ډیجیټل قلم او په کمپیوټر کی لیکنی:

 Digital Note Taker Pen Wireless on any Paper :

بیسیم ډیجیټل قلمونه هغه تکنالوژی ده چی ډیر بوخت کسان په ناسته او مصاحبه یا محصلین یی د لکچر نوټ پخاطر کاروی، دا تخنیک د څو کلو را پدی خوا پیل شوی دی چی د خلکو په اداری ژوند کی یی یو لوی بدلون راوستی. دا ډیجیټل قلم  بیلابیل ډولونه لری چی ځنی یی له ځانه سره کمپیوټری کتابچی هم لری، او ځنی بیا ټوله ډیټا په خپله ځان کی ثبتوی او بیا د فلش په څیر د کمپیوټر سره نښلول کیږی او ټوله ډیټا هغه ته تری نقلیږی، لدی ډلی څخه یی ځنی داسی دی چی هغه متن په هماغه اصلی شکل کمپیوټر ته نقلوی او ځنی یی بیا دومره وړتیا هم لری چی، په معمولی کتابچه لیکنه کوی، او د لاس لیکلی متن په ډیجیټال متن اړوی. چی لدی لاری کچیری تاسو دا معلومات په خپل بلاګ یا ویبسایټ کی واچوی د ګوګل لټون ماشین یی کولای  شی کی-ورډز پیدا کړی.

ددی قلم ښیګڼه پدی کی ده چی سړی مجبور ندی له ځانه سره لپ ټاپ وګرځوی بلکه یوازی همدغه قلم او یوه عادی کتابچه ضرورت دی.

دا قلم چی زه یی دلته یادونه کوم Digital Note Taker Pen Wireless on any Paper کولای شی ستاسو لیکنی همزمان د کمپیوټر په سکرین ښکاره کړی، او یا دا چی کمپیوټر مو په کور کی وی او دا په صنف کی درسره وی کله چی کور ته لاړ شی هغه لیکنه به مو ټوله په یو وخت د کمپیوټر په مخ راشی. دا قلم یو سنسر لری چی د قلم حرکات اخذ او نیغ په نیغه یی کمپیوټر ته نقلوی، دا سنسرونه یا خو د کمپیوټر سره وصلیږی او ځنی پرمختللی یی بیا بیسیم کار کوی، او په یو وار تر ۷۰ مخونو پوری نوټ ثبت کولای شی.

ددی قلم ښیګڼه داده چی د لپټاپ په پرتله ارزانه، سپک او راحت دی.

د یادونی وړه ده چی ددی قلم قیمت د 100 نه 200 امریکایی ډالرو پوری دی.

ژباړه: حلیم وردګ