افغانستان کې اداري فساد، څوک کوي؟!!!
27.07.2012 16:39په نويو غربي راپورونوکي راغلي چې په افغا نستان کي دامريکا لوړ رتبه چارواکي بالخصوص عسکري جنرالان او مسئولين په پراخه پيمانه دغه جنګ ځپلي هيواد افغا نستان کي دادري فساد مشري کوي .
ټولوته ښکاره ده چي افغا نستان ته دغربي ايتلافي دولتونو اونوورخواوله طرفه ميليونونه ډالرهره مياشت داعانو،مرستو ،بيارغوني او نوروترنامه راليږل کيږي خو دغه ډالربيا بيرته دځينو غربي او ځينو کورنيو غلو په مټ بهرته استول کيږي اوداسي راپورونه جوړيږي چې ګويا دغه ډالراومرستي په دغه او هغه پروژه کي مصرف شوي پداسي حال کي چې دغه ډ الر اصلا له بانک څخه هم ندي راوتلي.
ددي سوال ځواب چې ولي په افغا نستان کي په دومره ستره او لوړه کچه اداري فساد روان دى اخر سبب يې څه دى ؟
ښکاره خبره ده چې افغا نستان ته راروان ډالرهم بې حسابه ده ،افغان طرفونه خو پريږده چې ان غربي طرفونه يې تخنولي او دې ته يې اړکړي چې خپله برخه غلا وکړي او له دغه تاوده مالي او چټک بهيره په زړه پوري ګټه پورته کړي.
اوس داخبره يوځل بيا روښانه کيږي چې په افغا نستان کي دتروريزم دځپني ترنامه لاندي روانه جګړه ځکه وځنډ يد له او ددي سبب شوه چې تردوو لکونو زيات افغا نان پکي قرباني شي، يو اسا سي سبب يې داښودل شوي چې ادري مفسد ينو نه غوښتل چې دغه مسئله په لنډ وخت کي يا دعسکري او ياهم دسياسي لاري هواره شي.
امريکايې او افغان اداري مفسد ين پوهيدل چې د د وى ذاتي ګټي به په ټپه ودريږي اودااوس ټولو ته جوته شوي چې دافغا نستان په ټولولويو او وړو ښارونو اولسواليو او کلو کي لويې بلډنګونه پټرول پمپونه،ټرانسپورټ، دکانونه دچا دي ؟
که په افغا نستان کي له موجودو امريکايې او ځينو افغان چارواکو سره شفاف او دقيق حساب وه شي ،ټول به وتوانيږو چې د يوې مياشتي په درشل کي ټول اداري کورني او بهرني مفسد ين وپيژنو او منا سبه سزا ورته ورکړو خوداچې اداري فساد په افغا نستان کي يوه مزمن او مرضي حالت ته رسيدلى او سمهال داګرانه ده چې د ادراي فساد دوسيه په قوت سره مطرح اوبيا دغه څيړنو او تفتيش ته دعمل جامه ورواغوندو.
اوس هغه غربي راپورهو بهو رانقلووچې زمونږ دپورتنۍ ادعاء لپاره ښکاره ثبوت دى،غربي رسنۍ وايې:
(افغا نستان کي لوړرتبه امريکا يې جنرال ویلیام کالدویل د اداري فساد په اړه د څیړنو مخه نیولې وه)
د امریکا د پوځ دومتقاعدو افسرانو د کانګرس هغې کمیټې ته چې د کابل په پوځي روغتون کې د فساد مسله څیړي، په وړاندې کړو شواهدو کې ویلي چې جنرال ویلیام کالدویل ترلاس لاندې چارواکو ته ویلي و، چې د داود خان په روغتون کې د فساد په اړه دې د امریکا د دفاع وزارت له پلټونکو سره اړیکه نه ټینګوي).
د يوه سترامريکايې جنرال دا ډ ول سپارښتنه جوتوي چې دامريکا لوړرتبه عسکري ، ملکي او استخباراتي چارواکي په افغا نستان کي دا داري فساد اصلي مديران او چلوونکي دي ، دې کي شک نشته چې مفسد عناصرکله هم يوه لوړيا کو چني پوست او رتبي ته رسيږي له خپل صلا حيته ناوړه ګټه پورته کوي.
له امريکا يانو ځکه ګيله نشته چې هغوى خو هسي هم يرغلګر او دبل وطن اوسيدونکي دي هغوى که غلا هم کوي نو تو جيه او مبرر ورته موندلي کيږي.
دد وى لخوا د افغانانو د بيدريغه قتل ترڅنګ دپيسو غلا خورا کمه ګڼلاى شو ، خو هغه افغانان چې دافغا نيت او وطنيت دعوه کوي او دد يموکراسۍ او دامريکا په لاس نا متحققه تش په نامه خپلواکۍ ډ بري په سينه وهي څه دې اړکړو چې دافغان ملت په نامه راغلي مرستي او مشروط قرضونه د وطن دابادى او ښيرازۍ پرځاى خپلو جيبونو کي واچوي او يا يې هم بهرنيو بانکونو ته واستوي او د وطن د خلکو کوروران کړي؟؟؟
ښکاره خبره ده چې ادا ري فساد هم هغه کسان پرمخ بيايې چې ما ضي کي داخلاقي فساد مرتکب شوي وي .هو: څوک چې په بيت ا لمال او دعامه ملت او مسلمانانو په مالونوکي خيانت کوي له شکه پرته له اخلاقي لحاظه ټيټ کسان ول اودى .
که داخبره څوک نه مني خيردي په سړه سينه دې زمونږ په دغه ادعا او څيړنه کي نوره څيړنه ،بحث او تد قيق وکړي او بيا دې دامبارک حديث شريف ته پام وکړي چې فرمايې( کله چې حيا نه کوي هرڅه چي دې خوښه وي هغه کوه).
هغه کسان چې په ادارو کي ددقيق نظام له مخي تعامل نه کوي ادره به يې هميشه پدغه بده بيمارۍ (اداري فساد) اخته وي او هم به يې په ادره کي اخلاقي فساد رامينځ ته کيږي،اسلام داداري او ټولو اړونده انساني نظامونو لپارحد او حدود ايښي او هرسړى يې په خپل ځاى کي مسئول ګڼلي اودايې ورته ويلي چې دښې کارد ګۍ پروخت به ورته جايزه ورکول کيږي او دناسمي کړني پروخت به ورته عادلا نه سزا او جزا.
امريکا يانو ډير جنګي جنرالان چې په افغا نستان کي دجنګي جرمونو،بشرضد کړنو او نورو جنا ياتو مرتکب شوي ول لا تراوسه ندي محاکمه کړي او نه يې هم ورته عادلانه او دبين المللي معيارونو اوميتو دونو سره سمه جزا ورکړي.
کالدویل چې اوس د امریکا د پوځ د شمال د قومندانۍ مشر او په تکزاس کې د فورټ سام هاسټون د قومندانۍ لوړ رتبه قومندان دی کومان نه کيږي چې دامريکا حکومت به ورته حتى دامريکا دقوانينو سره سمه جزا ورکړي داخو ډيره لري خبره ده چې دکابل بلواکه اداره دې وتوانيږي چې يوه ستريا کوچني امريکايې جنرال ته سزا ورکړي،
افغان دولت خو ايله دومره وکړل چې يوه افغان ملي اتل عبدالصبورچې څو تنه فرانسوي عسکر يې وژلي ول په اعدام محکوم کړ دامهال ويل کيږي چې عبدالصبور په شهادت رسيدلاى الله جل جلاله دې دده شهادت قبول او دده پا ته کسانو دې صبرجميل ورپه برخه کړي او دده تشه دې الله جل جلاله پداسې يوه بل افغان اتل عسکراو افسرډکه کړي چې د خپل ټوپک خوله يوځل بيا او څوواره ديرغلګروخواته واړوي او دجهنم ميلمانه يې کړي ،امين.
دامريکا يې جنرال کالدويل په اړه چې مونږ کوم خبر ددليل په توګه راواخست داهم پکي ويل شوي دجنرال کالدويل وياند ډګروال واین شانکس خبري اژانسونو ته وویل، چې دی ډاډه دی چې جنرال کالدویل به د دغې مسلې(اداري فساد تورونو) په اړه د څیړنې هرکلۍ وکړي او دا به د ده لپاره یو فرصت وي چې دده پرضد دراولاړو شویو ادعاو ته ځواب ووایي.
د کانګرس اصلاحاتو کمیټه چې دې ورځوکي په دې اړه(ادراي فساد په اړه) غونډه کوي، ویلي چې جنرال کالدویل به بلې استماعیه غونډې ته ور وغواړي.
د امریکا د پوځ متقاعد ډګروال( ګیرالد کاروزا) چې د دفاع د وزارت او د افغان ملي اردود د تجهیز او روزنې د ماموریت د حقوقي چارو مسول و، په خپلو شواهدو کې چې یوه کاپي یې اسوشتید پرس خبري اژانس له مخکې لاس ته راوړې ویلي چې کالدویل یو ځل په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي و، چې دغه پلټنه(ادراي فساد په اړه) دې نه ترسره کیږي، ځکه د کانګرس لپاره د ۲۰۱۰ کال انتخابات ډیر رانژدې دي.
کاروزا زیاته کړه، د ده په باور کالدویل نه غوښتل، چې د امریکا د دفاع وزارت سرپلټونکی دې د کابل په پوځي روغتون چې( دداود خان روغتون په نامه شهرت لري ) کې د فساد او له ناروغانو سره د بد سلوک په اړه څیړنه ترسره کړي.
هغه وویل، کالدویل نه غوښتل، چې له انتخاباتو مخکې د هغه د قومندانۍ په اړه بد خبرونه خپاره شي او دنده یې له خطر سره مخامخ شي.).
دلته اوس يوه خبره دټولو لپاره دعبرت په توګه وړاندي کولاى شو چې ادري مفسدين او غله هميشه نه غواړي چې د فساد اواد راي کمزوريو په اړه دي بحث ا ومنا قشه وه شي ځکه چې دمنا قشي او بحث په صورت کي مظلوم او ظالم پيژندل کيږي ، يا به توبه اوباسي اويا به هم ټيټ سر له دندي ګوښه کيږي.
خو په تاسف سره بايد ووايو چې په ډ يري حکومتي او ملکي ادارو کي له ادري مفسدينو سره دمحا سبى پرځاى له تعا طف او ميانه روى څخه کار اخستل کيږي،داکارنه يوازي داچي اداري فساد له مينځه نه وړي بلکي د مفسد ينو بازرا نور هم ګرموي چې اداري فساد، رشوت،غلاته ښه زورورکړي، اوس ټول پدې پوه شو چې اداري فساد،رشوت، غلا د يوه پرمختللي او پرشا تللي هيواد په مالي لحاظ ملا ماتوي او په پايله کي هيواد بهرني يرغلګرته برابروي ځکه پدې خبره واراور تا کيد کوو چې راځى له ځا نه اصلاح شورع کړو او ورو وروخپلي ټولي اړوندي غټي او وړي اداري له ادراي فساد وژغوري خو دومره ورو هم نه چې اوبه له سره واوړي او ټول په مخه کړي او بيا داصلاح او رغوني لپاره هيڅ هم نه وي.
ددې خبردغه فقري او بند ته که لږ پام وکړو بده به نه وي:
(د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر میاشت کې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د لومړي ځل لپاره د کابل په لوی پوځي روغتون کې چې امریکا ورسره د میلیونو ډالرو مرسته کوي، د فساد او د ناروغانو درملنې ته د نه پاملرنې او له هغوي سره د چارواکو د بد سلکوک مسله راپورته کړه.
په راپور کې ویل شوي و، چې په دې روغتون کې ناروغان د عادي عفونت او خوارځواکي له وجې مري حال دا چې امریکا له دې روغتون سره د کال میلیونونه ډالر مرسته کوي.
داسې ادعاوې هم شوي وې، چې په فساد کې ښکیل ډاکتران او نرسان ناروغانو ته د خوراکي موادو او لومړنیو روغتیایي خدمتونو رسولو په بدل کې له هغوي پیسې غواړي.
د استازیو د جرګې د کمیټی یوه بل شاهد د امریکا د هوایي ځواکونو پخواني متقاعد منصبدار (شویلیر ګیلیر) چې د افغان ملي اردو د روزنې له پروګرام سره همکاروهم په دې روغتون کې له ناروغانو سره د بد سلوک اوفساد مسله تایید کړې او په یوه لیکلي یاد داشت کې چې دې کمیټې ته یې استولی ویلي چې کالدویل نه غوښتل چې د امریکا د پوځ سرپلټونکی په دې اړه څیړنه وکړي.
ګیلیر وویل، ده له جنرال کالدویل سره په هغه غونډه کې حضوردرلود چې په دې پوځي روغتون کې د فساد د څیړنې په اړه جوړه شوې وه. دی وایي له خبرو وروسته څرګنده شوه چې کالدویل د دغې څیړنې ملاتړنه کاوه.
ډګروال کاروزا ویلي چې ده له دریو نورو افسرانو سره چې له کالدویل سره یې په غونډه کې ګډون کړی و، په دې اړه خبرې کړې وې اوټولو ورته د جنرال همدا خبره کړې وه چې دغې څیړنې ته اړتیا نه شته.
کاروزا وویل، کالدویل په غونډه کې پردوی ډیرپه قارشوی و اوورته ویلي و چې په دې قومندانۍ کې داسې غلط څه نشته چې دوی یې ونشي کولای هغه سم کړي).
اوس داچي خبراو مضمون دواړه پاى ته رسيږي يوځل بيا تا کيد کوو چې فردي فساد له اداري فساد سره خورا توپيرلري فرد که څومره فساد هم په خپل ذاتي چارچوب کي وکړي له ځانه پرته هيچاته هم تاوان نشي اړولي اوهغه متل يې په حق کي رښتيا کيږي چې وايې(چې کاڼي اخلي ځان پرې ولي ملامت څوک دى)،
بل داسي مثال وړاندي کولاى شو چې يوسړى چرس يا سګرټ وهي او ياهم العياذب الله شراب څښي دريواړه يې دعلماء کرامو په شرعي فتوا سره حرام دي.
داډول کسان يوازي ځانته تاوان اړوي خولدې سره هم اسلامي دولت او په دغه دولت کي دامربالمعروف اونهي عن المنکرڅانګه مسئوليت لري چې فردهم لدغه ډول ناسمو اوحرامو کړنو وژغوري او منعه يې کړي او که نه منعه کيده لازمه اومنا سبه سزا ورکړي.
خو داچي کله فساد عامه اواداري بڼه غوره کړي هلته بيا يو جرم نه بلکي ډ يرجرمونه او دټول ملت په حق کې ترسره کيږي چې جزا يې هم لو يه او عبرتناکه وي کوم حکومتونه اواداري چې په اداروکي له حاسم او حازم نظام څخه کارنه اخلي هلته به اداري مفسد ين او ضعيف النفسه انسانان راج کوي ددې لپاره چې داداري فساد کلکه مخه ونيسو پکارده چې اداري صالحو او له الله جل جلاله نه په پټه اوښکاره ويريدونکي مؤمنو،مؤتمنو او مخلصو خلکو ته وسپارو ، يوه دوست راته پدې اړه ډيريوه په زړه پورې خبره وکړه او د نښي منځ يې وويشت اووي ويل:هرکله چي دادري مشراومسئول امين وو سل په سلو کي مطمئن اوسه چې ادراه به الله جل جلاله پخپله سموي اواداري فساد به پکي ختموي او که چيري داداري مشراو مسئول امين نه وه هلته بيا ممکنه نده چې داداري فساد مخه ونيول شي .
پورتني خبره زما نه زما دناصح دوست ده الله جل جلاله دې مااوتاسو ټولو ته توفيق راپه برخه کړي چې هريو له مونږ څخه په خپل ماحول اوچارچوب او هغه ځاى کي چې توان مو رسيږي دادراي فساد مخ ونيسو او دترقۍ په لورمهم ګام پورته کړو. په ګران افغا نستان کي ديوه سوچه ملي اسلامي او له اداري فساد او مفسدينو پاک نظام درتللو په هيله.