جاپانی محقیقین پدی لته کی دی چی د مومث پخوانی فیلان بیا را ژوندی کړی:
ټوکیو: جاپانی محقیقینو داسی یوه پروژه تر لاس لاندی نیولی چی د هغه له مخی به په راتلونکو ۵ کلونو کی د ماموث mammoth په نامه پخوانی فیلان چی اوس یی نسل بیخی ورک شویدی بیرته را ژوندی کړی. دوی به ددی موخی لپاره د cloning technology (یا د ورته حیوان څخه د تولید تخنیک) څخه کار واخلی تر څو دا تاریخی او له منځه تللی حیوان بیرته نړی ته راوړی.
محقیقین به دا هڅه وکړی چی راتلونکی اوړی د هغو پخوانیو فیلانو له اسکلیټ څخه چی په روسیه کی ساتل کیږی د عضلاتو په پیژندنه او د نوعیت پیژندنه کی کار واخلی.
د ټوکیو پوهنتون د پروفیسور (ا ره کی ای ری تنی) او د نوموړی پروژی مشر دا خبره وکړه چی: ددی پروژی لپاره پیلیزی او هم ددی پروژی د اهدافو د روښانه کولو چاری بشپړی شویدی.
د پلان له مخی، د ماموث فیل اساسی حجری به د نن ورځی د معمولی فیلانو په هګیو کی ور ننه ایستل شی، او د هغه خپل اصلی حجری به ځنی وایستل شی چی په نتیجه کی به یی داسی جنین را منځ ته شی چی د ماموث فیل جن ولری. نوموړی جن به وروسته د معمولی فیلانو په رحم کی ور ننه ایستل شی او امید دی چی دا ښځینه فیل به د ماموث فیل وزیږوی.
معمولی فیلان هغه حیوانات دی چی د بیولوژی د طبقه بندی له نقطه نظره ماموث فیل ته ډیر لنډ دی. دا مومث فیل نومی حیوانات آن د کنګال په دوره کی له منځه تللی دی.
د ماموث فیلانو ځنی پاتی شونی اوس هم ددی وړ دی چی ځنی عضلاتی یا انساجی نمونی تر واخیستل شی. دا خبره ددی فرصت راکوی چی موږ وکولای شو ددی حیوان د بیا را ژوندی کولو هڅه وکړو. بر عکس داخبره د ډاینا سور په هکله نا ممکنه بریښی، ډاینا سور له اوس نه نږدی ۶۵ میلیونه کاله پخوا له منځه تللی او یوازی د فوسیل په بڼه یی پاتی شونی په لاس کی دی.
ددی پروژی په کاری ټیم کی یو روسی او یو امریکایی محقق چی هر یو د ماموث او معمولی فیلانو په اړه مهارت لری هم ګډون لری، چی له دوی سره به د یخچالی شوؤ حجرو څخه ډی-ان-ای را ایستلو کی پوره پوره مرسته وکړی، که څه هم چی دا کار په 2008 کی یو جاپانی محقق په یو موږک باندی په بریالیتوب سره تر سره کړی ؤ. هغه په یو موږک چی 16 کاله پخوا مړ او د یخبندان خاور لاندی یی ساتلی ؤ دا تجربه وکړه. ده ددغه مړه موږک څخه د حجری مهمه برخه یا cell nucleus را وایسته او د ژوندی موږک په هګی کی یی وکرله، په پایله کی همغسی موږ وزیږاوه.
کچیری دا پروژه په پروه برالیتوب تر سره شی بیا هم لوی چلینج دی. کچیری دا ماموث فیل وزږیږی، نو چیرته به یی روزنه کوی؟. کچیری زموږ کار مؤفق شی نو مخکی لدی چی هغه رحم ته راشی موږ باید هغه د ساتنی لپاره فکر وکړو. او دا هم مهمه ده چی څنګه یی عوامو ته ښکاره کړو.
موږ به ګورو چی دوی څه کوی.
ژباړه: حلیم وردګ