یوه هلک په یو وار له دوه نجونو سره واده وکړ:

د البرز د خبر له مخی د کاشمر یو 16 کلن ځوان په یوه خونه کی په یو وار له دوه همځولو نجونو سره واده وکړ.  نوموړی پدی کار سره د خپل هیواد تر ټولو کشر زوم دی چی په دومره لږ عمر کی یی واده وکړ او هغه هم داچی په یو ځل یی دوه ښځی ځان ته کښینولی.

دا کانه هغه وخت را منځ ته شوه چی دا 16 کلن ځوان له مخکی نه د خپلی عمه له لور سره مینه درلوده او له هغه وروسته یی د خپلی مینی احساساتو په دوام یوه بله نجلی هم په خپلو منګلو کی را ګیر کړه.

تر ټولو په زړه پوری خبره داده چی دواړه نجونی لدی واده څخه راضی او د خوشحالی څرګندونی هم کوی.

دا پیښه د کاشمر ښار، د کوه سرخ  په اتباعو کی را منځ ته شویده.

منبع :malezi118

ژباړه: حلیم وردګ