د نړی په تاریخ کی تر ټولو سریع السیر یا تیز رفتار ریل ګادی ۲۰۱۰ – جاپان

جاپان یا د نړی د سریع ترینو ریل ګاډو تر ټولو مخکښ هیواد.

د نوری نړی برخلاف په جاپان کی تر اوسه ( د 1964 څخه تر دی دمه) یو کس هم د د ټرین د تکنالوژی له امله خپل ژوند له لاسه ندی ورکړی.

د شین کنسین – ټرین جوړولو کمپنی د( JR-Maglev MLX01 (X means experimental  په نامه یو تر ټولو تیز رفتاره  ریل ګادی په جاپان کی د خلکو د استفادی لپاره وړاندی کړی. تر اوسه ددی هیواد تر ټولو تیز رفتاره ټرین )شین – کنسین JR-Maglev : نړی په تاریخ کی ټر ټولو تیز رفتاره ټرین دی 530 مایل پر یو ساعت کی سرعت لری. دا سرعت  د الوتکی له سرعت سره برابر دی.

ددی ټرین تر ټوله جالبه خبره داده چی دا ټرین به ډیر ښوی او ملایم بهیږی،  غږ به یی لږ وی، انرژی به لږ مصرفوی، د تخنیکی نطقه نظره حیرانونکی خبره داده چی نوموړی ټرین  د مقناطیسی ساحی پواسطه  د ماهی په څیر لامبو وهونکی وی، پدی سیستم کی هیڅ اصطکاک نشته، یوازی مقناطیسی قوی دی چی د کش او ټیل کولو پواسطه ټرین ته حرکت  ورکوی.

 

د یادولو وړ خبره ده چی ددی ټرین لپاره د پټلی غزول ډیر ګران او د مخکنی ټرین د پټلی دوه برابره دی، د بیلګی په توګه د ټوکیو او اوساکا ښارونو تر منځ فاصله چی 500 کلیومتره ده په 100 بیلیون امریکایی ډالره لګښت  غزیدلی شی.

 لیمه وردګ