د یوه نایجریی شپږاتیا ښځی طلاق غواړی

په نایجریا کی شپږاتیا میرمنو د جعمی په ورځ د یوه سړی پر ضد د نیجر په ولایت کی عدلی وزارت ته عریضه وکړه. 

دغه ښځی د یوه سړی دی، میړه یی محمد بیلوابوبکر نومیږی چی خپله څلوراتیا کاله عمر لری، له اعتراض کوونکو میرمنو سره د هغوی شل زامن هم یو ځای دی، خو د بیلوابوبکر ټول اولادونه یوسل اویاو ته رسیږی.

بیلو ابوبکر پر ضد مظاهره کوونکی په دریو سرویسونو کی محکمی ته ورسیدل او میرمنو له قاضی وغوښتل چی له شپږاتیا و ښځو دی دواتیاو ته طلاق ورکړی څو د اسلام له نظره هغه ته څلور میرمنی پاتی شی.

دوه میاشتی مخکی چی کله رسنی خبری شوی چی بیلوابوبکر شپږاتیا میرمنی لری نو د نایجریا په نیجر ولایت کی یو شمیر خلک را ټول شول او له هغه یی وغښتل چی یوازی څلور میرمنی پریږدی او نوری طلاقی کړی، په نایجریا کی د مسلمانانو یوی ټولنی خو د دی خبر له خپریدو وروسته د بیلوابوبکرد وژلو حکم صادر کړ خو په سیمه کی امنیتی ځواکونو بیلوابوبکر وساته او په خپله بیلو ژمنه وکړه، چی دوی اونی وروسته به دوه اتیا ښځی طلاقوی خو وروسته یی بیا ځان غلی کړ او اوس محکمی ته د ده د میرمنو له راتګ سره چی د جعمی په ورځ ورغلی دا خبره بیاهم را ژوندۍ شوه.

بیلوابوبکرپه خپله استدلال کوی چی په اسلام کی دانه دی ویل شوی چی تاسو څلور میرمنی وکړی بلکی د ده په وینا په قرآنکریم کی چی کله یوه، دوه، دری، ا یا څلور اعداد ذکر شوی دی، هغه په دی مفهوم چی څومره چی مو زړه وی هغومره ښځی وکړی.

لیمه وردګ