آيا قرآن کريم له اتوم څخه بحث کړی؟
قرآن کريم په خپل يوه مبارک آيت کې تر ډېرې د کوچنۍ مادې (اتوم) په باب بحث کوي، اسلامي عالمانو تر ټولو کوچنۍ ذره (اتوم) (الجز لا يتجزا) نومولې ده.
په قرآن کريم کې هرې علمي موضوع ته اشاره شوې ده، موږ بايد هر آيت شريف ته ځير شو او د هغه پر مانا او تفسير په ښه ډول ځان پوه کړو، ځکه، چې ځينې ماناوې پټې ساتل شوي، ځينې ډېرې لنډې توضيح شوي او ځينو ته خو يوازې اشاره شوې ده.
هر څه ته، چې تخنيک لار موندلې او يا لار پيداکوي، قرآن پرې بحث کړی، خو پر هغو باندې پوهېدل لږه ځيرکتيا غواړي، آيا په قرآن کريم کې (اتوم) ته اشاره شوې ده؟
اسلامي پوهانو څېړنه وکړه او دغه مبارک آيت د هغوی پاملرنه ځانته رااړولې ده.
الله (ج) فرمايي:
تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ يُسَبِّحُ بِحَمْدَهِ وَلَـكِن لاَّ تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ إِنَّهُ كَانَ حَلِيماً غَفُوراً (۴۴)
ژباړه: ده ته اسمانونه او واړه ځمکه او هغه څوک چې په دوی کې دي تسبېح وايي او هېڅوک داسې نشته، چې د دغه الله (ج) تسبېح او ثنا ونه وايي، خو تاسې دهغوی په تسبېح نه پوهېږئ؛ بېشکه دغه الله (ج) (د سزا په ځنډولو کې) د ښه زغم خاوند او د (اجر او ثواب په ورکولو کې) لوروونکی دی.
دغه مبارک آيت عالمان په فکر کې واچول، ويل کېږي، چې هر موجود ته په کتو سره په هغه کې يو ډول حرکت او يو ډول ژوند شته دی، که چېرې داسې نه وای، نو الله (ج) ته به يې څنګه عبادت کاوه؟ د الله (ج) تسبيح (عبادت) يو حرکت او د حرکت پايله يو ډول ژوندي اوسېدل دي، د اسلام ستر عالم شېخ فريدالدين عطار نېشاپوري پر دې مبارک آيت اتکا کړې او وايي: ((د کايناتو هره ذره په پرله پسې توګه په حرکت کې ده.))
او په يو بل آيت شريف کې الله (ج) فرمايي:
وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِن قُرْآنٍ وَلاَ تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلاَّ كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُوداً إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء وَلاَ أَصْغَرَ مِن ذَلِكَ وَلا أَكْبَرَ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ (۶۱)
ژباړه: او ته چې په هر حالت کې اوسې او له قرآنه چې هرڅه لولې او (اې خلکو!) تاسې چې هرڅه عمل کوﺉ، (په هر حال) موږ پر تاسو شاهد يو، کله چې تاسې په کې بوخت (لګيا) ياست او ستا له رب نه په ځمکه او نه په اسمان کې د يو بڅري په اندازه (کوم شی) پټېدای شي او نه به تردې هم لا ډېر کوچنی او يا ډېر لوی داسې کوم شی وي، چې په يو روښانه دفتر (لوح محفوظ) کې نه وي (ليکلی).
دغه مبارک آيت عالمان دې ته وهڅول، چې تر ټولو کوچنۍ او غټه ټوټه پيدا کړي، همدارنګه پيدا يې کړه او هغه يې (الجز لا يتجزا) ونوموله،يانې د دنننۍ ورځې په اصطلاح (اتوم) بلل کېږي.
عالمانو په کايناتو کې څېړنې پيل کړې، په ډېر غټ ستوري کې هم حرکت موجود دی. کوم حرکتونه چې په اتوم کې وو هغه په ستورو کې هم ول.
د اتوم جوړښت يو خارق العاده کار او په يوه نظام کې دننه دی، په منځنۍ برخه کې يې د راښکون ځواک ( قوه) او د هغه په اړخونو يا شا او خوا کې يې د ورېځو په څېر الکترونونه روان دي.
په لنډه توګه ويلای شو، چې په هر شي کې يو ډول حرکت موجود دی، هر شی په خپله ژبه د الله (ج) ذکر کوي.
د هايدروجن اتوم يې تر څېړنې لاندې ونيو او پيدا يې کړل، چې الکترونونه په خپل چاپېريال کې د زرو کيلو مټرو په چټکتيا سره چورلي.
ځمکه په يوه ساعت کې ۱۰۸ زره کيلو متره چټکتيا لري او د لمر نظام هم د (اويګا ستوري) په لوري په حرکت کې وي.
له اتوم څخه نېولې بيا تر غټو غټو ستورو پورې په حرکت کې دي او دغه ټول د الله (ج) تر ادارې لاندې دي، د هغه ذکر او عبادت کوي او د هغه له امره سرغړونه نه کوي.