په افغانستان کی د نوروز دود

په افغانستان کې واده بېلابېل دودونه لري، چې یو یې هم کوژده شوې جلۍ ته د خسرد کورنۍ له خوا د نوروزي وروړل دي.

د نوروزۍ وړل پخوانی دود دی اوعام خلک یې تر ډیره حده پلویان دي ځکه د هغوي په فکر څومره یې چې له خیښانو سره تګ راتګ ډیر وي په همغه اندازه یې دوستي نوره هم ډیریږي، خو ستونزه دا ده چې ورځ په ورځ د نوروزۍ په اخیستلو کې داسې بدلون راځي چې زوم ته یې له اقتصادي پلوه پوره کول ګران وي. 

تجربو ښودلې چې که چیرې د خیښۍ په پیل کې د نوروزۍ او یا داسې نورو مسایلو په باب له خیښانو سره بد چلند وشي نو روښانه ده چې د نجلۍ راتلونکی ژوند تریخیږي. 

ډیرکسان بیا له نجلۍ نه دا تمه کوي، چې د خپلې کورنۍ د ډیروغوښتنو مخنیوی دې وکړي، خو تاسو څه فکر کوئ په افغاني ټولنه کې یو نجلۍ کولای شي چې د خپلې کورنۍ مخې ته ودریږي او د بې ځایه دودونو مخه ونیسي. 

خو له نیکه مرغه موږ داسې کورنۍ هم لرو چې هغوي ته د خپلو اولادونو ژوند ارزښت لري، لکه څنګه چې د زوی ښه غواړي همداسې د لوراو خور راتلونکې ته هم فکر کوي. 

لیمه وردګ