې  زده کړي . ښه بېلګه يې حضرت زيد دثابت زوى دى رسول الله ورته امر کړى و، چې  دهغه ژباړن په توګه کار وکړي او د نورو ژبې په ځانګړې توګه سرياني ژبه زده کړي.

رسول الله ص فرمايي چې ( من عرف لغة قوم امن شرهم) يعنې: څوک  چې دکوم قوم ژبه زده کړي  نو له شر څخه يې  په امن شو.

ژباړه ، خلکو ته دين رسول ، له نورو ژبو ګټور ديني او بشري معارف خپلې ژبې او خلکو ته را اړول، يوه ديني او ملي فريضه ده  او ښکاره خبره ده، بلنه هغه وخت ښه کېږي، چې دين پر نورو  ژبو وژباړل شي .

په نصوصو کې راځي څوک چا ته کومه ښه لار، ښه کار او ښه وينا ور وښيي نو تر څو چې په دې وينا، کار او لار عمل کېږي؛ نو دی يې په اجر کې شريک دى.

 که له بلې ژبې څخه د طب، ساينس يا بل کوم ګټور کتاب وژباړو او خلک ترې ګټه پورته کړي؛ نو تر پايه ددې خدمت اجر راکول کېږي. دا يو خدمت دى او رسول الله (ص) فرمايي: ((خيرالناس من ينفع الناس)) تر ټولو غوره شخص هغه څوک دى، چې نورو ته يې ګټه ورسېږي.

په احاديثو کې دا ډول خدمتونو ته د جاريه صدقې نوم ورکړل شوى چې اجرونه يې تلپاتې دي .

 په لنډه توګه ويلى شو، چې نورو ته د اسلام رسول، د ديني او بشري علومو(ساينس، تکنالوژۍ، طبيعت او...) زده کړه پر هر نارينه او ښځينه مسلمان فرض دي او دا له ژباړې پرته ناشونې ده؛ نو د دې فورمول له مخې د هرې هغې وسيلې کارول فرض دي، چې فرضو ته له هغې پرته رسېدل ناشوني وي؛ نو ژباړه هم   فرض کفايي ده.

 له نېکه مرغه په دې وروستيو کې په افغانانو او په ځانګړې توګه په پښتنو ځوانانو کې د ژباړې کلتور دود شوى، ډېرو دردمنو خپلو پښتنو مسلمانو ورونو ته، چې علمي ځولۍ يې د سيمې د نورو ژبو دغږېدونکو په انډول  تشې دي؛ ګڼ ګټور کتابونه  وړاندې کړې دي، له دې با احساسه، وېښو، پر دين او هېواد مئينو ځوانانو څخه يو هم  ګران رفيع الله ستانکزى دى، چې يو ډېر علمي  اوګټورکتاب يې قرآن او تخنيک (چې همدا اوس ستاسې په لاس کې دى)  پښتو ته راژباړلى پدې کتاب کې  د څو  هغو ساينسي پرمختګونو يادونه شوې، چې قرآن ١٤٠٠کاله  وړاندې ورته اشاره کړې خو بشر يې نن په کشف وتوانېد، الله (ج) يو حقيقت ته اشاره کړې د استعارې په بڼه فرمايي،  چې قرآن بحر دى او هره وياله ترې له خپل ظرفيت سره سمې اوبه بېلوي يعنې دا د علومو او معلوماتو يو ژور سمندر دی، چې هرڅوک ترې دخپلې پوهې په کچه اخذ او برداشت کوي.

 يو لوى امام  فرمايي : جميع العلم فى القرآن لکن__ تقاصر عنه افهام الرجال. يعنې  ټول علوم په قران کې دي؛ خو د خلکو د پوهې کچه ترې کمه ده. زما باور دى، چې د دې او دې ته ورته نورو کتابونو په لوستلو به (په قراني تعبير) هغه کفار چې زړونه يې د ړانده تعصب د ناروغۍتورو پردو پوښلي نه وي ايمان راوړي، دنورو آسماني کتابونو د خاوندانو يقين  به پياوړى، دکمزورو مومنانو ايمانونه به  پياوړي او اهل کتاب به شک ونکړي. ما دا کتاب ولوست رښتيا دا دي، چې ډېر مې خوښ شو، منځپانګه  او د ژباړې لهجه يې ډېره خوږه او په زړه پورې ده. دژباړې ښه صفت يې دادى، چې ژباړن ټکي پر ټکي ژباړه نه ده کړې او د الفاظو په هوسۍ پسې يې  آس ندى ځغلولى. ده هڅه کړې، چې مفهوم راوژباړي او لوستونکو ته معنا وړاندې کړي.

 زه په داسې حال کې چې تاسې ته د دې کتاب د لوستلو سپارښتنه کوم   ګران ستانکزي ته، چې بېشکه لاهم تنکى ځوان دى، دې دردېدلې ټولنې او له هر لوري  غشوته مخامخ دين ( اسلام)  ته د نورخدمت او زيار توفيق غواړم .

هيله لرم، چې  د حالاتوڅټک به د ده  د هوډ پرسندان اغيز ونکړي .

درناوى

محمدحسن حقيار

کابل،١٣٨٧ هجري لمريز دسلواغې ١٧ مه