آیا لیور په وریندار حکم کولای شی؟ (فتوی)

قدرمنه وروره! وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته
ستاسې له دين دوستۍ نه مننه چې غواړئ خپل ځان په دين پوه کړئ او په دې
لاره کې هڅه او کوښښ کوئ چې خپل ځان د اسلام له دين نه خبر کړئ


لمړۍ: د ښځې د وهلو په اړه بايد ووايم چې صرف خاوند په ځينو حالات دا حق لري چي خپله ښځه ووهي او هغه هم بايد داسې ځايونو و نه وهي چې داغ يې پاتې شي لکه مخ او داسې نور، په دې اړه د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه نقل شوي دي: يوه ورځ د صحابه کرامو ښځې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ببيانو کورونو ته راغلې او د خپلو خاوندانو نه يې
شکايت وکړي چې دوى وهي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم خاوندان د ښځو له وهلو نه منع کړل، بيا څه وخت وروسته صحابه کرامو له خپلو ښځو نه شکايت وکړ چې هغوى يې خبره نه مني، نو بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې خاوندانو ته د ښځو وهل جواز لري البته که څوک يې نه وهي ښه کار دى.

 نو له دې حديث نه معلوميږي چې خاوند ته د ښځې د ناسم کردار په وخت د هغوى وهل روا دي خو داسې بايد ونه وهل شي چې عيبداره شي.

دوهم: خسر او ليور ته هيڅکله جواز نلري چې د زوى او ورور ښځې ته کنځل وکړي او يا يې و وهي ، خاوند ته هم جواز نلري چې ښځې ته کنځل وکړي ځکه داسې ژوند کول چې ښځه په کور کې محکومه وي او هر څوک ورباندې ظلم وکړي سم کار نه دى او د ښځې د  ډول ډول روحي تکليفونو سبب ګرځي، بايد په دې اړه توجه وشي او ښځو ته هم لازمه ده چې ځان سم او کنترول کړي او په کور کې ناوړه کارونه ونکړي او د خاوند خبره ومني او همدارنګه د خسر احترام وکړي او ليور احترام هم وکړي، او د کار کولو حق هيڅوک هم ورباندې نلري، تر دې پورې چې خاوند هم ورباندې دا حق نلري چې د کور کار ورباندې وکړي، بلکه ښځه بايد دا کار د کورني نظام د سم ساتلو په خاطر وکړي.


والله اعلم

 

لیمه وردګ