محمدالله کمال ماته یوه بله پوښتنه هم پیدا شوه ـ د مینې او عشق تر منځ توپیر شته که نه؟
Mullah Gul Wazir Wardak کمال صیب مننه، زه فکر کوم یو څه توپیر یې شته، محبت ډیرې درجې لري چې یوه درجه یې عشق دی، یعنې زموږ په پښتو اصطلاحاتو کې ترمینې عشق په محبت کې لوړه درجه ده، او په عربي اصطلاحاتو کې ترټولو لوړه درجه د محبت ته خلیل وايي، همدا علت دی چې ابراهیم ته خلیل الله وايي...نو عشق د محبت یوه درجه ده، چې په پښتو کې هم استعمالیږي رحمان بابا وايي زه عاشق یم سروکار مې دی له عشقه + نه خلیل نه بارکزی یم نه مومند
Mamood Shah مننه ملا صاحب ستا دخبرو په تایید سره زه هم يو پوښتنه کول غواړم هغه داچه که چیری یو زمری ددی لپاره یو هوسۍ ښکار کړی چه غوښی یی وخوری ایا دی ته هم مینه ویلای شو او کنه دمینی دتعریف په نظر کی نیولو سره دی ته تاسو څنګه تعریف ورکولای شی
Mullah Gul Wazir Wardak مننه وروره موږ مخکې یادونه وکړه چې مینه باید ضرور د اسلام تر چوکاټ لاندې وي، د اسلامي اصولو سره سم د خلکو سره باید ضرور محبت وشي، په چا باندې تیری، د چا زورول، د چا سپکاوی د چا لوبول دا په مینه کې نه راځي عیاشي ده او ګناه ده...مننه
Mamood Shah مننه ملا صاحب یوه خبره می له زړه کی پاته ده هغه دا چه ایا حیوانات هم دمینه خاصیت لرلی شی ؟
Mullah Gul Wazir Wardak زه خپله په دې اړه معلومات نلرم، کیدای شي ستاسو پوښتنه کوم بل ورور ځواب کړي...کوم کس چې د حیواناتو په برخه کې مطالعه ولري...مننه وروره
محمد الله کمال: د شاه محمود ورور د پوښتنې په اړه زما ځواب: موږ یو متل لرو وایو چې د خره مینه لغته وي ـ بس د دې متل په رڼا کې ویلی شم چې مینه یوازې په انسانانو پورې اړه لري، اهلي او وحشي ځناور په مینه نه پوهېږي ـ دوی یوازې د خپلو طبیعي غوښتنو له مخې یو کار ترسره کوي، دغه راز انسان کولی شي په مینه او شفقت وحشي ځناور رام کړي، خو ځناور ددې وړتیا نه لري چې په وحشت انسان له مینې واړوي.
انسان چې له انسانیته ووزي بیا له ځناورو هم بدتر شي، ځکه خو بیا هغه کارونه ترسره کوي چې وحشي او اهلي ځناور یې نه ترسره کوي.
Mamood Shah مننه ملاصاصب اوکمال صاحب غواړم دغه موضوع په یو فلسفی ځواب سره راونغاړم هغه داسی چه خفه په دی سره یم چه ګل اغزی لری اوخوشحاله بیا بیرته په دی سره یم چه اغزي بیا بیرته ګل لری