بــــیــــلابــــیــــل مــــوضـــوعـــات


راځي چې دپستي له ګټوځان خبرکړو

راځي چې دپستي له ګټوځان خبرکړو  بايد ووايوچې پسته د لومړي ځل لپاره په ترکيه کې پيدا اوهلته کرل کيده پسته په تيرووختونوکې د مالداروخلکوخوراک وه له دي ميوې څخه به په جشنونواوځانګړوميلمستياو کې ګټه پورته کيدله روغتياپوهان وايې دا ميوه دښي اشتها لپاره ګټوره ده .  د پستي خوړل چې قوي اودرمليزځانګړي خاصيتونه لري دډيروناروغيوپه مخنيوي اوښه کيدا کې خورامرسته کوي.

17.05.2011 لیمه وردګ

تلویزیون ته ډیره ناسته عمر کموي

تلویزیون ته ډیره ناسته عمر کموي  یوه نوې څیړنه ښیي چې هغه کسان چې په شواروز کې تر دوه ساعته ډیر وخت تلویزیون ته ناست وي، د زړه په ناروغیو یې د مبتلا کیدو خطر دوه برابره زیات دی. د فرانس پرس اژانس له راپور سره سم، نوې څیړنې ښودلې ده چې تلویزیون ته ډیر وخت تیرول، په صحت باندې ښه اثر نه اچوي.    د لندن په یونیورسټي کالج کې د عامې روغتیا ماهر امانویل سټاماکیز چې د دې څیړنې د ټیم یو غړی دی، وایي چې : دا

12.05.2011 لیمه وردګ

له جاپانیانو باید زده کړل شی.

د لوی خدای ج په نامه په نړی کی د یو ښه او هوسا ژوند د جوړولو لپاره له زده کړی پرته بل څه اهمیت نلری. خلک کولای شی له بیلا بیلو لارو د بیلابیلو ملتونو، پرګنو،  او تمدنونو څخه هرڅه د خپلی راتلونکی د ښه کولو لپاره زده کړی. جاپان، هو جاپان؛ د انسانی ژوند یوه نمونه کلتور، او بی ساری مدنیت. له جاپانه باید زده کړل شی. آیا پدی خبر یی چی په جاپان کی څه تیر شول او خلکو څه غبرګون و ښود؟ - د نړی تر ټولو یو له لویو

11.04.2011 لیمه وردګ

دا خبردې هرڅوک نه لولي

دا خبر  دې هرڅوک نه لولي   د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د پاکستان هیواد په پنجاب کې دوو وروڼو اعتراف کړی چې د انسانانو غوښې خوري.دا راپور د پاکستان اج تلویزیون هم خپور کړی دی(لاندې ویډیو وګورئ) دواړو وروڼو ویلي، د یوې ښځې، چې له مړینې یوه ورځ وروسته خاورو ته سپارل شوې وه، دوې پښې یې پرې کړې او غوښه یې پخه کړه. دوی وايي چې دا کار یې له ډېر وخت راهیسي کاوه او ورته عاد

06.04.2011 لیمه وردګ

په افغانستان کی د نوروز دود

 په افغانستان کی د نوروز دود په افغانستان کې واده بېلابېل دودونه لري، چې یو یې هم کوژده شوې جلۍ ته د خسرد کورنۍ له خوا د نوروزي وروړل دي.د نوروزۍ وړل پخوانی دود دی اوعام خلک یې تر ډیره حده پلویان دي ځکه د هغوي په فکر څومره یې چې له خیښانو سره تګ راتګ ډیر وي په همغه اندازه یې دوستي نوره هم ډیریږي، خو ستونزه دا ده چې ورځ په ورځ د نوروزۍ په اخیستلو کې داسې بدلون راځي چې زوم ته یې له اقتصادي پلوه پوره کول ګران وي. تج

02.04.2011 لیمه وردګ

د یوه نایجریی شپږاتیا ښځی طلاق غواړی

د یوه نایجریی شپږاتیا ښځی طلاق غواړی په نایجریا کی شپږاتیا میرمنو د جعمی په ورځ د یوه سړی پر ضد د نیجر په ولایت کی عدلی وزارت ته عریضه وکړه.  دغه ښځی د یوه سړی دی، میړه یی محمد بیلوابوبکر نومیږی چی خپله څلوراتیا کاله عمر لری، له اعتراض کوونکو میرمنو سره د هغوی شل زامن هم یو ځای دی، خو د بیلوابوبکر ټول اولادونه یوسل اویاو ته رسیږی. بیلو ابوبکر پر ضد مظاهره کوونکی په دریو سرویسونو کی محکمی ته ورسیدل او میرمنو له قاضی وغوښتل چی

31.03.2011 لیمه وردګ

نایانو ته د سرطان خطر

نایانو ته د سرطان خطر د فراسی د طب ماهرینو یوی څیړنی ښودلی چی نایانو ته د عادی خلکو په نسبت د سرطان د ناروغی د پیښیدو خطر زیات وی. د دوی په وینا د دی سبب دا دی چی دوی تل د بیلابیلو کیمیاوی موادو لکه ویښتانو رنګونه او نورو سره سراو کار لری. د دوی په وینا یوه نایی ته د عادی انسان په نسبت(۶۰٪) د سرطان د پیښیدو زیات خطر موجود وی. لیمه وردګ

31.03.2011 لیمه وردګ

ناوې او زوم د موټر پرځای له لوډره کار واخیست

 ناوې او زوم د موټر پرځای له لوډره کار واخیست  په چین کې یوې جوړې د دې لپاره چې د واده مصرف کم کړي له یوه بارپورته کوونکې کرېن یا لوډر څخه کار واخیست.(ښايي په چین کې به هم ناوې او زوم ښار ګشته کوي) ۳۵ کلن زوم شانګ زونګ کیانګ ، چې د درنو یا لویو موټرو په یوه کمپنۍ کې مامور دی، خپله ناوې قانع کړه چې په لوډر کې ورسره سپره شي.  دی وايي داسي ښکاري چې پروګرام یې بریالی وو ځکه چې ډېر زیات خلک د دوی د واده د

24.03.2011 لیمه وردګ

له يو مليارد په ډېرو پيسو واده وشو

  له يو مليارد په ډېرو پيسو واده وشو د هند  په پلازمينه نوي ډېلي کی سووېل ته په جوناپور سيمه كې په ستره كرنيزه ځمكه كې، د يو واده لګښت له يو مليارد روپيو ډېر شو، چې د اړتيا وړ اسانتياوې او امكانات يې له يوه هوټل نه اجاره كړل شوي وو. ددغو مراسمو لپاره د هند له مختلفو سيمو هنرمندان راغوښتل شوي ول او د واده د ځاى ښكلولو لپاره يې يوه مياشت كار وكړ. د ناوې پلار  خپل زوم ته يوه چورلكه، چې پ

24.03.2011 لیمه وردګ

همدا اوس جاپان سختی زلزلی و لړزاوه

په جاپان کی د ۷.۹ درجی په اندازه یو اوږده زلزله شوه. ددی زلزلی د ځانی او مالی زیان په اړه به وروسته خبر در کړو لیمه وردګ

11.03.2011 لیمه وردګ

د نړی د هیوادو د نومونو معنی - ب او ت برخه

بحرین: دوه سیندونه (عربی) برازیل: سور لرګی بریتانیا: د نقاشی شؤ خلکو هیواد (لاتین) بلجیم: د بلژ د کام هیواد بنگلادش: د بنګال ملت (بنگلادشی) بوتان: د تبت کام وڅوانا:د څوانا کام هیواد  سرزمین قوم تسوانا بورکینافاسو: د ښه کار کونکو هیواد بولیویا: د سیمون بولیوار مبارز  له نامه څخه اخیستل شوی چی لاتینی امریکا یی ازاده کړه پاراگوای: د سیند دا غاړه پاکستان: پاکانو

11.03.2011 لیمه وردګ

د نړی د هیوادو د نومونو معنی - الف برخه

آرجنتاین: د سپینو زرو ځمکه جنوبی افریقا: بی له یخنی سیمه (لاتین، یونانی) آلبانیا: د غرنیو خلکو کور آلمان:  د جرمنیانو وطن (فرانسوی، ژرمنی) انگولا:د نګولا څخه اخیستل شوی، د ځایی چارواکو په معنی دی. اتریش: ختیځه پاچاهی (ژرمنی) اتیوپیا: د لوغړنو هیواد (یونانی)

06.03.2011 لیمه وردګ

له جاپانه ډیر جالب خبر:

په جاپان کی یو سیاسی فعال د یو بهرنی څخه د 625 امریکایی ډالرو د کمک اخیستو په تور استعفا ته اړ شو.د کورنیو چارو وزارت پدی اړه بیانوی چی:د نوموړی جاپانی هویت به هم د تعلیق په حال کی راولی. دغه بهرنی دلته د جاپان په کیوتو ښار کی یو وړوکی رستورانت لری، لدی بهرنی سړی څخه د نوموړی سیاسی فعال بانک ته 625 ډالر رسیدلی. بس همدومره. که څه هم چی هغه سیاسی فعال وایی: زه ستاسو د خبرو سره سم پدی موضوع خبر شوم. او دا زما لپاره لوی شرم هم دی - او بښنه یی هم وغوښته خو پدی سره به دد

05.03.2011 لیمه وردګ

موبايل روغتيا ته زيان لرِي

موبایل روعتیا ته زیان لری که څه هم موبایل  ټېلفون اوس زموږ ورځني ژوند ته ننوتلی او تقریباً بې موبایله چاره نشته خو نوې ځېړنې ښیې چې له موبایل ټېلفون څخه زیاته استفاده او د اوږدمهال لپاره دهغه کارونه زیانونه لري او په ماشومانو کې د مغز سرطان رامنځته کوي . همدغه راز د موبایل مقناطیسي اغیزې د ماشومانو په حجروپرېوځي او د مغز په سرطان یې اخته کوي .دغه څېړونکي کورنیو ته خبرداری ورکوي چې

27.02.2011 لیمه وردګ

جاپان - د نړی په تاریخ کی تر ټولو تیز رفتار ریل ګادی

د نړی په تاریخ کی تر ټولو سریع السیر یا تیز رفتار ریل ګادی ۲۰۱۰ – جاپان جاپان یا د نړی د سریع ترینو ریل ګاډو تر ټولو مخکښ هیواد. د نوری نړی برخلاف په جاپان کی تر اوسه ( د 1964 څخه تر دی دمه) یو کس هم د د ټرین د تکنالوژی له امله خپل ژوند له لاسه ندی ورکړی. د شین کنسین – ټرین جوړولو کمپنی د( JR-Maglev MLX01 (X means experimental  په نامه یو تر ټولو تیز رفتاره  ریل ګادی په جاپان کی د خلکو د استفادی لپاره وړاندی

10.02.2011 لیمه وردګ

نعناع دخوشبويې او درملو په ډول

د نعناع ګټی نعناع دخوشبويې او درملو په ډول ديونانيانو دوخت نه را په دې خوا استعماليده او دميلمه پالنې يو سمبول هم ؤ. يونانيان داسې پوهيدلي ؤچې نعناع دغږ دصافيدو او دسلګيو دمخنيوي لپاره ښه درمل دي اوپوهيدل چې وروسته له غذا ځخه كه وخوړل شي نو دغذا په هضميت كې مرسته كوي . چينايان هم نعناع دريزش،هاضمې اوتبې د درملو په حيث استعمالو.دنعناع يو خاص نوع(Spearmint) دروميانو په وا

09.02.2011 لیمه وردګ

په زړه پورې معلومات

په زړه پورې معلومات س: دافغانستان دارګ ماڼۍ په کوم وخت کي چاجوړه کړه؟  ځ: امیرعبدالرحمن خان په 1883 کال کي۔ س: شهیدسردارمحمد داؤدخان چیری اوپه کوم کال پیداشویدی؟ ځ: په 1908 کي په کابل کي۔ س: نادرشاه په 1738کال کي دپاکستان کوم ښارقبضه کړ؟ ځ:

04.02.2011 لیمه وردګ

انسان الوځی

                        انسان الوځی څه موده مخکی په امریکا کی د داسی ماشین نمایش تر سره شو چی د دی په مرسته به انسان د مرغانو په څیرپه هواکی ګرځیدلای شی، دا ماشین ( مارټن جیټ پیک) نومیږی د دی ماشین په مرسته به انسان و کولای شی چی په نیم ساعت کی دیرش میله لاره ووهی، د دی ماشین په جوړولو یولک امریکایی ډالره مصرف شوی، په دی ماشین کی ساتونکی آلات هم شته لکه هوایی پراشوټ او نور، د دی ما

29.01.2011 لیمه وردګ

یوه هلک په یو وار له دوه نجونو سره واده وکړ:

یوه هلک په یو وار له دوه نجونو سره واده وکړ: د البرز د خبر له مخی د کاشمر یو 16 کلن ځوان په یوه خونه کی په یو وار له دوه همځولو نجونو سره واده وکړ.  نوموړی پدی کار سره د خپل هیواد تر ټولو کشر زوم دی چی په دومره لږ عمر کی یی واده وکړ او هغه هم داچی په یو ځل یی دوه ښځی ځان ته کښینولی.

25.01.2011 لیمه وردګ

آیا لیور په وریندار حکم کولای شی؟ (فتوی)

آیا لیور په وریندار حکم کولای شی؟ (فتوی) قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته ستاسې له دين دوستۍ نه مننه چې غواړئ خپل ځان په دين پوه کړئ او په دې لاره کې هڅه او کوښښ کوئ چې خپل ځان د اسلام له دين نه خبر کړئ لمړۍ: د ښځې د وهلو په اړه بايد ووايم چې صرف خاوند په

25.01.2011 لیمه وردګ

شپه

شپه ډيره بی رنګه بی نوره وي... خو، سره د بې رنګۍ هم ډيری رنګينې لري...د شپې تياره که څه هم ويرونکې ده...ورسره ډير خوندونه هم شته ...د راز او نياز او د ضمير ملامتولو ښه وخت شپه ده...د ورځې چې رڼا زياته وي...هر ښايسته ، بدرنګه ،سپين او تور مخ پکې ليدی شې ...خو ،دشپې په تياره کې صرف روښا نه مخونه ليدل کيږي ...په ورځ کې د مظلومانو ډيرې چيغې ،ډيرې ژړاوې ...د ظالمانود جګو خنداوو لاندې کېږي...دا د شپې چوپتيا ده چې دپټې خو

25.01.2011 لیمه وردګ

څنکه په ګوګل کی یوه لیکنه زر پیدا کړی

په ګوګل کی یوه لیکنه زر پیدا کړی سلام درنو! کچیری تاسو هم زما په څیر د انټرنټ څخه ډیر کار اخلی، نو کیدای شی چی د ځنو ښو ګټورو او  کم پیدا معلوماتی لیکنو پیدا کول ډیر وخت در څخه ونیسی، او یا داچی آن ډیر ستړی کونکی وی. او کله کله هم هیڅ خپله په زړه پوری پایلی په لاس نشی راوړی. غواړم په لاندی لیکنه کی ستاسو سره ځنی مهم ټکی د مؤثری کارونی او ښه بلدیت په اړه شریک کړم، تر څو خپل کاروبار په پوره سرعت، سړه سینه او خوشحالی سره

21.01.2011 لیمه وردګ

نوښتګر تجربی ته اړ ندی!!!

نوښتګر تجربی ته اړ ندی!!! درنو لوستونکو! د یو کسب او کمال د پرانیستی لپاره شپږ اساسی ټکی  په پام ونیسی. تیموتی اریکسون غواړی  خپله ټوله پوهه او د ملګری ملتیا، مخکی لدی چی خپل کوچنی کسب پیل کړی ستاسو سره شریک کړی. هغوی دواړو دوه کاله مخکی لدی نه کار پیل کړ او پوره معلومات یی پدی برخه کی را غونډ کړای شوای. اریکسون د CityRyde  شرکت ریس او بنسټ ایښودونکی وایی« موږ له هیڅ نه شروع وکړه» او زیاتویوی  موږ دوه کاله یواز

21.01.2011 لیمه وردګ

ډیجیټل قلم او په کمپیوټر کی لیکنی:

ډیجیټل قلم او په کمپیوټر کی لیکنی:  Digital Note Taker Pen Wireless on any Paper : بیسیم ډیجیټل قلمونه هغه تکنالوژی ده چی ډیر بوخت کسان په ناسته او مصاحبه یا محصلین یی د لکچر نوټ پخاطر کاروی، دا تخنیک د څو کلو را پدی خوا پیل شوی دی چی د خلکو په اداری ژوند کی یی یو لوی بدلون راوستی. دا ډیجیټل قلم  بیلابیل ډولونه لری چی ځنی یی له ځانه سره کمپیوټری کتابچی هم لری، او ځنی بیا ټوله ډیټا په خپله ځان کی ثبتوی او بیا د فلش په څیر د کمپیوټر سره نښلول کیږی او ټوله ډیټا هغه ته

21.01.2011 لیمه وردګ

یوازی دغه جمله ستاسو ژوند بدلولی شی

یوازی دغه جمله ستاسو ژوند بدلولی شی. که غواړی خپل ژوند ته تغییر ورکړی دا لیکنه هرمرو ولولی، ځکه یوازی ستاسو لپاره لیکلی شویده، تاسو کولای شی د خپل بریالیتوب لپاره ډیر ښه قانون  په لار واچوی، دا قانون شاید ډیر ساده او آسان ښکاره شی ولی په همغه اندازه مهم او مؤثر هم دی: د هری بریا او ماتی مسؤلیت  یوازی او یوازی په خپله غاړه واخله. پدی ترتیب به تاسو د ژوند له هری شیبی څخه خوند واخلی، او ډیر زر به په خپل ژوند کی یو بدلون ویینی. دا د بریالیتوب تر ټولو مهم او بنستیز رکن

21.01.2011 لیمه وردګ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more