اسلام اونوې ساینسې څېړنې

دحیض په حالت کی کوروالی (جماع) 
ویسئلونک عن المحیض قل هو اذی فاعتزلواالنساء
فی المحیض ولاتقربوهن حتی یطهرن فاذاتطهرن فاتوهن من حیث امرکم الله ان الله یحب التوابین ویحب المتطهرین (221، البقره) 
اوپوښتنه کوی دوی له تانه (ای محمده!) له احکامودحیض څخه، ووایه (ای محمده دوی ته) دایوه پلېتی ده نوپه څنګ (جدا) شی له جماع (کوروالی) دښځوخپلوپه وخت دحیض کښې اومه نژدې کېږې! (په جماع سره) دوی ته ترهغه پوری چی ښې پاکې شی۔ نوکله چی ښې پاکې شی دوی (ښځې) نوراځی دوی ته (په جماع سره) له هغه ځایه چی حکم کړیدی دی تاسی ته الله، بېشکه چی الله خوښوی بیابیاتوبه اېستونکی (له ګناهونوڅخه) اوخوښوی ځان ساتونکی له (پلیتیوڅخه)۔ 
تفسیر: 
حیض هغه وینوته وایی چی له ښځوځنی سم دهغوله عادت سره بهیږی په دې حالتی کی مجامعت، لمونځ، روژه، طواف،دقرانکریم تلاوت، مسجدته ننوتل ټول حرام دی، هغه وینه چی بې له عادت څخه لیدل کیږی، هغه ناروغی ده، نوپه دې ناروغی کښې چی دفقهاووپه اصطلاح ورته ((استحاضة) ورته وایی دغه پاس ټول ممنوعه شیان روادی، اودهغې وینې حال هسی دی لکه چی له کوم زخم یاپوزې یارګ وهلوځنی وینه بهیږی۔یهودانواومجوسیانو دحیض په وخت کښې له ښځوسره ډوډۍ خوړل، اوپه یوه کورکښې هستوګنه کول، اونورشیان هم ناجائزګڼل، مګرنصرانیانوحتی دحایضوښځوله مجامعت ځنې هم ځانونه نه ژغورل؛ مسلمانانوپه دې مورد کښې له رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړل نودایت نازل شو، حضرت پېغمبرصلی الله علیه وسلم په ښکاره ډول سره وفرمایل چی دحیض په حالت کښې مجامعت حرام دی۔ لیکن له دوی سره خوړل، څښل، هستوګنه کول، ناسته ولاړه کول داټول روادی، اودیهودانوافراط اودنصرنیانوتفریط دواړه مردودشول۔ په پاکېدوکی داتفصیل دی که حیض پخپله موده یعنی (10) ورځوکی بندشو، نوهلته مجامعت روادی که دلسوورځوڅخه وینه وچه شوه دبېلګې په ډول سره له (6) ورځواودښځې عادت هم شپږورځې وې نومجامعت دوینې له وچیدوڅخه وروسته ترهغه پوری روانه دی، چی ښځه ولامبی، یادیوه لمانځه وخت پرې تیرشی، نووروسته له هغه نه له هغې سره مجامعت رواشی، که دښځې عادت اوه (7)یااته (8) ورځې وې، نوددې ورځودختم (بشپړ)کیدلوڅخه وروسته به مجامعت ورسره رواکیږی۔ (کابلې تفسیر سعودی چاپ تالیف: شیخ الهندمولانامحمودالحسن دیوبندی(رح) اوعلامه شبیرعثمانی (رح)۔ 
ددې څخه معلومه شوه چی لوی څښتن تعالی جل جلاله ودې ناروغۍ ته دچټلۍ نوم ورکړیدی نوځکه وخاوندته په دغه حالت کښې دلېرې والی حکم شویدی۔ داسلام خوږپېغمبرصلوات الرحمن علیه وسلامه فرمایی: 
کوم څوک چی دحیض په حالت کی دخپلې ښځې سره جماع وکړل، یایونجوم ګرته ورغلی اوهغه (نجوم ګر) چی څه ویل هغه ئې ومنل، نودغه سړی (چی په حیض کی جماع وکړل اودنجومګرخبره ئې ومنل) پرمحمدچی هرڅه نازل شویدی دهغه څخه ئې انکاروکی اوکافرسو۔ (ابوداؤد، نسایی، ترمذی؛ صحیح 

 

راليږونکی : عبدالغفارجُبیر 

ډیره مننه ګرانه وروره

نور بیا