د سوريې حکومت د سقوط په درشل کي.
03.09.2012 20:36د څو تېرو مياشتو عربي ولسي پاڅون چي د سوريې غيورو او مجاهدو خلکو په لاره اچولى وو دادئ الحمدلله د هري ورځي په تېرېدو خپل ټاکلي هدف ته چي د بشارالاسد د بعثي، کمونستي، نُصيري نظام نسکورېدل دي نږدې کېږى.
لري نه بلکي پرون ددغه بعثي نظام يو لوړ رتبه مشر فاروق الشرع د څو تنو عسکري جنرالانو په شمول چي هر يو ئې يوه لواء ترلاس لاندي لري اردن ته وتښتېدل سره لدې چي مونږ د سوريې د نظام د پخواني خارجه وزير او د حافظ الاسد د نظام مهم سياسي او ديپلوماتيکئ شخصيت او ورسره جنرالانو تېښته يوه ښه لاسته راوړنه بولو خو بايد پام مو وي چي دغه کسان د فاروق الشرع په شمول د سوريې د تېرو او اوسني نظام اصلي ستني او ارکان ول او پوره درې ياڅلور لسيزي ئې د حافظ الاسد ظالم، ديکتاتور بعثي نُصيرى نظام تائيد او همراهي کړ، داسي جوتېږي چي د يوې مؤامري په شکل کي تللي وي ترڅو د سوريې ولسي مسلح پاڅون په يوه بل رنگ ټکني او له مينځه يوسي او دغه ساري ميکروبونه يوځل بيا د نوي نظام په نوي کالبد کي ځان ځاى پرځاى کړي او مسلح پاڅون خپلو اهدافو ته له رسېدو منع کړي لکه چي مو وويل فاروق الشرع هغه کس دئ چي په خارجي سطح ئې د سوريې د مستبد رژيم ننگه او استازيتوب کولو، دا په هيڅ ډول نشو منلاى چي يو څوک دي څلوېښت کاله د يوه نظام له وفادار ترينو شخصيتونو څخه وي او بيا دي د همدغه نظام پرخلاف داسي څه وکړي چي د پام وړ وي.
په هر صورت د بشارالاسد له رژيم نه د فاروق الشرع او څو تنو جنرالانو بېلېدل او د اردن عربي هېواد ته پناه وړل به ددې معنى نه ورکوي چي دغه د بعثي رژيم ستني په رښتيا هم مسلح مقاومت سره خواخوږي لري بلکي دغه عناصر غواړي د بشارالاسد او دده د پلار حافظ الاسد ميراثي رژيم چي له کيڼ لاسو مذهبي متعصبو ډلگيو سره عقيدوي تړاو لري يوځل بيا په بل شکل را ژوندي او له زواله وژغوري ځکه دغه خلک چي په مذهبي لحاظ کيڼ لاسي او په عقيدوي لحاظ مارکسيست خلک دي نه غواړي په دا ډول ډراماتيکه توگه د دوى د څلوېښتو کلونو راهيسي جوړ نظام د سترگو په رپ کي له مينځه ولاړ شي الله جل جلاله دي وکړي چي زمونږ دا حدس او تخمين سم وي او د سوريې د مقاومت خلک او ځوانان پدغه زړو گوډاگيانو باورونه کړي او پوره هوښيارۍ سره د هر څه پلټنه وکړي او دغو مفسدو عناصرو ته د مقاومت په ليکو کي ځاى ورنکړي او د خپل سياسي مرگ لپاره خپل قبرونه په خپلو لاسونو ونه کيندي، ځکه د سيمي نور شاخوا عربي هېوادونه او اسرائيل هم لدى ولسي پاڅونونو سخته وېره کوي او ترممکن حده کوښښ کوي چي دغه پاڅونونه خپل مراد ته ونه رسېږي داردن هېواد هم يو له دغه هېوادونو دئ چي د راتلونکي محتمل او حتمي پاڅون سره مخ کېدونکى دئ او دا وېره ورسره شته چي تر سوريې وروسته د اردن، بيا عراق، سعودي، امارات، کويت او نورو وار دئ فلهذا اردن ته د سوريې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو او صدراعظم فاروق الشرع تښتېدل د همدې معنى ورکوي، چي د سوريې مقاومت يواځي کورنۍ مقاومت دئ چي د سيمي هېوادونه ئې څه ناڅه له اندېښنو سره مخ کړي او موږ وليدل چي د مصر د جمهوري رياست کانديد او د حسني مبارک د رژيم يو لوړ پوړى چارواکى وروسته له ناکامۍ اماراتو ته ولاړ او د اماراتو حکومت هغه د يوه مهم مشاور په حيث وټاکو او دا هم معلومه ده چي د اماراتو د پوليسو عمومي مشر ضاحي خلفان د مصري اسلامپالو په بريا خواشيني څرگنده کړې وه او د مصر د نوي منتخب مشر ډاکتر محمد المُرسي په اړه ئې له ادبه وتلي الفاظ استعمال کړي وو دا ټول هغه څه دي چي خليجي دولتونه چي پکي شاهى مادام العمر حکومتونه نصب دي تشويش لري چي مبادا د تونس، مصر، يمن، سوريې په برخليک اخته شي.