د افغانستلن کرنه
زموږ ګران هېواد افغانستان د مساعدې اب او هوا په لرلو سره د زياتو هارټيکلچري نباتاتو د روزنې لپاره مناسب دى له همدې کبله زيات شمېر کرونده ګر د ميوو او سبو د توليد لارې څخه خپلې اړتياوې پوره کوي چې يو ه اندازه يې بهرني هېوادونو ته لېږدول کيږي چې د خارجي اسعارو د لاس ته راتلو اساسي ( ٣٧) فيصده صادرات جوړوي دهېواد زياتې کروندې په سبو ښکلي او ښېرازه ښکاري چې د کرنې سيمې يې لکه ننګرهار ، کونړ ، لغمان ،فراه ، نيمروز ، کندهار ، هلمند او خوست دپسرلي ،مني او ژمي په موسمونو کې سابه توليدوي او دهېواد لوړې سيمې په اوړي کې د سبو توليد لپاره مناسب اقليم لري يعنې افغانستان په خپل کور د سبو د توليد لپاره جوګه دى دهمدې له مخې ورته په ځينو بهرينووګټوروکتابونو کې د ګرين هاوس نوم ورکړل شوى دى .
لیمه وردګ