لومړنۍ بېړۍ چا جوړه کړه؟
يوه ډېر بوږنوړي باران په ورېدو پيل وکړ، د اوبو کچه لوړه شوه، هر ځای اوبو ونيو او د نوح (ع) بېړۍ د اوبو پر سر روانه شوه، کله چې توپان پای ته ورسېد، د نوح (ع) بېړۍ د جودي غره پر سر کېناسته.
الله (ج) لومړی اوبه پيدا کړې او اوبو ته يې د پورته کېدلو وړتيا هم ورکړه، خو د انسانانو د بېړۍ جوړولو طريقه نه وه زده او هغه يې د نوح (ع) په وسيله دوی ته وروښووله.
نوح (ع) د الله (ج) پيغمبر و او هغه يې د وګړو د لارښوونې او د خپل ذات د پېژندلو لپاره را استولی و.
خپلو خلکو ته يې وويل:
اې خلکو! ښه پوه شئ، چې الله (ج) يو دی، ازلي دی، شريک او ساری نه لري، نه زېږېدلی او نه يې څوک زېږولي. پر هغه خدای، چې د هرڅه پيدا کوونکی دی او ناپايه ځواک يا واک لري په هغه ايمان ولرئ، بُتانو ته عبادت مه کوئ، له بُتانو څخه څه هيله او تمه لرئ؟
خو خلکو به د بُتانو عبادت کاوه او د نوح (ع) خبرو ته به يې غوږ نه نيوه، بلکې پر هغه به يې ملنډې هم وهلې. د وخت په تېرېدو سره يې د نوح (ع) په ځورولو لاس پورې کړ، چې ليده به يې، په تيږه به يې ويشته او بد به يې ورته ويل.
د نوح (ع) قوم بډای او پخپله نوح (ع) غريب و او هغه ته به يې هر وخت ويل:
خوار او فقير يې، پر خپله شا او خوا دې د خپل ځان په څير يو څو نور غريبان راټول کړي دي، پر خپل کوم شي باندې باوري يې؟ که پر بُتانو باندې ستا دا تورونه او تېري ادامه ولري؛ نو وبه دې وژنو.
له بله پلوه يې هغه کسان په خپلو چلونو کې راښکېرول، چې پر خدای (ج) يې ايمان راوړی و او د هغوی د بې لارۍ کوښښ يې کاوه.
بې له دې چې نوح (ع) د ستړيا احساس وکړي، هغوی ته به يې حقيقت رساوه او هغوی به له کومې کينې او دښمنۍ چې له نوح (ع) سره يې درلوده، د ده خبرو ته غوږ نه نيوه.
حضرت نوح (ع) يوه ورځ ښېرا وکړه، د ښېرا په پايله کې ډېره لويه وچکالي راغله او څلوېښت کاله يې دوام وکړ، ټول سيمه په ډاګ بدله شوه او پر ځمکه به هېڅ ګياه يا واښه نه راشنه کېدل، خلک له تندې په تنګ شول او نوح (ع) ته ورغلل، چې د وچکالۍ څه چاره وکړي او دوی ته لاره وروښيي.
نوح (ع) ورته وفرمايل: ډېره ښه، تاسې پر سمه او نېغه لار ( د الله (ج) په لار) لاړ شئ، بُتان مات کړئ، توبه وباسئ، کنه تر دې به هم ډېر غټ مصيبت درباندې نازل شي. خلک ډېر خپه شول او چيغې يې کړې:
بې له دې بل هېڅ نه لرې، هر وخت مو د خپل خدای (ج) عبادت ته بولې، ته چې پر خپل کار نه بريالی کېږې، نو وايې: مصيبت به راځي، عذاب به راځي، توپان به راځي، په دغو خبرو مو ډاروې، موږ له تا څخه نه ډارېږو، کوم دی هغه ستا توپان، هغه توپان چې هروخت مو ورباندې ډاروئ، کوم دی هغه توپان؟ چې کله راغی بيا به ورسره ګوره (هغه ساعت هغه مصلحت).
نوح (ع) خپه شو او بله هېڅ لار نه وه پاتې، چې هغوی پر سمه لار راولي، نو خپل پاک رب ته ور وګرځېده او ويې ويل:
اې زما پيدا کوونکيه! اې زما ربه! څنګه چې ته پوهېږې، هغسې وکړه!
الله (ج) نوح (ع) ته دبېړۍجوړولو امر وکړ، ده مبارک له خپلو نورو پليونو (پيروانو) سره څلور کاله زحمت وګاله، او بېړۍ يې جوړه کړه او د الله (ج) په امر يې له هر ژوي څخه يوه – يوه جوړه (ښځينه او نارينه) راواخيستل او خپل پليوني (پيروان) يې هم پکې کېنول.
خلکو به ملنډې پرې وهلې او په تيږو به يې ويشتل او ورته ويل به يې: څه شو هغه توپان چې تاسې به موږ ترې ډارولو، چېرته دی هغه توپان؟ ټولو به پر يوه ځای چيغې وهلې، چې کومه دی هغه توپان؟
کله چې باران په اورېدلو شو، د اوبو کچه لوړه شوه، هرځای اوبو ونيو، د نوح (ع) بېړۍ د اوبو پر سر شوه، هغه ټول کسان چې پر دوی به يې ملنډې وهلې، غرق شول، د توپان تر درېدو او اوبو وچېدو وروسته د نوح (ع) بېړۍ د جودي غره پر سر کېناسته او هغه ټول څه، چې په دې بېړۍکې ول، وژغورل شول.
د دغې بېړۍ چلوونکی په خپله نوح (ع) و.
د نوح (ع) بېړۍ د نړۍ تر ټولو لومړنۍ جوړه شوې بېړۍ وه او د بېړۍ جوړښت د الوتونکو او د کب د سينې پنجرې ته ورته و.
انسانانو د بېړۍ د دغې نمونې له مخې ډېر لويې ، وړې او اوبتلې بېړۍ، چې په هستوي انرژۍ سره لېږدول کېږي، جوړې کړې، که چېرې کب نه وای، آيا انسانانو به دا فکر کاوه، يوه داسې بېړۍجوړه کړي، چې تر اوبو لاندې به ځي.
د اختراع او موندنې لپاره بايد د هغه شي يوه نمونه ترلاسه کړي او د هغه په رڼا کې د بل څه پر اختراع کولو بريالی شي. د نوح (ع)بېړۍ د پرونيو، نننيو او راتلونکو هرډول بېړيو نمونه او زېږوونکې ده.
قرآن کريم موږ ته نغوته (اشاره) کوي، چې داسې نور شيان هم په نړۍ کې کېدای شي او په دې سره موږ څېړنې او موندنو ته هڅوي.