یوازی دغه جمله ستاسو ژوند بدلولی شی.

که غواړی خپل ژوند ته تغییر ورکړی دا لیکنه هرمرو ولولی، ځکه یوازی ستاسو لپاره لیکلی شویده، تاسو کولای شی د خپل بریالیتوب لپاره ډیر ښه قانون  په لار واچوی، دا قانون شاید ډیر ساده او آسان ښکاره شی ولی په همغه اندازه مهم او مؤثر هم دی: د هری بریا او ماتی مسؤلیت  یوازی او یوازی په خپله غاړه واخله. پدی ترتیب به تاسو د ژوند له هری شیبی څخه خوند واخلی، او ډیر زر به په خپل ژوند کی یو بدلون ویینی.

دا د بریالیتوب تر ټولو مهم او بنستیز رکن دی، دا زده کړی چی د ژوند مسؤلیت سل په سلو کی په خپله غاړه واخلی، دا مهمه نده چی څوک یی او چیری یی؟. تاسو یوازی د خپل ژوند مسؤل یی. بریالی خلک هیڅ کله هم د هغه پیښو په وړاندی چی مخ ته یی راځی ځان کم نه بولی او نه یی هم په شرایطو پوری تړی، او نه هم نور شاوخوا خلک دده په ناکامی ور ګډوی، او نه یی رټی. بلکه برخلاف په هر ډول موقعیت یا شرایطو کی چی قرار ولری د خپل ژوند واګی سل په سلو کی په خپل لاس کی اخلی او باالاخره خپل ژوند ته تغیر ورکوی.

د بیلګی په توګه، هره ورځ دفتر ته ناوخته ځی، ددی کار لپاره د ښار ترافیک، ګڼه ګوڼه او یا نور ملامت ګڼی. څه فکر کوی ستاسو د دفتر مسر به ستاسو دغه دلیل ومنی؟ ښکاره ده چی نه!، خو تاسو غواړی یوازی خپلی نمګړتیاؤ ته دلایل  پیدا کړی او خپله ګناه منطقی  ښکاره کړی. دا دلیل چی تاسو یی  منطقی بولی د نورو لپاره هسی یوه مسخره ده او بس.  او دا واقعا هماغه  شی دی چی زیاتره خلک کله له ماتی سره مخامخ شی او یا په زړه پوری پایلی نشی را وړای تر سره کوی. هغوی بیا په بهانو پسی ګرځی تر څو خپله نمګړتیا په هغوی ور واچوی او هغوی و رټی. داسی فکر وکړی که تاسو یو دوکاندار یی او په یوه میاشت کی هیڅ ښه خرڅلاو ونلری، نو آیا د اقتصاد خرابوالی، او یا د بازار شریاط او وضعیت ته بد او رد ویل ستاسو ستاسو په خرڅلاو څه اغیز کولای شوای؟. نه! ځکه د بازار شرایط او د اقتصاد خرابی یو بهرنی فکتور دی، چی هیڅ ستاسو په واک کی ندی. اوس تاسو فکر وکړی کچیری بیا د همداسی کاروبار سره مخامخ شی او د داسی ورځی لپاره هیڅ لرلید (پیشبینی) ونلری ولی دا ځبل  خپل ځان مسؤلیت  سل په سلو کی په خپله غاړه واخلی نو دا ځبل به ددی مشکل پوره کنټرول پخپل واک کی ونلری؟، ځکه چی دا ځل مو ښه ځان پوه او بیداره کړیدی. همدا دلیل دی چی په ژوند کی باید د بریالیتوب لپاره باید مسؤلیت په غاړه اخیستل و آزمویل شی. هره پیښه ممکنه ده ستاسو په ژوند کی رامنځ ته شی خو که تاسو د خپل ژوند واګی په خپل لاس  کی ولری نو هرومرو به پایلی ستاسو په خوښه کیږی. او کولای شی خپل کارونه په پوره بریا تر مطلوب پوری ورسوی او په زړه پوری پایلی تر لاسه کړی.

په آخر کی: تل دا هڅه وکړی چی بریالی وی. او ناکامی ته په ژوند کی ځای مه ورکوی چی بیا به تل ناکام وی.

 

(حلیم وردګ)