عن ابن عباس - رضي الله عنهما - قال : مرّ رسول اللهبقبور بالمدينة , فأقبل عليهم بوجهه , فقال : ( السلامعليكم يا أهل القبور , يغفر الله لنا ولكم , أنتم سلفنا و نحنب بالاثر

( رواه الترمذی)

د پورتنی حدیث شرح د سوال او ځواب په شکل

۱- سوال: آیا رسول اکرم (ص) د قبرونو زیارت ته تللی دی او کنه؟

۱- ځواب: بلی تللی وه

۲- سوال: رسول اکرم(ص) د قبرونو د زیارت په موقع څرنګه دریده او څه یی فرمایل؟

۲- ځواب: مخامخ به ودریده او وبی فرمایل: سلام دی وی پرتاسو باندی ای د قبرونو خاوندانو! الله(ج) دی موږ او تاسی وبښی تاسو له موږ نه مخکی او مونږ پسی درروان یو.

 

۳- سوال: مسلمان د قبرونو د زیارت په موقع باید څه وکړی؟

۳- ځواب: سلام دی وی پر تاسو ای د قبرونو خاوندانو مسلمانواو مومنانو! یقینا چی مونږ هم که د خدای(ج) رضا وه تاسو پسی درتلونکی یو، له خدای(ج) نه د ځان اوستاسو لپاره د دنیا او اخرت له عذاب نه نجات او سلامتی غوښتنه کوم.

 

۴- سوال: هغه افراطی او ناروا کارونه چی نن ورځ زموږ د یو شمیر خلکو په منځ کی د رسم او رواځ په شکل او یا د باطلو عقیدو په بڼه رواج لری د اسلامی هدایاتو او پورتنیو احادیثو په رڼا کی مفصلا تو ضیح او بیان کړی؟

۴ ځواب: په هدیره کی مال حلالول، شمع لګول، تنور تودول، تار تړل، له زیارت څخه غوښتل، میخ ټک وهل، او داسی نور، کارونه چی په ځینو ځایونو کی رواج لری له شریعت سره مخالف او حرام کار دی.

 

لیمه وردګ