مولانا د بنديانو خوشي کيدل حتمي دي
13.02.2012 18:57د صلحي جوړ جاړى روانه پروسه بايد له ودريدو او سبوتاژ کيدو وژغورل شي، هسي نه چې د امريکا لخوا د ځينو سياستونو په پلي کيدو او د ځينو شروطو نه منلو په وجه په قطر او کابل کې رواني خبرى اتري له گواښ سره مخ شي.
افغان مجاهد هيئتونه بايد د بنديانو خبره په کلکه سره مطرح کړي او لدغي غوښتني يو اينچ پر شا ولاړ نشي که نن د بنديانو خبره مطرح او عملي نشى دا به د تل لپاره د يو ستر پيغور په توگه مونږ ته په ميراث کې پاته شي چې دا وخت د امريکايې او صليبي طاغوت په وحشي زندانونو گوانتانامو او باگرام کې له لسو کلونو راهيسى پراته دى.
د افغان بنديانو مسئله بايد د ټولو خبرو سر او اجنډا تشکيل کړي او دا به ستره تيروتنه وي چې د بنديانو مسئلي ته په عادي سترگه وگورو او ثانوي مسئله يې وگڼو بلکې پکار خو داوه چې مجاهدو هيئتونو نه يوازې د افغان بنديانو د را خلاصيدو خبره مطرح کړى واى ، بلکې د ټولو عربو، افغانو او نورو مسلمانو بنديانو چې د اسلام او افغانستان د جهاد او مجاهدينو سره د تړاو په تور نيول شوي مطرح شوي واى. پدې کار سره به د مجاهدينو موقف لا پسي قوي شوي وو او په اسلامي نړۍ کې به يې کلک ملاتړ ترلاسه کړي واى او دا ددې لپاره چې په گوانتانامو کې ټول پراته بنديان که هغه عرب دى او که افغان يوازې او يوازې له افغان جهاد سره د تړاو په تور نيول شوي نو ځکه مجاهد قيادتونه بايد په کابل او قطر کې دې حساسي او تاريخي مسئلي ته په پام سره له قوى موقف څخه خپلو خبرو ته نوي رنگ ورکړي، که مونږ دا منو چې يوه امت يو او په يوه شرعي زعامت به راټوليږو نو نن بايد په خبرو اترو کې هم دا خبره مطرح شي، دې سره به په اسلامي نړۍ کې د تضامن او تکافل مسئله را ژوندى او له صليبي هيوادونو سره به له قوي موقف نه خبره کيږي.
صليبيان غواړي مونږ دا د امت د وحدت خبره هيره کړو او يو طرفه معامله وکړو.
دغه يو طرفه معامله او خبرې مونږ ته د اسلامي امت په سطحه چې مونږ يې د وحدت او قيادت ادعا کوو، ستر تاوان رسوي او په اسلامي نړۍ کې زمونږ جوړ اتلواله ريکارډ ختموي او دا د صليبيانو له مهمو اهدافو او پاليسيو څخه دي فلهذا دا وخت چې مجاهدين په قطر کې له امريکايانو سره ابتدايي او تمهيدى خبري کوى پکار ده چې له موقع نه په استفادي سره د عربي دولتونو له حکامو سره په گډه او مشوره د ټولو مسلمانو عربو او افغان بنديانو په اړه موقف يو او په قوت سره يې د امريکا په وړاندې مطرح کړي په کابل کې چې کوم هيئت تشريف لري هم پکار ده چې د بنديانو مسئلي ته بالخصوص هغه چې په گوانتانامو کې او باگرام دى پوره توجه وکړى او دا د خپلو خبرو او شروطو لپاره اجنډا وگرځوي پدې کار سره د ملت او امت اعتماد او باور ترلاسه کيږى او دښمن له وارخطايي سره مخ کيږى په هره اندازه چې زمونږ موقف اممى او عالمى وى په هماغه اندازه به دښمن راټيټږى او په هره اندازه چې زمونږ موقف يو طرفه او کمزوري وي په هماغه اندازه به دښمن پر مونږ ناوړه شروط سختوى او په تنگه زاويه کې به مو راگيروى.
دا چې د امريکا د کانگريس ځيني غړي له گوانتانامو کې څخه د ټولو افغان بنديانو د خلاصون مخالفت کوي دا ددي دليل دى چې په راتلونکي کې امريکايان غواړى له دغه بنديانو څخه پر مجاهدينو د فشار د آلي په توگه گټه پورته کړي دا خبره مونږ وار وار د خپل وسع مطابق د مجاهدينو تر غوږو رسولي.
د بنديانو د خلاصون مسئله ځکه مهمه ده چې دا زمونږه هغه خوږ لاس دى چې امريکايان غواړي مونږ ترينه ونيسي او وخت په وخت فشار ورکړي، مجاهدينو ته پکار ده دغه خوږ لاس چې په هر قيمت وي د امريکايانو له پنجي را خلاص کړي، بل لدغه بنديانو سره ډير ناوړه چلند کيږي او دغه ناوړه امريکايې چلند ته د پاى ټکى ايښودل پکار دى او د بنديانو پر سر بايد هيڅ ډول معامله وه نشي او نه هم د صلحي د خبرو قرباني شي.
دا چې امريکا غواړى که نه غواړى تر ټولو دمخه بايد د بنديانو مسئله حل کړي او د هر ډول خبرو لپاره بايد د بنديانو خبره د اجنډا حيثيت ولري بله دا ډيره بده خبره ده چې مونږ دي په نورو ثانوي خبرو بحث وکړو او د بنديانو خبره دي بل وخت ته پريږدو له امريکا څخه د مجاهدينو غوښتنى دادي چې لومړى دي د بې قيد او شرط وتلو موده معلومه او بيا دې ټول سياسي بنديان راخوشي کړى پس له هغې به ورسره په نورو مسئلو خبري کيږي.
بل طرف کوم امريکايې او فرانسوي او بريتانوي او نور بنديان چې د مجاهدينو سره دي هغه بايد افغان مجاهدين تر هغه په هيڅ صورت پرېنږدي ترڅو چې امريکايانو له گوانتانامو، بگرام څخه ټول مسلمان بنديان نه وى را خوشي کړي بلکې افغان مجاهدينو ته پکار ده چې پدې حساسو او تاريخي لحظاتو کې د مزيدو امريکايې فرانسوي بريتانوي او نور صليبي عسکرو د نيولو لپاره پلا ننگ وکړي او مزيد بنديان ددى لپاره تر لاسه کړى چې لومړى خپل بنديان پرې را خلاص کړى او بل دا چې په روانو خبرو اترو مثبت اغيز وکړي، امريکايان به مجبور شي چې د مجاهدينو ټول شرطونه ومني او هغه پدې چې دا وخت د اوباما د حکومت په وړاندې بيلا بيل کورني او بهرني چيلنجونه موجود دى چې يو يې هم راتلونکي امريکايې انتخابات او ټولټاکني دى او بل يې په بهر کې پروت امريکايې پوځ دى چې بيرته يې امريکا ته ستنول او نه ستنول اوباما ته په يوه بيه دى، خو د ډيرو شنونکو او سياسي، عسکري، اقتصادي پوهانو په اند امريکا ته د امريکا د پوځيانو ستنيدل د امريکا او اوباما په گټه دي او داسي معلوميږي چې د امريکا تورپوستي جمهور رئيس اوباما له همدغي ورقي کار اخلي تاسو وليدل چې تير کال (٢٠١١) په اخر کې يې ټول امريکايې پوځيان له عراقه وويستل.
او دادى په روان (٢٠١٣) کې به او يا هم د (٢٠١٤) کال په شروع او پاى کې ټولي بهرني او امريکايې قواوي له افغانستان څخه ووځي، خو ځينو امريکايي رسنيو دا خبره رابرسيره کړى چې د (٢٠١٤) کال څخه وروسته به هم امريکايان د امريکا د خاصو قواو سپيشل فورس کنډکونه په افغانستان کې پريږدى سوال دادى چې دغه کنډکونه به چيري ميشت کيږى او دا ضمانت به امريکايانو ته څوک ورکوي چې د افغان مجاهدينو او افغان ملت لخوا به حملي پرې نه کيږى او ايا په قطر او کابل کې په خبرو اخته مجاهد هيئتونه به لدې امريکايې غوښتني سره موافقه وکړى او که نه ؟ دا خو يوه منلي خبره ده چې کله د امريکا د قواو وتل شروع کيږى نو ټولي قواوي به وځي خو که امريکايان د محدودو قواو او کنډکونو په پاته کيدا اصرار وکړي حتمي ده چې تر ټولو دمخه به د صلحي خبري ناکامه شي او د جنگونو لړۍ به يو ځل بيا گرمه شي.
يوه بله خبره چې بايد ورته اشاره وه شي هغه داده چې د صلحي په خبرو کې بايد له هر ډول ملي او شرعي تندک پرهيز وه شي او داسي فيصلي وه نه شي چې د سنگر مجاهدينو ته د منلو نه وي ځکه په سنگر کې پراته مجاهدين به حتماً هغه موافقتنامي چې د جهاد او ملي لنډ مهالو او اوږد مهالو اهدافو او غوښتنو سره ټکر کوى نه يوازې دا چې رد به يې کړى بلکې د پخواڅخه به لازيات خپل جنگ او جهاد ته ادامه ورکړي، نو ځکه د بنديانو د خلاصون مسئله بايد جدي وي خو ددى معنى د انده چې الله مکړه په روانو خبرو کې مجاهدين يوه خوله ندي بلکې د مجاهدينو هره فيصله ملت او د سنگر مجاهدينو ته مهمه او د منلو وړ ده او دا خبري به حتماً ښه نتايج لاس ته راوړي ځکه دا د افغان ملت او اسلامي امت غوښتنه ده خو بيا هم له امريکايانو سره په خبرو کې له زيرکتيا او احتياط نه کار اخستل پکار دي صليبيان له غدر او درواغو نه خالي ندي خو بيا هم په روانو خبرو شک ندي پکار ځکه چې د ډيرو مجربو سياسي او فرهنگي مجاهدو شخصيتونو لخوا پرمخ بيول کيږي.