په ګوګل کی یوه لیکنه زر پیدا کړی
سلام درنو!
کچیری تاسو هم زما په څیر د انټرنټ څخه ډیر کار اخلی، نو کیدای شی چی د ځنو ښو ګټورو او کم پیدا معلوماتی لیکنو پیدا کول ډیر وخت در څخه ونیسی، او یا داچی آن ډیر ستړی کونکی وی. او کله کله هم هیڅ خپله په زړه پوری پایلی په لاس نشی راوړی. غواړم په لاندی لیکنه کی ستاسو سره ځنی مهم ټکی د مؤثری کارونی او ښه بلدیت په اړه شریک کړم، تر څو خپل کاروبار په پوره سرعت، سړه سینه او خوشحالی سره تر سره کړی.
۱- عبارتونه لنډ ولیکی.
فرض وکړی د کلتور په اړه یوه موضوع پسی ګرځی، ددی په ځای چی هغه همداسی عادی ولیکی هغه د " " په منځ کی ولیکی مثلا " کلتور" ولیکی. پدی اساس تاسو د ګوګل ماشین ته ښه فرصت ورکوی تر څو ستاسو د خوښی لیکنی په لمړی لیست کی راولی.
۲- ډیر ویوکی (کلمی) او دقیق عبارتونه ولیکی.
نن ورځ تجارتی پاڼی دومره زیاتی شوی دی او دومره پیسی لګوی چی تر څو خپل بلاګ یا ویب سایټ ته د انترنټ ترافیک را هدایت کړی،ځنی کلمی او عبارتونه په خپل سایټ یا بلاګ کی اچوی چی ځنی وخت هغه لیکنه یا مطلب هیڅ پکی موجود نه وی، لدی امله کله کله د یوی لیکنی بیدا کول ډیر مشکل بریښی. نو لازمه ده چی د خپلی مطلوبی لیکنی ډیر ویوکی او دقیق عبارتونه په ګوګل کی ولټوی. د بیلګی په توګه د ګیر بکس په اړه پلټنه کوی، د ښی پایلی لپاره د لاندینیو لارو څخه یوه لاره و کاروی.
د اتوماتیک ګیربکس مقاله
د اتوماتیک ګیربکس کاری وړتیا
د اتوماتیک ګیربکس کاری اصول
د سراچی موټر د ګیربکس د ترمیم لارښود
او .....
۳- د ویوکو کمول.
که غواړی په ګوګل کی د باراز موندنی په اړه یوه لیکنه پیدا کړی، او تر څنګ یی غواړی چی د بیځایه اعلانونو څخه خلاص شی، ډیر په آسانی کولای شی چی لدی آفت نه ځان خلاص کړی. یوازی د – علامه ستاسو د مشکل حل دی
مثلا ولیکی بازار موندنه- بیځایه اعلانات
پدی ترتیب د ګوګل ماشین به د خپل لیست څخه ډیری اعلانی لیکنی ایسته کړی، او یوازی اوږدی لیکنی به درته وړاندی کړی.
۴- په یو مشخص سایټ کی پلټنه کول
د نن ورځی ګوګل ډیر کار آسانه کړیدی، کچیری مو مخکی له یوی پاڼی څخه یو مطلب لوستی ؤ او اوس یی بیا لیدل غواړی، ددی کار لپاره تر ټولو لنډه لاره داده چی مستقیما د هغه پاڼی نوم ولیکی، مثلا site:tolafghan.com " کلتور" پدی ترتیب تاسو به نیغ همغه لیکنی ته ور ورسوی.
۵- ورته او مشابه ویوکی وکاروی
دا خبره یوازی د انګلیسی ژبی لپاره ډیره ګټوره ده، کله کله غواړی د یوی لیکنی یا ویوکی تر څنګ د هغه نږدی یا مشابه موضوع ګانی هم پیدا کړی نو یوازی د ~ نښه ستاسو دا مشکل ډیر ښه حل کولای شی. مثلا" کلتور" ~فرهنګ پدی ترتیب به د فرهنګ او کلتور دواړو لپاره لیکنی پیدا کړی.
۶- د یو خاص فایل پلټنه
کچیری غواړی د یو خاص فیل پلټنه وکړی ددی کار لپاره ښه لاره داده چی د هغه فایل پسوند ورسره ولیکی، مثلا غواړی د محمد ص په اړه یو پاور پاینټ پیدا کړی نو ولیکی محمد .ppt (Mohammad ppt) چی پدی ترتیب ټول پاور پاینټ به په ګوګل کی را ووځی.
For word file ---- moh doc
For excel file ----- moh xls
For PDF file ----- moh PDF
For image ---- jpg, ….
۷- د or څخه استفاده وکړی
د تل په څیر ګوګل یوازی هغه لیکنی را ټولوی کوم چی ستاسو کلمی پکی موجودی وی، اوس کچیری تاسو غواړی د هغه کلمو څخه یوه کلمه مهمه نده چی کومه یوه وی پیدا کړی، نود OR څخه کار واخلی، یاد ولری چی OR به په غټو تورو وی.
مثلا د حضرت محمد او بی بی خدیجی د ژوند په اړه لیکنه پلټی نو Mohammad OR Khadija ولیکی.
۸- د اعدادو محدوده
که غواړی داسی یوه لیکنه چی په هغه کی د اعدادو لیست وی، یا نیټی پکی وی و پلټی، نو ګوګل تاسو ته دا اسانتیا درکوی چی د دوه عددونو تر منځ د .. په لیکلو سره ستاسو د خوښی اعداد په لمړی لیست کی درکړی.
مثلا 1945 ..2011 پدی ترتیب ټول هغه اعداد چی ددی دوه اعداو تر منځ لیست شوی وی ستاسو په مخ کی وړاندی کیږی. یاده د وی چی دا تخنیک زیاتره د نیټو د پلټلو لپاره ښه کار کوی.
۹- ګوګل د حساب - ماشین کار هم کوی
کچیری ستاسو انټرنټ ښه سرعت لری نو کولای شی د اعدادو او مطلوبی عملیی په لیکلو سره اړونده پایلی لاسته راوړی شی
مثلا 12*13225 په ګوګل کی ولیکی ډیر زر به ستاسو ځواب درکړی.
۱۰- ګوګل ژباړه هم کوی
کله کله سړی د یوی داسی کلمی سره مخامخ کیږی چی په مانایی نه پوهیږی، نو ډیر اسانه یوازی د define کلمی په کارولو سره کولای شی د هغه کلمی په اړه ځان پوه کړی.
مثلا define:theory په ګوګل کی وپلټی
پدی هیله چی دا پورته ټکی ستاسو د وخت د مصرف مخنیوی وکړی، او زموږ سره تر دی مهاله نه وی ستړی شوی.
ژباړه: حلیم وردګ