دا خبر  دې هرڅوک نه لولي 

 د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د پاکستان هیواد په پنجاب کې دوو وروڼو اعتراف کړی چې د انسانانو غوښې خوري.دا راپور د پاکستان اج تلویزیون هم خپور کړی دی(لاندې ویډیو وګورئ)

دواړو وروڼو ویلي، د یوې ښځې، چې له مړینې یوه ورځ وروسته خاورو ته سپارل شوې وه، دوې پښې یې پرې کړې او غوښه یې پخه کړه.

دوی وايي چې دا کار یې له ډېر وخت راهیسي کاوه او ورته عادي شوی وو.

د پنجاب یوه جګپوړي پولیس ملک عبدالرحمن ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې دواړو وروڼو د مړو غوښه له لږترلږه یوکال راهیسي خوړله خو د اج تلویزیون په شمول ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي چې دوی له تېرو لسو کلونو راهیسي د انسانانو غوښه خوړله.

د پولیسو چارواکي رحمن وویل داسي ښکاري چې محمد عارف (څلوېښت کلن) او فرمان(۳۷کلن) د انسانانو د غوښې خوراک وروسته له دې د انتقام په توګه پیل کړی وي چې مور یې مړه شوه او ماندینې ترې ولاړې.

رحمان وايي ممکن په پیل کې د دوی لپاره دا یو ډول غچ وو خو وروسته ، وروسته په عادت بدل شوی دی.

 دوی وروسته له دې ونیول شول چې په سرطان د یوې څلوریشت کلنې مړې شوې نجلۍ (سایره پروین) خپلوانه د هغې له ښخېدو یوه ورځ وروسته قبر ته ورغله.دې ولیدل چې قبر لوڅ شوی او مړی پکې نشته.

 د پولیسو تحقیقاتو مالومه کړه چې مړی د عارف او فرمان کور ته وړل شوی .د دوی په کور کې د پروین مړی له چاړو سره وموندل شو.

 دا لومړی ځل نه دی چې په پنجاب کې انسان خواره پیدا کېږي، تر دې مخکې څو ځلي د ژوندیو انسانانو خوړونکي نیول شوی دي.

له تاند څخه په مننه

لیمه وردګ