راځي چې دپستي له ګټوځان خبرکړو
بايد ووايوچې پسته د لومړي ځل لپاره په ترکيه کې پيدا اوهلته کرل کيده پسته په تيرووختونوکې د مالداروخلکوخوراک وه له دي ميوې څخه به په جشنونواوځانګړوميلمستياو کې ګټه پورته کيدله روغتياپوهان وايې دا ميوه دښي اشتها لپاره ګټوره ده .
د پستي خوړل چې قوي اودرمليزځانګړي خاصيتونه لري دډيروناروغيوپه مخنيوي اوښه کيدا کې خورامرسته کوي.
١_ پسته د نورو وچوميوپه کتارکې د کمې انرژۍ په لرولوسره د بدکلسترول د ښه کولولپاره په ګټه تماميږي .
پسته د a ويټامين په جذب سره يوه لږه اندازه غوړلري چې په دي توکه د انرژي ښه سرچينه ګڼل کيږي د دې په خواکې دdk اوe ويټامينونه هم لري،دا شان پسته د نباتي پروتين ترټولوښه سرچينه ګڼل کيږي .
٣_ داچې پسته په ځان کې يوه زياته اندازه غيراشباع شوي غوړاوپروتين لري نود ښې روغتيا لپاره د روغتياپوهانودسپارښتني سره سم بايد له ١٨ ګراموڅخه زياته ونه خوړل شي .
٤_پسته زياته اندازه فایبر لري چې دا مواد دغذايې موادوپه هضم کې مرسته کوي اودارنګه کلسترول اود وینې قندمنظموي .
٥_پسته د پوتاشيم يوه ښه سرچينه ده د څيړنوله مخې ويل شوي چې د يوې دانې پستي پوتاشيم په يوې دانې مالتي کې دپوتاشيم په اندازه دي اود دوو پستواندازه پوتاشيم د يوې کيلي په اندازه دي په پسته کې دپوتاشيم شتون د انسان د بدن دمعاياتوپه نورمال ساتلوکې مرسته کوي اودا شان د زړه ضربان کنترولوي اوتردې ټولوډيربيا د هغه کسانولپاره چې د ويني فشارولري ګټورتماميږي .
٦_ پسته دغه رازفاسفورس لري چې دهډوکواوښاغونوپه جوښت کې خورامرسته کوي په پستي کې موجودفاسفورس دخستکي اوکمزوري دلري کولواودبدن دعضلاتودتفويت لپاره ډيرګټورتماميږي .
٨_ پسته دe ،b1،اوb6ويټامينونوپه لرلوسره چې b6 ويټامين په بدن کې دپروټين جوړښت اومصرفولولپاره په کاريږي دغذايې موادوپه جذبولوکې هم ښه رول لري .
لیمه وردګ