د ځمکې ګردوالی
قرآن کريم ، ځمکه د چرګې يا اوښ مارغه (شترمرغ) له هګۍ سره ورته ښوولې او پوهانو ته يې په دې اړه رڼا اچولې ده.
نصارا وو هغه وخت د ځمکې د هوارۍ ادعا کوله او د هغوی پاپانو به هم دا ويل، چې په انجيل کې هم شته دي، په هغه وخت کې د دې ادعا کول، ځمکه ګرده ده او څرخي د هغه وخت خلاف و، (ګاليله) په همدې ويلو، چې ځمکه په څرخېدو ده سزا ليدلې وه.
د اسلام عالمانو د ځمکې ګردوالی له دغه آيت شريف څخه راوېستلی ده:
وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا (۳۰)
ژباړه: او وروسته تر هغه يې ځمکه وغوړوله.
په حقيقت کې د عربي ژبې (دحی) د منظمې شوې په مانا ده، په عربي کې د (دحی) کلمه د اوښ مارغه (شترمرغ) د هګۍ په مانا کيږي، په قرآن شريف کې هره کلمه ځان ته ډېرې ماناوې لري او همدا ډول د (دحی) کلمه د منظم شوي او د اوښ مارغه د هګۍ مانا هم ورکوي، په دغه صورت کې کولای شو ووايو، چې په قرآن کريم کې ځمکه د اوښ مارغه له هګۍ سره ورته ښوول شوې ده.
قرآن کريم ۱۴۰۰ کاله پخوا د ځمکې ګردوالی بيان کړی و.
أَفَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَن يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا بَيَاتاً وَهُمْ نَآئِمُونَ (۹۷) أَوَ أَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَن يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا ضُحًى وَهُمْ يَلْعَبُونَ (۹۸)
ژباړه: آيا د دې کليو خلک له دې بې غمه وو، چې د شپې په ويدو به زموږ عذاب ورته راشي؟ يا د دې کليو خلک له دې بې غمه وو، چې په (رڼا) غرمه به زموږ عذاب ورته راشي په داسې حال کې چې دوی به لوبې کوي.
دا پورتنی آيت شريف د ځمکې پر ګردوالي دلالت کوي.
عالمانو له دغه آيت شريف نه په ګټنه ويلې دي: که چېرې ځمکه هواره وای، نو تل به يا ورځ وای او يا به شپه؛ نو د ځمکې ګردوالی لازم دی؛ ځکه چې يوه اړخ ته ورځ وي او بل ته شپه وي او يو پر بل پسې راځي.
وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ (۸۸)
ژباړه: او ته غرونه وينې، په خپل ځای به يې کلک ولاړ ګڼې، خو هغه به د ورېځې غوندې تېريږي، د هغه الله (ج) جوړونه ده، چې هرڅه يې محکم کړي دي، بې شکه هماغه ښه خبردار دی، په هغو کارونو چې تاسې يې کوﺉ.
په داسې حال کې چې غرونه نه خوځېږي يا حرکت نه کوي، که چېرې داسې وي، نو دځمکې حرکت څرنګه ممکنېدای شي؟
بايد ځمکه حرکت وکړي، چې غرونه هم ورسره په حرکت کې وي، نن ورځ پوهېږو، چې لمرين نظام هره ورځ د يو ميليون ميل په چټکتيا سره د (ويګا) ستوري پر لور په حرکت کې دی، قرآن کريم د لمر حرکت په (يس) سورت کې بيان کړی دی.
وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (۳۸)
او لمر (بله نښه ده) چې په خپله ټاکلې لار چليږي، دا د ډېر پوه برلاسي (خدای) ټاکلی نظام دی.
يانې لمر د الله(ج) په امر تل په حرکت کې وي، هغه هم د ورځې او شپې حرکت او ورسره له کلونو کلونو په حرکت کې وي او يوه دقيقه هم نه تمېږي او له خپل لوري بل لوري ته نه ځي.